امنیت

افغان ځواکونو په هرات کې د طالبانو له خوا د شکنجه کولو مرکز ویجاړ کړ

د عمر راپور

یو افغان کمانډو سرتېری د سلواغې په ۵ مه د بغلان ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې په پیره ولاړ دی. [شمیل مشال]

یو افغان کمانډو سرتېری د سلواغې په ۵ مه د بغلان ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې په پیره ولاړ دی. [شمیل مشال]

هرات -- افغان ځواکونو د سلواغې په ۱۶مه په ځانګړیو عملیاتو کې د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د طالبانو یو محبس ویجاړ کړ او هغه ۸ تنه ملکي کسان یې ازاد کړل چې هلته بندیان ول.

طالبانو به په دغه محبس کې نیول شوي امنیتي منسوبین او ملکي خلک وهل، شکنجه کول او ان اعدامول.

د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل، «د پشتون زرغون ولسوالۍ پشت پر کلی د طالبانو له خوا د پلان جوړونې د مرکز په توګه کارول کېده. کله چې مونږ هلته ورغلو، مونږ یو محبس وموند.»

هغه وویل، «مونږ هلته د شکنجه کولو وسیلې، لکه کمچینې او زنځیرونه، او تر څنګ یې ۱۰ له لیرې کنټرولېدونکي بمونه وموندل،»

یو افغان پولیس افسر د تلې په ۲۶ مه په هرات ولایت کې له پارلماني انتخاباتو څخه مخکې په پیره ولاړ دی. [عمر]

یو افغان پولیس افسر د تلې په ۲۶ مه په هرات ولایت کې له پارلماني انتخاباتو څخه مخکې په پیره ولاړ دی. [عمر]

امرخېل وویل، «هغه یو تیاره او وېروونکی ځای وو. امنیتي ځواکونو هغه په نیولو پسې سمدلاسه ویجاړ کړ.»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو نیول شویو بې دفاع ملکي خلکو او امنیتي منسوبینو ته هر ډول شکنجې ورکولې،»

فرهاد وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به «هېڅکله طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې محبس وچلوي او ملکي خلک او امنیتي منسوبین شکنجه کړي،»

د مرغومي په ۲۳ مه د افغان ملي اردو کمانډو سرتېرو او د متحده ایالاتو ځانګړیو ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې په بادغیس ولایت کې د طالبانو یو محبس ویجاړ کړ. د دغو عملیاتو په ترڅ کې، د دوه مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۲ تنه طالبان ووژل شول.

د اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو ملکي خلک او امنیتي منسوبین ... په جوند ولسوالۍ کې خپل محبس ته انتقالول او شکنجه کول. افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په بادغیس ولایت کې د طالبانو له ظلمونو څخه بې ګناه بندیان وژغورل.»

د هرات - بادغیس لویه لاره له طالبانو څخه پاکول

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د سلواغې د ۱۵مې په عملیاتو کې د هرات - بادغیس لویه لاره له طالبانو څخه پاکه کړه.

دغو عملیاتو یاده لویه لاره له شپږ میاشتو بندښت څخه وروسته د ملکي خلکو او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ترافیکو پر مخ پرانستله.

په بادغیس ولایت کې د افغان ملي اردو د ۳مې لوا قوماندان جنرال محمد ابراهیم فضلي سلام ټایمز ته وویل، «د طالبانو له خوا د هرات - بادغیس په لویه لاره ژوند، مال او د لاریو کارګو ته پراخ ګواښونو موجود وو. زمونږ تامیناتي کاروانونه به په لاره ګواښل کېدل. دا د بادغیس د خلکو لپاره یوه حیاتي لاره ده.»

هغه زیاته کړه، «مونږ هوډ لرو چې په دې لاره د ژوند او ملکیت د امنیت د خوندي کولو په برخه کې د افغانانو په وړاندې خپل مسؤلیتونه ترسره کړو،»

د امنیتي پوستو جوړول

د بادغیس ولایت د امنیه قوماندانۍ د استخباراتو مدیر شېراغا الکوزي سلام ټایمز ته وویل، «د افغان ملي اردو، ملي پولیسو، د ملي امنیت ریاست او اتلو کمانډو ځواکونو په شمول، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې دا لویه لاره پرانیزي،»

الکوزي زیاته کړه، «مونږ به د لویې لارې په اوږدو کې هر چېرې چې اړتیا وي، ګټې امنیتي پوستې، د پولیسو پوستې او د ملېشې پوستې جوړې کړو،»

په بادغیس ولایت کې د افغان ملي اردو د کمانډو یوه افسر جګړن روح الله مبارز سلام ټایمز ته وویل، «په هغو سیمو کې چې د طالبانو ګواښ ورته متوجه وو، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه ځای په ځای شوي، او هغوی وکولی شوای چې وضعیت تر کنټرول لاندې راولي. دغو ځواکونو په روښانه توګه دا ثابته کړه چې طالبان نشي کولی چې د جګړې په ډګر کې له دوی سره مخامخ شي. مونږ ډېر خوښ یو چې په سیمه کې غریبو ملکي خلکو ته، چې کورونه یې د طالبانو له خوا لوټ‌ شوي وو او سختې شکنجې یې لیدلې وې، نجات ورکوو.»

په دغه ولایت کې د افغان ملي اردو د کمانډو یوه بل افسر جګړن عبدالاحد سلام ټایمز ته وویل، «دښمن دا وړتیا له لاسه ورکړې چې له مونږ سره مخامخ جګړه وکړي. په کومو سیمو کې چې طالبانو د مقاومت هڅه کړې ده، مونږ سخت ځپلي دي.»

په بادغیس کې د افغان ملي اردو د کمانډو یوه درېیم افسر جګړن یاسین حیدري سلام ټایمز ته وویل، «دا لویه لاره د حکومت او خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري، او مونږ ډېر خوشحال یو چې مونږ وکولی شوای چې دا لویه لاره بېرته پرانیزو. اوس، ملکي خلک کولی شي چې په ارام سره په دې لاره تګ راتګ وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500