ديپلوماسي

خلیلزاد له طالبانو سره تازه خبرې پیل کړې: 'اوس کار په جدي توګه پیل کیږي'

ای اېف پي

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کب په ۳ مه، د قطر پلازمېنې دوحې ته د طالبانو د مذاکراتو له یوې ډلې سره د سولې د خبرو لپاره له روانېدلو څخه مخکې، د ترکیې په مرکز انقره کې له یوه محلي ژورنالست سره د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. [د زلمي خلیلزاد دفتر/ټوېټر]

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کب په ۳ مه، د قطر پلازمېنې دوحې ته د طالبانو د مذاکراتو له یوې ډلې سره د سولې د خبرو لپاره له روانېدلو څخه مخکې، د ترکیې په مرکز انقره کې له یوه محلي ژورنالست سره د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. [د زلمي خلیلزاد دفتر/ټوېټر]

دوحه -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ /د کب ۶ مه/ په دوحه کې د طالبانو جیګپوړي سیاسي مشر سره وکتل. باور کیږي چې دا د سولې د هغو هڅو له پیل راهیسې، چې میاشت مخکې یې زور واخیست، د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د تر ټولو لوړې سطحې خبرې دي.

خلیلزاد، په داسې حال کې چې متحده ایالات له خپل تر ټولو اوږده جنګ څخه د راوتلو لپاره لاره ګوري، په یوه ټویټ کې لیکلي چې هغه او د طالبانو د مؤسس شریک، ملا عبدالغني برادر، له یاغي ډلې سره د خبرو د نوې دورې له پیل کېدلو څخه مخکې یوه «کاري غرمنۍ» لرله.

خلیلزاد له برادر سره له خبرو څخه مخکې په یوه ټویټ کې لیکلي، «اوس کار په جدي توګه پیل کیږي،»

د مذاکراتو دا نوې دوره د تېرې میاشتې په شپږ ورځنیو خبرو پسې وروسته راځي چې د پرمختګ لپاره یې هیلې وغوړولې .

د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د کب په ۲مه په کابل کې د 'ښوونه او روزنه انتظار نه کوي' د پرانستې په مراسمو کې خبرې کوي. [عبدالله عبدالله/فیسبوک]

د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د کب په ۲مه په کابل کې د 'ښوونه او روزنه انتظار نه کوي' د پرانستې په مراسمو کې خبرې کوي. [عبدالله عبدالله/فیسبوک]

هغه وخت دواړو خواوو خبره د داسې یوه «چوکاټ په مسوده» خلاصه کړه چې طالبانو په کې ژمنه کړې وه چې افغانستان به د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره یو خوندي ځای نه جوړیږي.

د طالبانو د ویاند په وینا،‌ برادر د یکشنبې په ورځ ناوخته /د کب ۵ مه/ قطر ته ورسېد.

غټې تمې

دا لا معلومه نه ده چې برادر به په خبرو کې څه رول ولري، خو د دغه بانفوذه مشر د حضور په هکله داسې باور کیږي چې د طالبانو په منځ کې پراخ ملاتړ لري او دغه حالت تمې غټې کړي دي.

په کابل کې مېشت تحلیلګر احمد سعیدي ای اېف پي ته وویل، «دا حقیقت، چې د طالبانو مرستیال ملا برادر په خبرو کې برخه اخلي، ښیي چې دواړه لوري دا وخت جدي دي،»

د افغانستان د سولې ځانګړي استازي محمد عمر داودزي هم د برادر برخه اخیستنه وستایله او ویې ویل چې دغه د یاغیانو مشر د هغه د «خپلواکۍ» او «سختو پرېکړو» کولو له امله نوم لري.

داودزي په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته وویل، «زه هیله لرم چې هغه به له خپلې خپلواکۍ څخه په استفادې ژر تر ژره د سولې په هکله پرېکړه وکړي،»

برادر په ۱۳۸۹ کال کې په پاکستان کې ونیول شو خو د لړم په میاشت کې خوشې کړای شو او بیا په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس وټاکل شو.

هغه له اوږدې مودې راهیسې په ملا محمد عمر پسې،‌ چې په ۱۳۹۲ کې مړ شو، د طالبانو دویم لوی مشر بلل کېده.

په ورته وخت کې، په کابل کې حکومت له طالبانو سره د مستقیمو خبرو کولو لپاره خپل غږ تکرار کړ.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ په تلوېزیون خپره شوې یوه وینا کې وویل، «طالبان لا هم دې ته تیار نه دي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي، خو مونږ تیار یو. مونږ فکر کوو چې د طالبانو نه صداقت یوازنی خنډ دی،»

«مونږ دې منعطف او چمتو یو چې داسې یو ټیم جوړ کړو چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که افغان حکومت په جدي توګه غواړي چې دې بحران ته د پای ټکی کېږدي، هغه باید د مخکښو سیاسي ګوندونو او بانفوذو حکومتي موسساتو یو قوي، باصلاحیته ټیم جوړ کړي، او له مخالفینو سره مذاکرات پیل کړي. په داسې حالت کې به طالبان د مذاکره کوونکو داسې ټیم قبول کړي.‌

ځواب ورکړئ