سوداګري

پاکستان د زیاتې سوداګرۍ په موخه له افغانستان سره پوله خلاصه ساتي

د محمد آهل لخوا

د لوړې کچې يو وفد، چې د بهرنیو چارو سيکريټرۍ تهمينه جنجوعه (ښيي اړخ ته دويمه) يې مشري کوي، او سينير پوځي مشران د فبرورۍ په ۲ مه د انتظاماتو معاينه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله شپه او ورځ خلاصه وساتي. [محمد آهل]

د لوړې کچې يو وفد، چې د بهرنیو چارو سيکريټرۍ تهمينه جنجوعه (ښيي اړخ ته دويمه) يې مشري کوي، او سينير پوځي مشران د فبرورۍ په ۲ مه د انتظاماتو معاينه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله شپه او ورځ خلاصه وساتي. [محمد آهل]

تورخم -- د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له لارښونې وروسته دغه هیواد هڅه کوي څو له افغانستان سره خپله پوله شپه او ورځ خلاصه وساتي او سوداګرۍ او د افرادو تګ راتګ ته وده ورکړي.

خان د سلواغې په ۸ مه مه په يو ټويټ کې وویل، "ما اړوندو دولتي همکارانو ته دنده سپارلې ده چې د تورخم پولې لپاره اړین تدبیرونه ونیسي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې شپه او ورځ کار وکړي." دا ګام به د دواړو هيوادونو ترمنځ دوه اړخیزې سوداګرۍ ته په وده ورکولو او د خلکو ترمنځ په اړيکو زياتولو کې مهم رول ولوبوي."

د خان له لارښوونو څخه وروسته، د خیبر پښتونخواه پارلمان د جنورۍ په ۲۹ مه د لومړي ځل لپاره په قبايلي ولسوالیو، په لنډي کوتل کې، افغان پولې ته نږدې، يوه غونډه وکړه، چې دغه کار د سیمې د پیاوړتیا لپاره یو ګام ګڼل کیږ.

په عین ورځ، د خیبرپښتونخواه د مالیې وزیر تیمور جګړه د تورخم له پولې څخه هم لیدنه وکړه چې د پولې دواړو غاړو ته د توکو او خلکو د تګ راتګ لپاره د تیاریو ارزونه وکړي.

x

x

x

x

د شنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۳ مه)، یو لوړ رتبه پلاوی د پاکستان د باندنیو چارو وزیرې تهمينه جنجوعه په مشرۍ د امنیت او د سرحد له ترتیباتو څخه لیدنه وکړه.

دغه پلاوي، چې ملکي او پوځي مشران پکې شامل وو، په تورخم دروازه باندې په پښو باندې د کسانو لپاره د ټرمينل ليدنه وکړه چې د مهاجرت پروسې، د سکینر ماشینانو، پاسپورټ او ملي ډیټابیس او د رجسټريشن ادارې (نادرا) د دفترونو، او همدارنګه د صادراتو او وارداتو د ټرمینلونو معاينه کړي.

سوداګرۍ ته وده ورکول

د پولې دواړو غاړو ته سیاسي مشرانو، سوداګرو او عامو خلکو د دې اقدام هرکلی کړی دی او هیله یې څرګنده کړې چې دا به د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی او ناسم پوهاوی لېرې کړي.

جګړه د سلواغې په ۱۳ مه پاکستان فارورډ ته وويل، "په پوله باندې د ۲۴ ساعتونو د تګ راتګ لپاره د لومړي وزیر لارښوونې پر اساس، د يو میکانیزم جوړيدل روان دي، ځکه چې دا د سوداګرۍ او د [سوداګرۍ] د حجم زیاتولو لپاره اړين دی."

هغه وويل، "د پولې پرانيستل يوازينۍ لاره ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګرۍ ته وده ورکړي او د هېوادونو د اقتصاد سره مرسته وکړي." "د خیبرپښتونخواه پارلمان له غونډې څخه وروسته د غړو لخوا لدغې پولې ليدل دا ثبوي چې موږ دا يوه جدي خبره ګڼو."

زاهد الله شينواری چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر دی، وویل، "د ۲۴ ساعتونو او پوره هفتې لپاره د پولې پرانیستلو لپاره د لومړي وزیر عمران خان لارښوونه یوه مثبت نښه ده."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "پاکستان غواړي چې د افغانستان سره سوداګري پیاوړي کړي، ځکه چې په ۲۰۱۲ کال کې د دې حجم ۳ ملیارده ډالره و، چې اوس مهال یوازې ۱ ملیارده ډالرو ته راغلې، چې د اندیښنې خبره ده."

هغه وويل، "که چيرې موږ په ريښتيا سره غواړو چې له لاسه ورکړل شوي سوداګري حجم بيرته ترلاسه کړو، نو موږ بايد د نورو هېوادونو په څېر د افغانستان سره آزاد تجارت وکړو." "سربيره پر دې، موږ جدي اړتيا لرو چې په تورخم، چمن، په خرلاچي او غلام خان کې د ګمرک او سوداګرۍ آسانتیاو ته وده ورکړو."

یو مثبت پرمختګ

شاهد حسين، چې د خیبر پښتونخواه د سوداګرۍ او صنایعو د خونې غړی دی وویل، د پولې په پرانیستلو او سوداګرۍ ته په وده ورکولو باندې د لومړي وزیر تمرکز د پاکستان او افغانستان لپاره مثبت پرمختګ دی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "د لومړي وزیر عمران خان لارښوونې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ختميدونکي سوداګرۍ لپاره یو هیله بخښونکې خبره ده."

هغه وويل، "د امنيت پر برابرولو برسېره، موږ په ګمرکاتو او د تګ راتګ په ټرمينلو باندې د زياتو آسانتیاو په برابرولو باندې ټينګار کوو."

حکمت صافي، چې د افغانستان د اجراییه رییس عبدالله عبدالله سلاکار دی وویل، "د پولې څلورویشت ساعته پرانستل یو ښه ګام دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ به اړیکې پیاوړې کوي او ناسم پوهاوی به له منځه یوسي."

هغه عرب سمندر او هند ته د لاسرسۍ لپاره د افغانستان اړتیا ته اشاره وکړه او وې وويل چې پاکستان او افغانستان دواړه پوه شوي چې د پرمختګ لپاره یواځینۍ لاره سوداګرۍ ته وده ورکول دي، ځکه چې افغانستان د منځنۍ آسیا هیوادونو ته لاره ده -- چې د پاکستان لپاره احتمالي بازارونه دي -- په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د پاکستان خاوره ډيره مهمه ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "که چيرې پوله د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاصه وي، نو په ټنونو ميوې او سبزۍ چې په لارو کې خرابيږي، به بازار ته ورسيږي." "په پوله باندې په چټکۍ سره تګ راتګ به هم سوداګرو ته ډیره ګټه ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونژ خو د ښو تمه نه لرو د پاکستان نه،دلته دوه خبری دی ۱. د دوی د تجارت بازار بغیر د افغانستان نه بل چیرته نشته او ټول کارخانی یی و لاړی دی. ۲. بیا به خپل ای،ایس،ای کسان را لیژی او ګډ وډی پلان به لری. ولله اعلم

ځواب ورکړئ

مونږ له اشرف غنی څخه هیله لرو چی دپاکستان سره تجارت خو څه بالکل سرحدات دومره کلک وتړی چی مرغي هم روانه وړی دپاکستان نه دښیګړی تمه احمقتوب دی

ځواب ورکړئ

بايدويزه حتم شي

ځواب ورکړئ

زه نه پوهیږم چی پاکستان به د زړه که کومی صادق وی چی صرف د تجارت لپاره به یی خلاصه کوی او یا که د افغانستان د بربادولو لپاره...... د پاکستان په تاریخ کی داسی کوم ښه کار ندی کړی چی هغه افغانستان ته فایده ولری. د افغانستان د بدبختی عامل پاکستان دی نو باید نه ورسره تجارت وشی او نه پوله خلاصه شی.

ځواب ورکړئ

په ليکلو کي نا اشنا کليمات کارول شوى،

ځواب ورکړئ

راپور په ښه موضوع لیکل شوی دی خو د خبریال پښتو لیکنه معیاري نه ښکاري. اردو او انګریزي اصطلاحات په کې ډېر زیات استعمال شوي دي.

ځواب ورکړئ

د سلام ټایمز ادارې ته ښاغلیه، ستاسوخبریال دا راپور په داسې پاکستانۍ پښتو لیکلی چی افغانان ورباندې په سختۍ سره پوهیدلی شي. په پاکستانۍ پښتو کې اکثر د اردو او انګریزي ټکي کارول کیږي چی د افغانانو لپاره پرې ځانونه پوهول غټ سرخوږی کیږي. بدبختانه چې په پاکستان کې د پښتو ژبه نه تدریس کیږي او هلته زمونږ ګران پښتانه ورونه اکثر پښتو په غیر رسمي شکل زده کوي. یو څو مثالونه یی د وفد، سیکریټرۍ، سینیر، انتظاماتو، اسمبلی، ضلعو، ټرمینل، باړ لګولو، ګهنټو، ټریفک، بنیاد، میکانیزم، حوصله افزایی،‌ کسټمز، چیف ایګزیکیټیو، غلط فهمۍ.... ټکي دي چې افغانان پرې نه پوهېږي. په ځینې ځایونو کې یې د سړي لپاره د ښځې او د جمع لپاره د مفرد یا د ښځې لپاره د سړي ضمیرونه کارولي دي لکه (پاکستان او افغانستان دواړه پوهه شوي...)

ځواب ورکړئ

خہ سمہ دمہ پختو یی لیکلی دہ خوچی پختانہ پہ یوشی کی خبری ونہ کڑی ساعت پری نہ تیریگی

ځواب ورکړئ

هو خوښه می شوه ښه خبر دی خو په پښتو لیکلو کې یې ډېرې غلطۍ دي. کیدای شي چی کوم پاکستاني لیکلې وي.

ځواب ورکړئ

مهمه د تجارت د ویزو اسانتیا وی باید برابری کړی تر څو تګ کی ستونزه کمه شی او زیات تجارت زمینه برابره شی

ځواب ورکړئ