ديپلوماسي

په افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل له امله له روسیې څخه د تاوان ورکولو غوښتنې په ډېرېدلو دي

د عمر راپور

ځایي چارواکي او تحلیلګران وایي، روسیه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د طالبانو د ملاتړ پر ځای افغانانو ته تاوان ورکړي.‌ [عمر]

هرات -- د تېرې میاشتې په نیمایي کې په مسکو کې د طالبانو د استازو او د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو تر منځ له جنجالي کتنې څخه وروسته د عامو خلکو له خوا له روسیې څخه دا غوښتنې ډېرې شوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ودروي.

اوس، ځینې افغان مشران او د مدني ټولنې فعالان له روسیې څخه په افغانستان د شوروي اتحاد د ۴۰ کاله مخکې یرغل تاوان غواړي.

د جبران غوښتنې

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د سلواغې په ۲۶مه د شوروي اتحاد د ماتې او له افغانستان څخه د وتلیو په مناسبت د جوړو شویو کلنیو مراسمو په ترڅ کې وویل، پخواني شوروي اتحاد په میلیونونو افغانان ووژل او ټپیان کړل، او روسیه -- چې د شوروي اتحاد وارثه ده -- باید د هغو وحشتونو تاوان پرې کړي چې شوروي عسکرو په افغانانو باندې کړي دي.

هغه وویل،‌ په مسکو کې د سلواغې د ۱۶-۱۷مې خبرې د نه رغېدلو ټپونو یوه بیا یادونه وه.‌

د هرات ولايتي چارواکي د سلواغې په ۲۶مه د هغو افغانانو پر زیارت، چې د ۱۳۵۷ د کب په میاشت کې په هرات ښار کې د افغانستان د کمونست حکومت پر ضد پاڅون کې مړه شوي وو، د ګلانو د حلقې مخې ته دعا کوي. له یادې پېښې څخه ۹ میاشتې وروسته شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ. [عمر]

د هرات ولايتي چارواکي د سلواغې په ۲۶مه د هغو افغانانو پر زیارت، چې د ۱۳۵۷ د کب په میاشت کې په هرات ښار کې د افغانستان د کمونست حکومت پر ضد پاڅون کې مړه شوي وو، د ګلانو د حلقې مخې ته دعا کوي. له یادې پېښې څخه ۹ میاشتې وروسته شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ. [عمر]

پخوانی شوروي عسکر، خکیموف، چې د شیخ عبدالله په نامه هم یادېږي، د سلواغې په ۲۶مه په هرات کې په جهاد موزیم (مزار جهاد) کې ولاړ دی. دغه موزیم په ۱۳۵۸ کال کې د شوروي د یرغل او د افغان مقاومت انځور وړاندې کوي. [عمر]

پخوانی شوروي عسکر، خکیموف، چې د شیخ عبدالله په نامه هم یادېږي، د سلواغې په ۲۶مه په هرات کې په جهاد موزیم (مزار جهاد) کې ولاړ دی. دغه موزیم په ۱۳۵۸ کال کې د شوروي د یرغل او د افغان مقاومت انځور وړاندې کوي. [عمر]

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه کسان، چې مسکو ته ځي څو افغانستان بیا هغو تیارو ورځو ته ورستون کړي، باید پوه شي چې روسانو لا تر اوسه پورې د هغه جنګ تاوان هم نه دی ورکړی چې هغوی په افغانستان باندې تحمیل کړی وو، او هغه درد او فشار چې د هغوی د برید په سبب رامنځته شوي وو، لا تر اوسه پورې نه دي رغېدلي،»

هغه وویل، «هغه کسان، چې په مسکو کې خبرې اترې کوي، باید پوه شي چې هغوی په افغانستان او د عامو افغانانو په منځ کې ځای نه لري. مونږ وایو چې د روسیې فدراسیون باید د ترهګرو په غېږ کې اخیستلو پر ځای له هغو افغانانو سره خبرې وکړي -- چې ۱ میلیون یې هغوی ووژل او ۱ میلیون نور یې ټپیان یا معیوب کړل.»

رحیمي وویل، «په کار وو چې روسیې د افغانستان د ورانولو لپاره د طالبانو د مسلح کولو پرځای یو سړک یا یو پوهنتون جوړ کړی وای،»

د والي د جبران غوښتنې خبرې نورو هغو کسانو هم شریکې کړي دي چې په افغانستان د شوروي په یرغل کې له ستونزو سره مخامخ شوي وو.

په هرات کې د سیاسي چارو تحلیلګر عبدالقادر کامل وویل، «مونږ باید یوه بحث ته ننوځو او داسې یوې اجماع ته ورسېږو چې له روسیې څخه د جنګ تاوان وغواړو،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت باید دا غوښتنه د سیاسي او دپلوماتیکو چینلونو له لارې، چې کولی شي زمونږ د حقونو په خوندي کولو کې مرسته وکړي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې کړي،»

هغه وویل، «افغان حکومت د یوه منتخب اورګان په توګه باید له روسیې څخه د تاوان ترلاسه کولو په هکله پرېکړه وکړي. عام خلک او پارلمان هم باید په دې موضوع کې لاس په کار شي.»

کامل وویل، «که روسیه د افغانستان له خوا د تاوان غوښتنه ردوي، افغان حکومت باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د دې موضوع په هکله یو رسمي شکایت وسپاري،»

د افغانانو پر ضد د روسانو 'ظلمونه'

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، صبغت الله حبیبي، چې تره یې له پخواني شوروي اتحاد سره په جګړه کې وژل شوی وو، وویل، روسیه د هغو بدمرغیو تر شا لاس لري چې د تېرو ۴۰ کالو په ترڅ کې په افغانستان کې پېښ شوي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «شوروي اتحاد په افغانانو باندې هر ډول ظلمونه وکړل. شوروي عسکرو ښځې، سړي او ماشومان د خپلو جیټانو او ټانکونو په وسیله وځپل،» او افغاني ټولنه «به هغه وحشتونه هېر نه کړي».

هغه هغو لویانو ته په اشارې، چې شورویانو وژلي وو، وویل، «زمونږ په کلي کې، شوروي ځواکونو په لسګونو ځوانان، سړي او ښځې وژلي دي او د هغوی کورنیو خپل پلرونه له لاسه ورکړي دي. افغان حکومت او نړۍ واله ټولنه باید له روسیې څخه وپوښتي چې ولې هغوی بې ګناه افغانان ووژل.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي، محسن کریمي، چې ۲۹ کاله عمر لري، وویل، «د افغانستان په هر ځای کې د روسانو د وحشتونو نښې شته،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې د جنګ او ویجاړۍ تر شا عامل روسیه ده. دا جګړه له هغه وخت راهیسې روانه ده چې شوروي اتحاد یرغل وکړ.»

هغه د مسکو غونډې ته په اشارې وویل،د پخوانیو مجاهدینو لپاره دا «یو شرم» دی چې «زمونږ له قاتل څخه سوله غواړي»

د پخوانیو غلطیو تکرار

یوه پخواني شوروي عسکر، خکیموف چې ۵۶ کاله عمر لري، او ۳۳ کاله مخکې مجاهدینو په هرات کې په ټپي حالت کې ونیو، وویل، په افغانستان باندې یرغل «یوه غلطي» وه.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه په مسکو کې پیدا شوی یم او درې کاله مې په افغانستان کې د مجاهدینو پر ضد کار وکړ،» او زیاته یې کړه چې هغه استخباراتي معلومات راټولول او په میدان یې جګړه کوله.

وروسته هغه مسلمان شو او اوس په هرات ښار کې، چې هغه اوس هم په کې ژوند کوي، د جهاد موزیم ساتنه کوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان د شوروي یرغل یوه غلطي وه، او کاش چې هغوی نه وای راغلي. اوس روسیه هڅه کوي چې افغانستان ته سوله راولي خو دا کار د خپلو ګټو لپاره کوي او اړتیا لري چې په خپلو سرحدونو کې امنیت تأمین کړي.»

په هرات کې د سیاسي چارو تحلیلګر محمد رفیق ساحر وویل، روسیې «په افغانستان کې ترخې تجربې لرلې، خو له متحده ایالاتو سره د سیالۍ له امله، هغه غواړي چې په افغانستان کې د خپلو کړیو له لارې په ځانګړیو مسایلو کې مداخله وکړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ډېر لږ داسې چانس شته چې روسیه کولی شي په افغانستان کې خپل سیاسي هدفونه ترسره کړي. په افغانستان کې د روسیې انځور مثبت نه دی، نو هغه به ونشي کولی چې یو د پام وړ رول ولوبوي.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل، «د روسیې له خوا وروستي حرکتونه د افغانستان په مسایلو کې د هغې ښکاره لاسوهنه ښیي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «روسیه هڅه کوي چې شوروي اتحاد بیا جوړ کړي، او زمونږ د هېواد او خلکو په راتلونکي کې مداخله کوي. هغه هر هغه څه چې کولی شي کوي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو او لوېدیځ ګټې له منځه وېسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500