امنیت

د طالبانو مشرتابه ته د ور اوښتو زیانونو له امله د دې ډلې د غړو مورال کمزوری شوی دی

د نجیب الله راپور

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک، وویل چې په دغه ولایت کې د ایتلاف یوه هوایي برید د ۱۳۹۷ د لیندۍ په ۱۰مه لږ تر لږه ۳۲ تنه طالب اورپکي ووژل. د هلمند لپاره د طالبانو تش په نامه والي، عبدالمنان، د هوایي برید په ترڅ کې د ور رسېدلو ټپونو له امله ساه ورکړه. [د ناټو قاطع ملاتړ]

کابل -- ایتلافي او افغان ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر موضع ګانو هوایي بریدونه زیات کړي، چې په نتیجه کې یې د طالبانو د ډلې د یو شمېر مشرانو په ګډون په سلګونو اورپکي وژل شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند، غفور احمد جاوید، د سلواغې په ۲۷مه سلام ټایمز ته وویل،‌«د ترهګرو په موضع ګانو باندې دغه ډول بریدونه به تر هغه وخته پورې دوام وکړي چې ورته اړتیا وي،»

هغه وویل، «یوازې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې، دښمن ته درانه ټکانونه ورکړل شوي دي. د مثال په توګه، په اروزګان ولایت کې د ځینې محلي طالب قوماندانانو په ګډون د طالبانو د ډلې ۲۱ تنه ترهګر غړي په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې وژل شوي دي،»

جاوید وویل، «سربېره پر دې، د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې، د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې نور عملیات ترسره شول، چې په نتیجه کې یې د معاذ او قاري ګلبدین په نومونو دوه محلي ترهګر قوماندانان د هغوی له یو شمېر سړیو سره یوځای ووژل شول،»

د ننګرهار ولایت په مومند دره کې د افغان کمانډو سرتېرو د تهاجمي عملیاتو په ملاتړ د ایتلاف یوه هوایي برید د ۱۳۹۶ د سلواغې په ۱۵مه د اورپکو موضع ګانې ویجاړې کړې. [ایتلافي ځواکونه]

د ننګرهار ولایت په مومند دره کې د افغان کمانډو سرتېرو د تهاجمي عملیاتو په ملاتړ د ایتلاف یوه هوایي برید د ۱۳۹۶ د سلواغې په ۱۵مه د اورپکو موضع ګانې ویجاړې کړې. [ایتلافي ځواکونه]

د افغان ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو توپچي ټیم د تېر چنګاښ په ۲۴مه د هلمند ولایت په شورابک کمپ کې د ژوندي اورني تمرین په ترڅ کې د توپ ډزې کوي. [ایتلافي ځواکونه]

د افغان ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو توپچي ټیم د تېر چنګاښ په ۲۴مه د هلمند ولایت په شورابک کمپ کې د ژوندي اورني تمرین په ترڅ کې د توپ ډزې کوي. [ایتلافي ځواکونه]

هغه وویل، «په وروستیو میاشتو کې په لسګونو طالب قوماندانان او د دغه ګروپ مشران وژل شوي دي،»

د ایتلافي ځواکونو په وینا، په هغو مهمو طالب مشرانو کې، چې د لیندۍ له میاشتې راهیسې وژل شوي دي، د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مسؤل ملا احمد، د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د په لاس جوړو چاودېدونکو وسیلو د عملیاتو قوماندان مولوي مدد، د هلمند ولایت لپاره د طالبانو تش په نامه والي ملا منان، د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو لپاره مالي مسؤل شېراغا، د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې یو جیګپوړی قوماندان محب جان چې د هارون په نامه هم یادېده، او د اروزګان ولایت په ترین کوټ کې یو قوماندان ملا جناب شامل دي.

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت یوې ویاندې، ضابطې ډېبرا ریچارډسن، په یوه ایمیل کې سلام ټایمز ته وویل، «طالبان باید پوه شي... چې د هغوی تاوتریخوالید هغوی د خپلې وینا پر ضد دی،»

هغې وویل، «څو چې هغوی په دې پوهېږي، زمونږ افغان شریکان به د هغوی پر ضد جنګ کوي،‌ او مونږ به افغان امنیتي ځواکونو ته دا وړتیاوې ورکوو چې نوښت وکړي او بریا ترلاسه کړي،»

د تلفاتو ډېرېدل، د مورال لوېدل

د افغان تحلیلګرانو په وینا، په طالبانو باندې د فشار زیاتوالي او د هغوی د تلفاتو د شمېر ډېرېدا د یادې ډلې د افرادو تر منځ، چې غواړي له جنګ څخه ژوندي پاتې شي، اندېښنې راولاړې کړي دي.

په کابل کې د افغان اردو یوه پخواني افسر، متقاعد ډګروال عبدالغفار ګردېزي، سلام ټایمز ته وویل، «په وروستیو کې، مونږ ولیدل چې د افغان ځواکونو او همدارنګه د نړۍ والو ځواکونو له خوا ترسره کېدونکي بریدونه ډېر شوي دي، چې په نتیجه کې یې د دښمن خوا ته تلفات زیات شول،»

هغه زیاته کړه، «په جنګونو کې، د تلفاتو په شمېر کې هر ډول ډېرښت د هغه ګروپ د نورو غړو مورال کمزوری کوي، چې په نتیجه کې یې پاتې غړي یوازې هڅه کوي چې ځانونه خوندي کړي،»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، احمد بهروز، سلام ټایمز ته وویل، هغه هوایي بریدونه چې د طالبانو مواضع په نښه کوي، هم په وروستیو کې زیات شوي دي، چې په نتیجه کې یې د تلفاتو په شمېر کې ډېرښت راغلی دی.

بهروز د تېرې میاشتې په نیمایي کې په مسکو کې د طالبانو د استازو او د افغان حکومت د مخالفو سیاستوالو تر منځ ترسره شوې یوې غونډې ته په اشارې وویل، «هوایي بریدونه، په ځانګړې توګه هغه چې د نړۍ وال ایتلاف د ځواکونو له خوا ترسره کیږي، د طالبانو تر منځ وېره دومره زیاته کړې چې ان په مسکو کې د یادې ډلې استازو غوښتنه وکړه چې د هغوی هوایي بریدونه دې پای ته ورسول شي،»

هغه وویل، «که په طالبانو باندې بریدونه او فشار دوام وکړي، د دغه ګروپ د منځنۍ او ټیټې کچې غړي به له دې دوه لارو څخه یوه انتخابوي چې:‌یا به وژل کیږي، یا به د طالبانو لیکې پرېږدي،»

سوله انتخابول

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال او د افغانستان د مدني حرکت مشر، مهدي مبشر، سلام ټایمز ته وویل، «داسې ښکاري چې طالبانو ته په وروستیو وختونو کې د جنګ په ډګر کې درانه تلفات وراوښتي دي، او دا داسې یو پرمختګ دی چې د یادې ډلې د غړو په مورال یې منفي تاثیر کړی دی،»

هغه وویل، «د طالبانو د یو شمېر غړو له خوا په وروستیو کې د سولې پروسې سره د یوځای کېدلو اقدام د ایتلافي او افغان ځواکونو له خوا د هوایي بریدونو د فشار نتیجه ده،»

د مثال په توګه، په کاپیسا ولایت کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز قوماندان نجیب الله ساپی وایي، چې د سلواغې په ۲۷مه، په کاپیسا ولایت کې ۴۴ طالبانو جنګ بس کړ او د سولې پروسې سره یوځای شول.

ساپي ځایي رسنیو ته وویل، د طالبانو د دوه قوماندانانو په ګډون د یادې ډلې پخوانیو اورپکو په نجراب ولسوالۍ کې د حکومت پر ضد فعالیتونه ترسره کول.

په یوه جلا پېښه کې، د سلواغې په ۹ مه د طالبانو دوه نورو ګروپونو، چې شمېر یې ۳۰ اورپکو ته رسېده، خپلې وسلې کېښودې او د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د سولې پروسې سره یوځای شول.‌

هغه وویل، هغوی وروسته له هغه تسلیم شول چې د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې د کاپیسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې عملیات وشول او د څو مشرانو په ګډون ډېر طالب اورپکي په کې ووژل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سوله یوازې پخپله افغانان کولی شي. د سولې کیلي زمونږ په خپل لاس کې ده، او له ګاونډیانو سره هېڅ تړاو نه لري، خو مونږ باید خپلې هڅې سره شریکې کړو. محبوب الله شهید زاده، لرغونی هرات

ځواب ورکړئ

سوله دا وخت د ټول هېواد لپاره ګټوره ده.

ځواب ورکړئ

زه له افغانستان سره مینه لرم...‌ زما زړه افغان ...

ځواب ورکړئ

هغه وخت چی آمریکایانو پر پاکستان استخبارات شبکی یا isi فشار زیاده کری نو کیدی شی طالبان صلح پروسی ته ار کلری

ځواب ورکړئ

سوله نه د امريکا کار دى او نه د پاکستان تر څو چې مو خپل منځى اختلاف ختم شوي نه وي نو سوله ناشونى ده زما هيله د خپلو هيواد والو نه دا ده چې د خپل شته حکمت نه ملاتړ غلان کړى او په خپل ولس رحم وکړى بس ستاسو د لاسه مو په سلګونو خوندى کونډيږى او ميندى مو بوريکيږى د الله په خاطر که هغه حکمتيار قصاب وى که دوستم قصاب وى او که نور پردي چاسوسان وى نور بس بس بس د الله په خاطر الله مو خپل کور د جنازو مه خاليکوا

ځواب ورکړئ

سوله د هر افغان هیله ده. هره پوځي اداره چې په دې سیمه کې کار کوي، دلته د خپلې لوبې د ترسره کولو لپاره راغلې ده. مونږ په دغه ډول جعلي شریکانو باور له لاسه ورکړی دی او هغه حماقت دی.‌ ترهګر د پاکستان له خوا تولیدیږي، روزل کیږي او په مالي لحاظ تمویلیږي او د بهرنیو یاغیانو او نورو ترهګرو ګروپونو د کارونو قربانیان افغانان دي.‌

ځواب ورکړئ

څو چې د ترورستانو د روزنې، تمویل او قوماندې اصلي مرکزونه چې اکثر یې د پاکستان په کویټه ښار کې دي ویجاړ نشي تر هغه به په افغانستان کې بې ګناه عام خلک، عسکر او د افغان سرتیرو نړۍ وال روزونکي او ملاتړ کوونکي وژل کیږي او افغانستان به ورانیږي خو که پاکستان همداسې پریښودل شي دا اور به په افغانستان کی پاتی نشي او ډیر امکان شته چې د نړۍ نورو برخو ته هم انتقال شي. پاکستان د ترهګرو ځاله او د پاکستان او پوځي استخباراتو د ترهګرو روزونکي دي.

ځواب ورکړئ