رسنۍ

ایران هڅه کوي چې په افغاني رسنیو د برید له لارې ژورنالستیکې ازادۍ کمزورې کړي

د عمر راپور

د کنټرول خونې یو چلوونکی د سلواغې په ۳۰ مه په هرات ښار کې د عصر تلوېزیون په سټوډیو کې کار کوي.

د کنټرول خونې یو چلوونکی د سلواغې په ۳۰ مه په هرات ښار کې د عصر تلوېزیون په سټوډیو کې کار کوي.

هرات -- د افغانستان په خبریالانو او رسنیو باندې د ایران ډېرېدونکی نفوذ د افغانستان د رسنیو د ټولنې او اړوندو موسسو په منځ کې د خطر زنګ غږولی دی.

په هرات ولایت کې د ژورنالستانو د خوندیتوب د کمېټې رییس همایون نظري وویل، «دا وخت، په افغان ژورنالستانو د سیمې د استخباراتي ادارو، او په ځانګړې توګه د ایران د استخباراتي ادارې نفوذ د هغوی ژوند او په کار کې خوندیتوب ګواښي،»

هغو ژورنالستانو ته چې زړه کوي او له غوړه مالۍ څخه پرته د ایران پوښښ وړاندې کوي، د هغوی د ایران پلوه همکارانو له خوا ګواښونه کیږي.

نظري سلام ټایمز ته وویل، «ایران له بېلابېلو وسیلو څخه په استفادې سره د خبریالانو تر منځ درزونه رامنځته کړي دي او د ژورنالستانو په یوه مشخص ګروپ یې، چې هڅه کوي په افغانستان کې هر (دیموکراتیک) پرمختګ ټکنی کړي، پانګونه کړې ده،»

د طلوع نیوز خبریالان د وږي په ۲۰ مه په کابل کې د طلوع تلوېزیون په خبر خونه کې کار کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د طلوع نیوز خبریالان د وږي په ۲۰ مه په کابل کې د طلوع تلوېزیون په خبر خونه کې کار کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

نظري وویل، په هرات کې د ایران کونسلګري په دې برخه کې ځانګړی رول لوبوي.‌

هغه وویل، «ایرانیانو د تېرو دوه کالو په ترڅ کې په هرات کې یو شمېر خبري وېب سایټونه او ورځپاڼې جوړ کړي او تمویل کړي، چې اصلي هدف یې دا دی چې پاتې نور ژورنالستان بلاک کړي،» او زیاته یې کړه چې د ایران له خوا د حمایه کېدونکو ژورنالستانو دغه کوچنی ګروپ کوم اصلي خبري مواد نه تولیدوي بلکې پرځای یې د نورو ژورنالستانو کار کمذوری او سبوتاژ کوي.‌

نظري یوې کمېټې ته، چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ د یوې غیرحکومتي ادارې (نی)، ژورنالستانو، او د پولیسو او ملي امنیت ریاست غړي په کې شامل دي، په اشارې وویل، «دوه کاله مخکې، ایران د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د رسنیو د ګډې کمېټې د انتخاباتو په ترڅ کې د ژورنالستانو له دغه تش په نامه ګروپ څخه ناوړه استفاده وکړه،»

هغه وویل، «دغو انتخاباتو او د ایران نفوذ د ژورنالستانو تر منځ د اختلافاتو اساس کېښود، او دغه ستونزې تر اوسه پورې روانې دي،»

له بهرنیو استخباراتو سره معامله

د نی د هرات د ولایتي ادارې رییس، حامد مؤمن، وویل، «په هرات ولایت کې کلتوري فعالانو او ژورنالستانو له تېرو دوه کالو راهیسې د بهرنیو استخباراتي ادارو نفوذ احساس کړی، او په دې برخه کې شواهد موجود دي،»

مؤمن وویل، «له بده مرغه، د افغانستان د رسنیو په ټولنه کې د بهرنیو استخباراتو نفوذ په افغانستان کې د رسنیو فعالان دې ته ورجوړ کړي چې د هغوی د ګټو په محور ور وڅرخېږي،»

مؤمن سلام ټایمز ته وویل، «په داسې حال کې چې زمونږ د ژورنالستانو او رسنیو فعالیتونه د افغان حکومت او خلکو یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي، بهرنۍ استخباراتي ادارې هڅه کوي چې د دغو لاسته راوړنو د منفي انځور په ښودلو سره هغه کمزورې کړي،»

هغه وویل، «هغوی له بېلابېلو تخنیکونو څخه کار اخلي -- د مثال په توګه، هغوی داسې ژورنالستان په کار ګوماري چې د هغوی په لوري وي او په افغانستان کې د رسنیو د مثبت رول منفي رول ته د بدلولو په شمول د هغوی هدفونو ته وده ورکړي،»

مؤمن یادونه وکړه چې، «دا کېدای شي ډېره خطرناکه وي. مونږ په افغانستان کې د رسنیو قانون، معلوماتو ته د لاسرسي قانون او اساسي قانون ... لرو. افغان مشران د رسنیو ملاتړ کوي، خو د بهرنیو استخباراتي ادارو لاسوهنې د دغو ټولو هڅو مخه ډپ کوي.»

په یوه مستند مثال کې، په هرات کې د ایران کونسلګرۍ له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې ځایي ژورنالستان بللي چې هر کال، په دې پلمهچې په یوه میاشتني روزنیز کورس کې برخه اخلي، تهران ته لاړ شي.

هغه افغان ژورنالستان، چې تر دې مخکې یې په داسې روزنیزو پروګرامونو کې برخه اخیستې ده، وایي چې د ایران حکومت له دغو پروګرامونو څخه د ژورنالستانو د مغز وینځنې لپاره کار اخلي او هڅه کوي چې د ایران په وړاندې د منفي نظریاتو د خپرېدا مخه ونیسي.

ډېره د اندېښنې خبره دا ده چې، د ایران کونسلګري اکثر وختونه هغه افغان ژورنالستان انتخابوي چې د ایران په هکله منفي فکر لري چې په داسې سفرونو لاړ شي،‌ په دې هیله چې د هغوی فکر له منځه وېسي او هغوی داسې استخدام کړي چې افغانستان ته په راستنېدلو سره د تهران په استازیتوب کار وکړي.‌

یوه خبریال، چې پخوا یې د ایران له خوا په تمویل شوي داسې یوه کورس کې په ایران کې برخه اخیستې ده، د فرشید په مستعار نامه وویل، «ایران غواړي چې ژورنالستان تر خپل نفوذ لاندې راولي چې هغوی وکولی شي د ایران یوازې مثبت اړخونه وګوري،»

هغه زیاته کړه، دا تر ډېر له دې امله ده چې، «افغان ژورنالستان معمولاً په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه د ایران د لاسوهنو پههکله ښه راپورونه وړاندې کوي،»

د افغان حکومت عمل

افغان حکومت په افغانستان کې د بهرنیو استخباراتي ادارو، په ځانګړې توګه د سیمې د هېوادونو د فعالیتونو په هکله خبر دی، او د هغوی پر ضد اقدام کوي.‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «د رسنیو ټولنې او هغو ادارو، چې د ژورنالستانو ملاتړ کوي، دا اندېښنې له مونږ سره شریکې کړي دي، او مونږ د خپلو امنیتي او استخباراتي ادارو له لارې د دې ستونزو په هکله جدي څېړنه کوو،»

هغه زیاته کړه، «مونږ ژمنه کوو چې مونږ به معلوماتو ته د خلکو لاسرسي ته وده ورکړو او په ورته وخت کې زمونږ ادارې د دې قضیو څېړنه کوي، خو دا کار به زمونږ اتباعو ته د معلوماتو بهیر محدود نه کړي،»

په هرات کې د اطلاعاتو او کلتور د ریاست ویاند نور احمد کریمي وویل، «افغان ځواکونو ګڼ شمېر داسې افراد نیولي چې له بهرنیو استخباراتي ادارو سره یې تړاو درلود او ځانونه یې د ژورنالستانو په نوم وړاندې کړي ول،»

هغه وویل، «د هغوی د قضیو د څېړلو لپاره، امنیتي مقاماتو له مونږ څخه غوښتي چې هغوی ته د دغو مشکوکو کسانو په هکله معلومات ورکړو او دا ډاډمنه کړو چې آیا هغوی ژورنالستان دي که له کومې رسنیزې ادارې سره ارتباط لري،»

کریمي وویل،‌ «یو له هغو شیانو څخه، چې مونږ ټول یې باید په بشپړ ډول درناوی وکړو، زمونږ ملي ګټې دي، او په ټولنه کې هر څوک باید هغوی ته درناوی وکړي،»

هغه زیاته کړه، «خو زمونږ په منځ کې ځینې کسان د مادي ګټو لپاره زمونږ ملي ګټې له پامه غورځوي او له بهرنیو جاسوسي ادارو سره مرسته کوي چې خپل هدفونه ترسره کړي،»

هغه وویل، «مونږ د هغوی غندنه کوو، ځکه چې هغوی زمونږ ملي امنیت تخریبوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ډاکټر نجيب الله حکومت د مجاهدينو د اوو تنظيمونو له خوا ړنګ شو. پلازمېنې کابل ته له ننوتلو دوه ورځې وروسته د مجاهدینو ډلو د واک لپاره داخلي جګړې پیل کړې، چې په پایله کې یې د کابل ښار ناحیې د څو جهادي تنظیمونو تر منځ ووېشل شوې. د کابل لوېدیځه سیمه د حزب وحدت اسلامي تر واک لاندې وه. کابل پوهنتون د کابل ښار په لویدیځه برخه کې موقعیت لري. کله چې جمعیت اسلامي له حزب وحدت څخه د کابل لوېدیځه برخه ونیوله، استاد رباني په هغه وخت کې د افغانستان ولسمشر و. د کابل پوهنتون تر نیولو وروسته استاد رباني د پوهنتون د بیا جوړولو امر وکړ. پوهنتون د جګړو پر مهال هر څه له لاسه ورکړي وو. په همدې وخت کې ما په کابل پوهنتون کې له دولت سره د اجیر په توګه کار کاوه، دا ۱۳۷۵ کال و. د ایران دولت له کابل پوهنتون سره د ۵۰۰۰ کتابونو مرسته وکړه. د کابل له هوايي ډګر څخه کابل پوهنتون ته د مرسته شویو کتابونو د لېږد پر مهال زه هم حاضر وم، ځکه موږ کتابونه بارول. ټول کتابونه په ایراني ژبه چاپ شوي وو، خو له دې امله چې زموږ ژبه دري ده، نو د ایران دولت باید دا کتابونه د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په مشوره چاپ کړي وای. هلته ایران زموږ په ادبیاتو او په تېره بیا په کابل پوهنتون کې لاسوهنه وکړه. د اشرف غني د حکومت تر پایه په څو کلونو کې ایران زموږ د هېواد په ادبیاتو کې لاسوهنه وکړه او زموږ یو شمېر تاجک او هزاره ورونو هم په دې کمپاین کې برخه واخیستله. زموږ رسمي ژبه دري ده. ټول هغه کتابونه چې د ایران له خوا ورکړل شوي وو د ایرانیانو په ژبه وو. حکومت باید دا مرستې هغه وخت نه وای قبولې کړې، ځکه دا کتابونه زموږ په ګټه نه وو، په داسې حال کې چې ایران دا کار په قصدي توګه کاوه. دا هغه یرغل و چې ای

ځواب ورکړئ