امنیت

په ننګرهار کې نور طالبان او د داعش جنګیالي د سوله ییز ژوند په هیله تسلیم شول

د خالد زېري راپور

طالب او داعش جنګیالي د سلواغې په ۳۰ مه د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې مقاماتو ته تسلیم شول. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

طالب او داعش جنګیالي د سلواغې په ۳۰ مه د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې مقاماتو ته تسلیم شول. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

جلال اباد -- په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش ډېر او لا ډېر غړي وروسته له دې، چې اطمینان یې زیات شو چې حکومت ته د هغوی تسلیمېدا کولی شي چې سوله او امنیت راولي،د داسې لارې لټون کوي چې د جګړې ډګر پرېږدي.

د طالب جنګیالیو یوه ۱۸ کسیز ګروپ او د داعش جنګیالیو یوه درې کسیز ګروپ د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۳۰ مه/ ځانونه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست منسوبینو ته تسلیم کړل.

هغوی د ننګرهار ولایت په غني خېلو، بټي کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې فعال ول.

'یو بهتر او سوله ییز ژوند'

د تسلیم شویو طالبانو د ګروپ قوماندان، جان محمد، خبریالانو ته وویل،‌«زه او زما ملګري ډېر پخوا په دې پوه شوي وو چې د طالبانو جنګ زمونږ جنګ نه دی، خو مونږ ته دا فرصت په لاس نه راته چې د جګړې ډګر پرېږدو او را وځو،»

په عکس کې د هغو تسلیم شویو طالبانو او داعش اورپکو وسلې ښودل شوي چې د سلواغې په ۳۰ مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې تسلیم شول. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

په عکس کې د هغو تسلیم شویو طالبانو او داعش اورپکو وسلې ښودل شوي چې د سلواغې په ۳۰ مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې تسلیم شول. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

هغه وویل، «کله چې مونږ د ملي امنیت ریاست سره خبرې وکړې، هغوی مونږ ته اطمینان راکړ چې هغوی به مونږ ته هره هغه مرسته چې مونږ ورته اړتیا لرو، برابره کړي،»

جان محمد وویل، «هغه څه چې مونږ یې ډېر وهڅولو دا وو چې زمونږ هغه ملګري چې پخوا یې تاوتریخوالی پرېښی او تسلیم شوي ول، اوس یو بهتر ژوند لري،‌ او دغه حالت مونږ مطمئن کړو چې مونږ به هم یو بهتر او سوله ییز ژوند ولرو،»

د دغه ګروپ یوه بل غړي عبدالرحیم وویل، «زه د لسو کسانو سرګروپ وم. زما ځینې جنګیالي تسلیم شوي او نور نه دي تسلیم شوي، خو هغوی به راشي او له ځانونو سره به نور طالب یاغیان هم راولي.»

هغه خبریالانو ته وویل، «ټول طالبان له جګړې څخه ستړي شوي دي. که حکومت هڅه وکړي او هغو کسانو ته چې غواړي تسلیم شي، کاري فرصتونه ورکړي، دا به له هغوی سره مرسته وکړي چې د ژوند څوری پرې وګټي او نور به هم تشویق کړي چې دا لاره تعقیب کړي.»

سوله یوازنۍ لاره ده

د ننګرهار نوي ټاکل شوي والي شاه محمود میاخېل وویل، «دغو ۱۸ طالب او درې داعش جنګیاليو، چې تاوتریخوالی یې پرېښی او ژر به یو عادي ژوند پیل کړي، له کلونو راهیسې د حکومت پر ضد جنګ کړی دی،»

هغه د جنګیالیو د تسلیمۍ په منابست جوړو شویو مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «داعش په ننګرهار کې له منځه وړل شوی،‌ او د طالبانو زور هم اوبه شوی دی،»

هغه وویل، «زمونږ ولسمشر هغوی ته د سولې وړاندیز کړی، او مونږ غواړو چې سوله وکړو. سوله هغه یو شی دی چې کولی شي دا اوږد جنګ پای ته ورسوي. مونږ هغو کسانو ته چې په ریښتیا یې په وطن زړه خوږیږي، ښه راغلاست وایو.»

میاخېل وویل، «هغه چې احساس نه لري، مونږ پوهېږو چې له څه ډسپلین څخه ورسره کار واخلو. هغه چې غواړي جنګ وکړي، زمونږ امنیتي ځواکونه پوهېږي چې هغوی ته څنګه ځواب ووایي

په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت ریاست رییس ډګر جنرال نظرعلي واحدي په یادو مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «په تېرو ۷ میاشتو کې د ۹۰ داعشیانو په شمول ۴۰۰ جنګیالي یا حکومت ته تسلیم شوي یا په ننګرهار کې د سولې پروسې سره یوځای شوي دي،»

هغه وویل، «یو ډېرېدونکی شمېر داعش او طالب جنګیالي اراده لري چې د سولې پروسې سره یوځای شي، او مونږ به ژر ډېر نور ورته خبرونه واورو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500