تجزيه

روسیه له لوېدیځ سره د مخالفت د توجیه کولو لپاره د شوروي - افغان جګړې تاریخ بیا نوی کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

دېرش کاله وروسته، پخواني افغان مجاهدین هغه ورځې وریادوي چې په افغانستان کې یې له سرو لښکرو سره جګړه کوله.‌ شورویان له دغه هېواد څخه د ۱۳۶۷ د سلواغې په ۲۶ مه په داسې حال کې ووتل چې ۱۴۰۰۰ کسان یې وژل شوي ول. [راتب نوري، فرشاد عصیان/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

مسکو -- پخپله شوروي مقاماتو د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان خونړی اشغال وغانده، خو ۳۰ کاله وروسته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین حکومت دې نتیجې ته رسېدلی چې دغو عملیاتو ته په مثبت نظر ګوري.

د اسلامي جنګیالیو پر ضد د کابل په جګړه کې کېوتي کمونست حکومت د ملاتړ لپاره له یوې لسیزې پوځي مداخلې څخه وروسته، شوروي اتحاد خپل وروستي پوځي واحدونه د ۱۳۶۷ د سلواغې په ۲۶مه واېستل.

د پوځیانو دغه اېستنه، چې شوروي مشر میخایل ګورباچوف یې امر کړی وو، د شوروي اتحاد لپاره یوه شرموونکې ماتې وه چې د شوروي اتحاد ماتېدلو ته یې لاره هواره کړه.

په ۱۳۷۵ کې، طالبانو کابل ونیو، او د ترهګرۍ یوه پنځه کلنه دوره یې پیل کړه.

یو افغان د سلواغې په ۱۸مه د پنجشېر ولایت په بازارک ولسوالۍ کې د یوه سړک په غاړه د شوروي د وخت د یوه ټانک له پاتې شونو سره ناست دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان د سلواغې په ۱۸مه د پنجشېر ولایت په بازارک ولسوالۍ کې د یوه سړک په غاړه د شوروي د وخت د یوه ټانک له پاتې شونو سره ناست دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان سرحدي سرتېري د سلواغې په ۲۰ مه د بلخ ولایت په حیرتان کې د افغانستان - ازبکستان د دوستۍ پله د افغان لوري ساتنه کوي. د ۱۳۶۷ د سلواغې په ۲۶ مه،‌ ګڼ شمېر حیران کتونکي له یوې لسیزې جګړې څخه وروسته د مات شويو شوروي عسکرو وروستۍ جوپه ګوري چې د دوستۍ په پله اوړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]‌

افغان سرحدي سرتېري د سلواغې په ۲۰ مه د بلخ ولایت په حیرتان کې د افغانستان - ازبکستان د دوستۍ پله د افغان لوري ساتنه کوي. د ۱۳۶۷ د سلواغې په ۲۶ مه،‌ ګڼ شمېر حیران کتونکي له یوې لسیزې جګړې څخه وروسته د مات شويو شوروي عسکرو وروستۍ جوپه ګوري چې د دوستۍ په پله اوړي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]‌

میخایل کوژوخوف، چې هغه وخت یې د دې جګړې په هکله کومسومولسکایا پراودا ورځپاڼې ته لیکنې کولې، هغه وریادوي چې څنګه وروستي روسي عسکر له خوښۍ یا خفګان څخه پرته ووتل.‌

کوژوخوف چې اوس ۶۲ کلن دی، ای اېف پي ته وویل، «عسکرو یوازې د یوه شي په هکله فکر کاوه: چې کور ته خوندي او روغ ستانه شي،»

په دغه جنګ کې له ۱۴۰۰۰ څخه ډېر شوروي عسکر او له یو میلیون څخه ډېر افغانان ووژل شول.

د وژل شویو شوروي عسکرو په ډله کې ۳۶۶ تاجکان او له ۱۵۰۰ څخه ډېر ازبکان شامل ول. دا خبره د هغوی د و وروسته جوړو شویو هېوادونو حکومتونو وکړه.

کوژوخوف، چې په ۱۳۷۸ او ۱۳۷۹ کلونو کې یې د پوتین د رسنیو د منشي په توګه کار کاوه،‌ وویل، «په افغانستان کې مداخله تل یو غمجن او بې معنې کار و.»

'روسیه د شوروي ماضي بیا نوې کوي'

د شوروي عامو خلکو دا مداخله بالکل ښه نه بلله او په ۱۳۶۷ کې د ګورباچوف د «صراحت»، یا شفافیت د پالیسۍ په اوج کې په رسمي توګه وغندل شوه.‌

خو اوس د پخوانیو تجربه لرونکو تر فشار لاندې د دغه قضاوت بیا ارزونه کیږي.

پوتین په ۲۰۱۵ کال کې د یادې مداخلې ملاتړ وکړ، او ویې ویل چې شوروي مشرتابه هڅه کوله چې «د واقعي ګواښونو» په وړاندې جګړه وکړي البته هغه اعتراف وکړ چې «ډېرې غلطۍ وشوې».

د سلواغې په لومړیو کې، د روسیې د پارلمان دفاعي کمېټې د یوې مسوده پرېکړې، چې ویل یې شوروي عسکرو له افغان مقاماتو سره مرسته وکړه چې د «ترهګرو او افراطي ډلو» پر ضد جګړه وکړي، ملاتړ وکړ.

خو د پرېکړه لیک په مسوده باندې باید د نصاب د پوره کېدلو په صورت کې رایه اچونه وشي، چې د دغه ضایعه لرونکي قسط د رسمي تکرار لپاره د مقاماتو بې میلي منعکسوي.

د روسیې د بشري حقونو د یوې موسسې، میموریل، یوې تاسیسوونکې غړې، ایرینا شیرباکووا، وویل، په وروستیو کلونو کې له لوېدیځو قوتونو سره د زیاتو شویو ترینګلتیاوو په ترڅ کې، «روسیه له لوېدیځ سره د خپل نوي مخالفتد توجیه کولو لپاره خپله د شوروي ماضي بیا نوې کوي،»

په کرېملېن کې ناست چارواکي او ځینې د جګړې تجربه لرونکي هڅه کوي چې تاریخ په شا وګرځوي او په افغانستان کې د متحده ایالاتو په پوځي ښکېلتیا باندې تمرکز وکړي.‌

د کرېملېن پلوي وېب سایټ وزګلیاډ د سیاسي چارو تحلیلګر، پیوتر اکوپوف، وویل، «داسې څه نشته چې مونږ پرې پښېماني وښیو،»

د همګټو خپلواکو دولتونو تر پوښښ لاندې د افغانستان په جګړه کې د برخه والو شوروي جنګیالیو یا تجربه لرونکو د اتحادیې رییس الیګزاندر کووالیوف هم تاکید کوي چې د شوروي یرغل مؤجه دی.‌

هغه وویل، «زمونږ له عسکرو څخه پرته به امریکایانو خپل توغندي لک کړي وای چې مسکو پرې په نښه کړي،»

خوږه او ترخه بریا

د افغانستان له خوا د شوروي عسکرو ماتول اوس هم د هغو مجاهدینو تر منځ، چې د هغوی پر ضد یې جګړه کړې ده، لوی ویاړ دی.‌

یوه پخواني مجاهد چې اوس یو افغان پولیس افسر دی او له دې امله یې د خپل نوم د نه ذکر کولو غوښتنه وکړه، وویل،‌ «نهه ځلې هغوی هڅه وکړه چې پنجشېر دره ونیسي، او نهه ځلې هغوی ناکام شول،»

هغه ای اېف پي ته وویل، «البته، مونږ هم خپله بریا هغسې لمانځو لکه څنګه چې نور هېوادونه خپلې غټې بریاوې لمانځي، خو مونږ تل د هغو کسانو یادونه کوو چې مونږ له لاسه ورکړل. زما نه هېرېږي.»

بریا خواږه او ترخه لرل:‌ هغه په دې کې پاتې راغله چې داسې تلپاتې سوله راولي چې افغانستان له څلورو لسیزو راهیسې ترې محروم دی.‌

ولي محمد، چې ۵۲ کاله عمر لري او په ۱۴ کلنۍ کې له مجاهدینو سره یوځای شوی وو، وویل، «وروسته له هغه چې روسان ووتل، مونږ مطمئن وو چې سوله راځي، خو زمونږ ګاونډیانو او سیمه ییزو قوتونو خپلې اجنداوې لرلې،»

عبدالکریم، چې د مجاهدینو د لیکې یو بل پخوانی تنکی جنګیالی وو، په پنجشېر دره کې چې سور لښکر په کې مات شوی وو،‌ ای اېف پي ته وویل، «مونږ خوښ وو چې یو دښمن لاړ،‌ خو مونږ په دې هم پوهېدو چې جنګ پای ته نه دی رسېدلی،»

په یوه تنګه ناله کې په واورو کې نیم ډوب روسي ټانک باندې یو شعار لیکل شوی، «تل دې وي افغانستان. مرګ په طالبانو».‌

پنجشېر، چې سخت جنګیالي او طبیعي دفاعي ځمکې لري، تر ډېره له هغه تاوتریخوالي څخه په امن کې وو چې د شورویانو له وتلو څخه وروسته افغانستان ورسره لاس او ګرېوان شو او یو له ډېرو سوله ییزو ولایتونو څخه دی.

یو له تاوتریخوالي ډک میراث

اوس، چې د متحده ایالاتو حکومت د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې هڅې روانې کړي دي، لا هم ځینې وارخطا دي چې تاریخ به بیا تکرار شي.

د بحران نړیوال ګروپ کې د افغاني چارو یوه تحلیلګر ګرایم سمیت وویل، مجاهدین پوه شول چې د دښمن له تللو څخه وروسته د یوه ژور پلان له موجودیت څخه پرته «به د تاوتریخوالي هغه شدت چې وروسته پسې راځي ښایي ډېر بدتر وي،»

هغه ای اېف پي ته وویل، «د ۱۳۷۰مو کلونو وحشیانه کورنۍ جګړه د هغوی په یاد ده، او هغوی نه غواړي چې هغه تکرار شي،»

د پخوانیو مجاهدینو یوه جنګیالي، محمد میرزا، چې د سړک په غاړه د روسانو په یوه پاتې شوي ټانک دپاسه ناست وو، هغه ترخه وختونه یادوي چې ماتې خوړلو شورویانو تر شا پرېښي ول.

هغه ای اېف پي ته وویل، «هغه ورځ چې هغوی لاړل زمونږ لپاره هم د خوښۍ ورځ وه او هم د خفګان. مونږ وېرېږو چې کېدای شي عین کار بیا پېښ شي.»

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد،‌ په مکرر ډول تاکید کړی چې متحده ایالات به د داسې مېکانېزمونو له ځای په ځای کېدلو څخه مخکې له افغانستان څخه ونه وځي څو چې اطمینان ترلاسه نه کړي چې افغانستان به بیا د جهادیانو لپاره په خوندي پټنځای بدل نشي.

هغه د سلواغې په ۱۹مه وویل، «د افغانستان لپاره زمونږ اوږدمهالی لید دا دی چې په بشپړ ډول مستقل او خپلواک وي. که هغوی پرېکړه کوي چې هغوی بهرني عسکر نه غواړي، مونږ نه غواړو په هغه ځای کې پاتې شو چې مونږ په کې نه غوښتل کیږو -- خو په دې شرط چې له افغانستان څخه زمونږ ملي امنیت ته خطر پېښ نشي.»

هغه وویل، «دا یوه سره کرښه ده،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا راپورونه تر یوه حده صحیح دي، خو دا د فرانسې له خوا په بشپړ ډول غرضي لیکل شوي دي. هغوی یوازې له بزدلو پنجشیریانو سره مرکې کړي او د جهاد د وخت په هکله یوازې د هغوی نظرونه پوښتل شوي دي. داسې کار یې کړی لکه هغوی چې یوازني خلک وي چې روسان یې په ګونډو کړي او نورو افغانانو په کې لاس نه درلود. نو بیا داسې غرضي راپورونه مه خپروئ.‌ په احترام، جمیل الرحمان

ځواب ورکړئ

زموږ هیوادوال اکثراً هغه وخت په خپلو تیروتنو پوهیږی چی هر څه یی له لاسه ورکړی وی.لکه د روسی د وتلو څخه وروسته کومه تیروتنه چی دوی وکړه . په درنښت

ځواب ورکړئ

پنجشیر د افغانستان یوه ډېره وړه برخه او یوه کوچنۍ دره ده خو تاسو یې ډېره ستاینه کړې او د افغانستان د نورو برخو د خلکو قربانۍ مو هېڅ په پام کې نه دي نیولي.‌ دا کار د نور افغانستان او نورو افغانانو په حق کې ظلم دی. اصلا همدا پنجشیران او د مسعود خاین ګروپ وو چی له روسي پوځونو سره یې پټ پروټوکولونه وکړل او د نورو افغان جنګیالیو ملاګانې یې ورماتې کړې. وروسته هم معلومه شوه چی روسانو د قوماندان مسعود ته مډالونه ورکړل او د نورو افغانانو پر ضد یی وجنګول.

ځواب ورکړئ

تاسو ته دې سلام وي. دا مجاهدین اوس د خپلو تش په نامه حقونو او سهمونو لپاره جنګ کوي او وایي، «مونږ د شوروي پر ضد جهاد کړی دی.» په حقیقت کې جهاد به هغه وخت صحیح وای چې هغوی د شوروي پوځونو له وتلو څخه وروسته راټول شوي وای او ګډ ګروپ یې جوړ کړی وای. په دې طریقه کیدای شوای چې د هغوی موقف زمونږ د خلکو په سترګو کې په پاموړ توګه پورته شوی وای.

ځواب ورکړئ