امنیت

افغانان د طالبانو له خوا واک ته د بیا رسېدلو پر وخت د ژوند یو تیاره انځور وړاندې کوي

ای اېف پي

کورني بې ځایه شوي افغانان د سلواغې په ۲۰ مه، چې د اروزګان ولایت په ده راود ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتو له امله له خپلو سیمو څخه راوتلي دي، په کندهار ولایت کې لیدل کیږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کورني بې ځایه شوي افغانان د سلواغې په ۲۰ مه، چې د اروزګان ولایت په ده راود ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتو له امله له خپلو سیمو څخه راوتلي دي، په کندهار ولایت کې لیدل کیږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کندهار -- علي احمد علیزی، چې طالب جنګیالي یې دروازه ورټکوي او د خوړو، سرپناه یا د هغه له په سختۍ ګټلو پیسو څخه د خپل یاغیتوب د دوام لپاره د استفادې په خاطر ترې یوه برخه غواړي، له دې پرته چې د هغوی خبره ومني، بله لاره نه لري.

په هلمند ولایت کې د طالب تر کنټرول لاندې یوې ولسوالۍ څخه دغه بزګر د ټیلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل، «طالبانو دلته دکتاتوري کوي. هغوی خپل قوانین لري. مونږ یو څه امنیت لرو خو ازادي نه لرو.»

په داسې حال کې چې د سولې د خبرو لپاره شرایط جوړېږي او د دوشنبې په ورځ /د کب په ۶ مه/ په دوحه کې د طالبانو او واشګنټن تر منځ د مذاکراتو یوه نوې دوره پیل کیږي، د ده په څېر افغانانو کیسې داسې یو انځور وړاندې کوي چې که اورپکي بیا واک ترلاسه کړي، د خلکو ژوند به څنګه وي.

د سرسخته اسلامي عدالت په طریقه کې تعصب چې د طالبانو پخوانی رژیم پرې مشهور وو، په خپل ځای ثابت دی چې نن ورځ د هغوی کنټرول لاندې کلیوالو سیمو کې نافذ دی.

د تېر لړم په میاشت کې په پروان ولایت کې د طالب جنګیالیو تر نظارت لاندې زده کوونکي مجبورېږي چې قران کریم حفظ کړي. [آرشیف]‌

د تېر لړم په میاشت کې په پروان ولایت کې د طالب جنګیالیو تر نظارت لاندې زده کوونکي مجبورېږي چې قران کریم حفظ کړي. [آرشیف]‌

عبدالباري، چې خپل کور یې د اروزګان ولایت په داسې یوه سیمه، چې طالبان پرې حاکم دي، درې میاشتې مخکې پرېښی دی، د طالبانو تر سپین بیرغ لاندې ژوند په هکله خفه کوونکې خبرې وکړې.

دغه ۶۶ کلن سړي په کندهار کې چیرې چې هغه او د هغه کورنۍ ورتښتېدلي دي، ای اېف پي ته وویل، «هغوی وخت په وخت په عام محضر کې خلک اعدامول،»

«د هغوی جنګیالیو به د نورو خلکو په رابطه فیصلې کولې.»

طالبان 'بدل شوي نه دي'

په لندن کې د ماوراءالنهر یا بهرنیو هېوادونو د پرمختیایي انسټیټیوټ یوه مرستیال سرمحقق، اشلي جېکسن، وویل، د هېواد په ډېرو برخو -- حتی په هغو سیمو کې چې په ښکاره د حکومت تر کنټرول لاندې دي -- د طالبانو محکمې عدلي پرېکړې کوي.

د هغوی تر سرسخته شرعي قانون لاندې په چټکۍ سره حکمونه صادرېږي، او سزاګانې یې سختې دي، چې د غلا په بدل کې د لاسونو يا پښو له قطع کېدلو څخه نیولې د سړک په غاړه د ملامتو بندیانو تر اعدامونو پورې رسېږي.

سید عمر، چې په اروزګان کې د طالبانو د ظلمونو له امله راتښتېدلی دی، وویل، ملکي خلک «له هغوی څخه وېرېږي».

هغه وویل، «هغوی بدل شوي نه دي، هغوی عین هغسې دي لکه د خپلې واکمنۍ په وخت چې ول،»

په کندهار کې له یوه بل ځای څخه یوه دوکاندار محمد قاسم د ټیلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل، اورپکو سمارټ فونونه بند کړي او ښځې یې کورونو پورې محدودې کړي دي -- چې ساعت عملاً بېرته ۱۳۷۵ ته چې هغوی واک په کې ترلاسه کړ، ورګرځوي.

خو هغوی له سړیو سره د ږیرو لنډولو په برخه کې یو څه نرمي کوي -- په داسې حال کې چې د خپلې واکمنۍ پر وخت به یې دغه ډول کسان په دره وهل.

طالبانو ای اېف پي ته ویلي چې هغوی، د هغې ولسواکۍ پر خلاف چې په ۱۳۸۰ کې حاکمه شوه، غواړي چې «یو اسلامي نظام» جوړ کړي.

په ورځني ژوند او ښځو باندې بندیزونه

د بشري حقونو د څار جیګپوړې محققې هیتر بار وویل، په ځینې سیمو کې طالبان نجونو ته «چې که د هلکانو او نجونو زده کړې سره جلا وي، ښوونکې ښځې وي او د نصاب کنټرول د طالبانو په لاسونو کې وي، لاړې شي» وخت ورکوي چې ابتدایي ښوونځیو ته لاړې شي.‌

هغې وویل، خو دا «د ریشخند وړ او خطرناک کار دی» چې څوک ووایي چې طالبانو خپل دریځونهنرم کړي دي.‌

هغې وویل،‌«ابتدایي زده کړو ته د نجونو محدودول له ښځو څخه ډېر نفرت دی. ډېر خلک په دې استدلال کې له عجلې څخه کار اخلي چې وایي له طالبانو سره هوکړه به د ښځو لپاره ښه وي. ښځې ډېرې پوهېږي -- خو آیا کوم څوک د هغوی خبرو ته غوږ ږدي؟»

قاسم زیاته کړه، چې خلک له دغو محدودیتونو سره خوښ نه ول. د طالبانو د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته په هغو کې تغیر راغی.

هغه ای اېف پي ته وویل، «دا ځل، که هغوی بدل نشي، کېدی شي چې دا کار یو سخت عکس العمل رامنځته کړي،»

د طالبانو یوه پخوانی قوماندان ملا رؤف وویل چې طالبانو تغیر کړی دی.‌

هغه په کندهار ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې پنجوایي ولسوالۍ څخه د ټیلیون په لیکه ای اېف پي ته وویل، «هغوی نشي کولی چې نور یو سرسخت حکومت ولري. هغه ډول حکومت د نړۍ په هېڅ ځای کې نشته،»

د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې غړي توماس روتیګ وویل، طالبانو خپله ایډیالوجي پرېښې نه ده بلکې پوهېږي چې «هغوی نشي کولی چې د خلکو له خوښې پرته حکومت وکړي،» نو له دې امله ښایي چې یو څه جوړجاړی ومني.

هغه ای اېف پي ته وویل، «خو که دا حالت د ډېرو افغانانو لپاره -- چې د طالبانو د واکمنۍ په نسبت یې بېخي د جلا واکمنۍ خوند ولیده -- د خوښې وړ وي بیا نو دا د افغانانو خپله خوښه ده چې پرېکړه وکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500