مظاهرې

افغان امنیتي ځواکونو ته د طالبانو سپکاوي د خلکو قهر راپارولی دی

د عمر راپور

یوه سړي د سلواغې په ۱۷مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه لاریون په ترڅ کې یو بینر، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر شېرمحمد عباس ستانکزي عکس پرې لګېدلی دی، پورته کړی دی. په پیغام کې لیکلي، «پرديپالو خپله اصلي څېره د افغانستان ملت ته وښوده.» [د هلمند د رسنیو دفتر/فیسبوک]

یوه سړي د سلواغې په ۱۷مه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د یوه لاریون په ترڅ کې یو بینر، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر شېرمحمد عباس ستانکزي عکس پرې لګېدلی دی، پورته کړی دی. په پیغام کې لیکلي، «پرديپالو خپله اصلي څېره د افغانستان ملت ته وښوده.» [د هلمند د رسنیو دفتر/فیسبوک]

هرات -- افغانان په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر شېرمحمد عباس ستانکزي هغو خبرو په قهر کړي دي چې ویلي یې دي کېدای شي د سولې د هوکړې د یوې برخې په توګه افغان ملي اردو منحل کړای شي.

ستانکزي دا خبرې په یوه ویډیو کې، چې د سلواغې په ۴مه په نن ټکی اسیا وېب سایټ خپره شوه، کړي دي.‌

خو کله چې د عامو افغانانو له خوا، چې وایي هغوی به هېڅکله د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د منحلېدا ملاتړ ونه کړي، له پراخ قهر سره مخامخ شو، ستانکزي هڅه وکړه چې له خپلې اصلي خبرې څخه په شا شي.

ستانکزي د سلواغې په ۱۸مه طلوع نیوز ته وویل، د هغه هدف دا وو چې افغان ملي اردو «د خارجیانو په راتګ سره جوړه شوه».‌

د سلواغې په ۴ مه په نن ټکی اسیا خپره شوې یوه ویډیو کې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني رییس، شېرمحمد عباس ستانکزي، د افغان ملي اردو د منحل کولو غوښتنه وکړه. وروسته، چې هغه د افغانانو پراخ عکس العمل او پراخېدونکي طالب ضد احساسات ولیدل، ادعا یې وکړه چې د هغه خبرې غلطې تعبیر شوې دي. [نن ټکی اسیا]

د سلواغې په ۴ مه په نن ټکی اسیا خپره شوې یوه ویډیو کې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني رییس، شېرمحمد عباس ستانکزي، د افغان ملي اردو د منحل کولو غوښتنه وکړه. وروسته، چې هغه د افغانانو پراخ عکس العمل او پراخېدونکي طالب ضد احساسات ولیدل، ادعا یې وکړه چې د هغه خبرې غلطې تعبیر شوې دي. [نن ټکی اسیا]

یو مشر افغان سړی د افغان امنیتي ځواکونو د ستایلو او له هغوی سره د ملاتړ د ښودلو لپاره د سلواغې په ۱۸مه په پکتیکا ولایت کې عسکرو ته د افغانستان بیرغ ورکوي. [د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو/فیسبوک]

یو مشر افغان سړی د افغان امنیتي ځواکونو د ستایلو او له هغوی سره د ملاتړ د ښودلو لپاره د سلواغې په ۱۸مه په پکتیکا ولایت کې عسکرو ته د افغانستان بیرغ ورکوي. [د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو/فیسبوک]

هغه وویل، «په هغه وخت کې، هغوی ته وظیفه ورکړل شوه چې د ملت او سرحدونو له وقار څخه د دفاع پرځای له طالبانو سره جنګ وکړي،»

هغه وویل، «دا چې د خارجي عسکرو د وتلو مسئله رامخته کیږي او اشغال پای ته رسېږي، بیا له طالبانو سره د هغوی له خوا د جنګ کولو مسئله پای ته رسېږي. بیا به دې ته ضرورت نه وي چې له طالبانو سره جنګ وکړي.»

همدارنګه ستانکزي وویل چې د متحده ایالاتو پوځ باید «ټول پوځي تجهیزات/وسایل پرېږدي ځکه چې مونږ غواړو چې په راتلونکي کې یوه ښه مجهزه اردو ولرو».‌

خو متحده ایالاتو څو ځلې ویلي چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې تړون لپاره کار کول لا هم لومړیتوب دی.

د متحده ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شنهان د دوشنې په ورځ /د سلواغې ۲۲ مه/ په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره له کتنې څخه مخکې خبریالانو ته وویل، «ماته داسې څه هدایت نه دی راکړل شوی چې له افغانستان څخه زمونږ ځواکونه وباسو،»

هغه وویل، «افغانان باید پرېکړه وکړي چې افغانستان په راتلونکي کې څنګه واوسي.‌ متحده ایالاتو د امنیت په ډاډمنولو کې ډېره پانګونه کړې ده، خو د راتلونکي په هکله پرېکړه د افغانانو په لاس کې ده.»

ستانکزی 'احمق او بې منطقه دی'

د افغان ملي اردو د منحلولو لپاره د ستانکزي لومړیو غوښتنو په ګڼ شمېر ولایتونو کې د افغانانو احتجاجونه راوپارول چې د هه خبرې یې «احمقانه» وبللې.

د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د سلواغې په ۱۸مه خواوشا ۱۰۰ تنه دیني عالمان او اوسېدونکي راټول شول چې د ستانکزي خبرې وغندي.

په بادغیس کې یوه دیني عالم مولوي فیضان سلام ټایمز ته وویل، «مونږ، د افغانستان خلک، به هېڅکله داسې احمقانه، بې اساسه، په خپل سر خبرې، لکه ستانکزي چې کړي او ویلې یې دي چې افغان ملي اردو به منحل کړای شي، تایید نه کړو،»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه باید منحل نه کړای شي، او په حقیقت کې هغوی باید پیاوړي کړای شي. د هېواد عزت او اعتبار د هغه په پوځي ځواک او د هغه په ملي اردو کې دی.»

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، عبدالقادر کمال، وویل چې د دې مسئلې د حساسیت په درک کولو -- او د طالب ضد احساساتو د یوې څپې په غیر مترقبه راپارولو سره -- ستانکزي له خپلو اصلي خبرو څخه انکار وکړ.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ستانکزي خبرې احمقانه او بې اساسه وې، او زه باور لرم چې دغه ډول نظریه کولی شي چې د سولې هڅو ته تاوان ور واړوي،»

هغه وویل، «زما په نظر، طالبانو یوازې غوښتل چې د افغان ملي اردو په هکله د افغانانو نظرونه معلوم کړي، چې په مقابل کې یې یو قوي غبرګون ترلاسه کړ. په نتیجه کې، د طالبانو دغه استازی د خلکو د نظریاتو د وزن له زوره مجبور شو چې خپلې خبرې بېرته واخلي.»

افغانان د امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي

په بادغیس کې د مدني ټولنې یوه فعال، نجم الدین برهاني، وویل، د افغان ملي اردو برخلیک بحث ته ضرورت نه لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي ځواکونه مونږ ته سره کرښه، او د ټولو افغانانو لپاره یوه ملي خزانه ده. مونږ به هېڅکله هم اجازه ورنه کړو چې له هغوی څخه د لاس آله جوړه کړي یا یې منحل کړي.»

د بادغیس د ولایتي شورا یوه غړي محمد ناصر نظري، وویل، «د افغانستان خلکو د افغان ملي اردو د جوړولو لپاره، چې کولی شي د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي، د زرګونو شهیدانو قرباني ورکړې ده،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «نن ورځ، افغان ملت دې ته چمتو دی چې په هر او ټولو حالاتو کې له امنیتي ځواکونو سره څنګ په څنګ ودرېږي. د افغانستان خلک به هېڅکله د هغو خلکو خبرې ونه مني چې زمونږ د ملي اردو د منحلولو لپاره څه صلاحیت نه لري،»

هغه وویل، «افغانان دې ته تیار دي چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي او له افغانستان څخه دفاع وکړي،»

په بادغیس ولایت کې یوه دیني عالم مولوي علي محمد رحماني وویل، «مونږ به تل د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «امنیتي ځواکونه دې ته چمتو دي چې خپل سرونه قرباني کړي او له خپل هېواد، حکومت او د خپل هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي. مونږ نه غواړو چې د دې ځواکونو وقار ته صدمه ورسېږي، او په دې توګه، د هغوی منحلول زمونږ لپاره د منلو وړ نه دی.»

په بادغیس کې یوه بل دیني عالم، مولوي فیضان، وویل، «امنیتي ځواکونو په بادغیس ولایت کې ډېرې قربانۍ ورکړې. هغوی زړورتیا وښودله، هغوی پرمختګ وکړ او دښمن ته یې ماته ورکړه.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانان له سختو ستونزو سره مخامخ ول، خو امنیتي ځواکونو هغوی له اندېښنو او وارخطایانو څخه وژغورل،» او زیاته یې کړه چې هغوی په یوه اقدام کې د هرات - بادغیس لویه لاره بیا پرانستله چې دا کار «د ستاینې او تقدیر وړ» دی.

افغان ملي اردو د وقار او خپلواکۍ یوه سرچینه

د هرات او فراه ولایتونو دیني عالمانو، د مدني ټولنې فعالانو او اوسېدونکیو د سلواغې په ۱۸مه لاریونونه وکړل چې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړي، او هغوی یې «د افغانستان د وقار او خپلواکۍ سمبول» وبلل.

په هرات کې یوه دیني عالم ملا عبدالصبور وویل، «دا څنګه کېدای شي چې یو څوک یو هېواد له اردو او پولیسو څخه پرته وچلوي؟»

هغه سلام ټایمز ته وویل، دا د افغانانو اسلامي وظیفه ده چې د ملت له شهیدانو او هغو کسانو څخه دفاع وکړي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خدمت کولو پر وخت معیوب شوي دي، «په دې توګه، مونږ د زړه له کومي د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو.»

په هرات کې یوه بل دیني عالم ملاحامد حفیف سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي ځواکونه زمونږ بچیان دي، او هغوی په وروستیو کلونو کې ډېرې غټې قربانۍ ورکړي دي،»

حفیف وویل، «هغوی دا قربانۍ زمونږ له بچیانو څخه د دفاع او امنیت لپاره ورکړي، او هغوی حتی خپله وینه او ژوند قرباني کړي دي،»

هغه وویل، «مونږ، د هرات دیني عالمان، به په خپل ټول قوت او وړتیاوو له خپلو امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړو،»

د فراه ښار یوه اوسېدونکي میوند، چې ۳۱ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ ملي اردو د تېرو ۱۵ کالو په ترڅ کې د خپلو ډېرو اتلانو قربانۍ ورکړي، او مونږ یې ستاینه کوو. افغان ملي اردو غټې وړتیاوې ښودلي او کولی شي چې د هر هېواد له خوا کېدونکی برید ودروي.»

طالبان 'د بهرنیو هېوادونو جاسوسان' دي

د هلمند ولایت اوسېدونکیو د ستانکزي د خبرو او د سلواغې په ۱۶-۱۷مه په مسکو کې د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو او طالب استازو تر منځ «د سولې خبرو کې» د هغه د ګډون په وړاندې په غبرګون کې یو لاریون ترسره کړ.

د کجکي ولسوالۍ یوه قومي مشر، متقاعد جنرال محمد فقیر عسکر، په لښکرګاه کې یوې غونډې ته وویل، «د خارجي هېوادونو جاسوسان د مسکو غونډې ته ځي.هغوی غواړي چې خپل بادران خوشحال کړي،»

هغه وویل، «ملا عباس ستانکزي او د هغه ملګرو هېواد ویجاړ کړ او اوس پلان لري چې په مسکو یې خرڅ کړي،»

«مونږ د سولې د خبرو مخالف نه یو، خو مونږ داسې سوله غواړو چې زمونږ وقار [زمونږ ملي اردو] خوندي پاتې شي

په لښکرګاه کې د بي بي زهرا د شیعه ګانو د جومات یوه دیني عالم مولوي محمد یونس موسوي په دې غونډه کې وویل، «ایران،, روسیهاو پاکستان نه غواړي چې افغانستان داسې یوه قوي اردو ولري چې هغه له نړۍ والې ټولنې سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې مرسته وکړي. له همدې امله، طالبان غواړي چې منحل یې کړي، او دا کار به هېڅکله ونشي.»

هغه وویل، «متحده ایالاتو او نړۍ والې ټولنې زمونږ لپاره د دې اردو په جوړولو کې هڅې کړي دي، او د هغې ویجاړول به زمونږ هېواد بېرته په شا بوځي،»

[ له هلمند څخه ضیأ ثمر د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما په نظر: هغه طالبان، چې د افغان ملي اردو د انحلال خبره کوي، په حقیقت کې د بل چا یعنې د پاکستان د آی ایس آی د خولې خبره کوي. زمونږ له حکومت سره د طالبانو یوځای کېدل زمونږ ملي اردو ته یو غټ خطر رامنځته کوي. له دې امله، د طالبانو ارمانونه به هېڅکله پوره نشي. زمونږ اردو زمونږ اتلان دي. په احترام ولي خان احمدزی د بغلان پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د ټولنپوهنې د څانګې محصل.

ځواب ورکړئ