تروريزم

طالبان او داعش ملکي خلک 'په قصدي توګه' په نښه کوي چې ورسره د مړینو شمېر زیات شوی دی

سلام ټایمز او ای اېف پي

په کابل کې د ډسمبر په ۲۴مه له یوه موټر بمي برید څخه وروسته په وزیراکبرخان روغتون کې د یوه ټپي افغان درملنه کیږي. د کورنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وویل، اورپکو لومړی یوه موټر بم ته چاودنه ورکړه او بیا هغې ودانۍ ته ننوتل چې د فواید عامې وزارت او د کار، اجتماعي چارو، شهیدانو او معیوبینو د وزارت یوه څانګه په کې واقع ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۴مه/ خپاره کړي یوه راپور کې ویلي، چې د نژدې دوه لسیزو د جنګ په ترڅ کې د بل هر کال په نسبت په ۲۰۱۸ کال کې ډېر ملکي خلک وژل شوي دي.

د دغه راپور په اساس، په ۲۰۱۸ کال کې زیات شوی تاوتریخوالی د مړینو له هغه شمېر سره مصادف دی چې «په قصدي توګه د ملکیانو د نښه کولو» په سبب رامنځته شوی دی، او اکثر یې له طالبانو یا اسلامي دولت سره د متحدو یاغیانو له خوا ترسره شویو ځانمرګو بریدونو څخه سرچینه اخلي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس، په داسې حال کې چې ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو د هېواد په بېلابېلو برخو کې قتل او قتال وکړ، د ملکي خلکو مړینې له ۲۰۱۷ کال څخه د ۳۸۰۴ په شمېر زیاتې شوي او ۷۱۸۹ ټپیان شوي دي.‌

دا راپور یوه ورځ مخکې له هغه خپور شو چې متحده ایالات او طالبان د شخړې د پای ته رسولو لپاره د خپلو خبرو یوه بله دوره ترسره کوي، او د سولې لپاره احتمالي هیلې غوړېږي.

ټپي شوي افغان سړي د کابل په وزیراکبرخان روغتون کې د نومبر په ۲۱مه، په مذهبي مراسمو له یوه ځانمرګي برید څخه یوه ورځ وروسته، درملنه ترلاسه کوي. چارواکو وویل چې د نومبر د ۲۰ مې په برید کې لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل شول او له ۷۲ څخه ډېر نور ټپیان شول. دا په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه یو وو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، د تېرې لسیزې په ترڅ کې له هغه وخت راهیسې چې دغې موسسې د ارقامو راټولول پیل کړي، دي لږ تر لږه ۳۲۰۰۰ ملکي خلک وژل شوي او ۶۰۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د موسسې رییس تدامیچي یاماموتو وویل، «اوس د دې وخت دی چې انساني بدمرغۍ او تراژیدۍ ته د پای ټکی کېښودل شي،»

هغه وویل، «د ملکي خلکو د وژلو او معیوبولو د مخنیوي غوره لاره دا ده چې جنګ ودرول شي،»

تاوتریخوالی خپرېدل

په ۲۰۱۸ کال کې لږ تر لږه ۶۵ ځانمرګي بریدونه ثبت شوي -- چې اکثر یې په کابل کې شوي دي -- او د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۲۲۰۰ څخه د ډېرو ملکي خلکو د مړینې مسؤل اورپکي بلل شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو او داعش جنګیالیو پر ضد د ایتلافي او افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې زیاتوالي هم په ۲۰۱۸ کې د ملکي خلکو مړینې ته لاره هواره کړې ده، چې له ۵۰۰ څخه ډېر ملکي خلک «د ریکارډ له پیلېدلو راهیسې په لومړي ځل په هوایي عملیاتو کې» وژل شوي دي.‌

د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې «دغه اداره د یاد راپور ارزونه کوي. افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه ډیر احتیاط کوي چې په ټولو پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي،‌ او په دې مسئله باندې تل تاکید شوی او تعقیب شوې ده.»

یاماماټو چې په ټولو اړخونو یې غږ کړی چې د ملکي خلکو د مړینو د شمېر د ډېرښت د ودرولو لپاره زیات ګامونه واخلي، وویل، د ملکي خلکو تلفات «په کلي ډول د منلو نه دي».

افغانستان په ۱۹۷۹ کې د شوروي له اشغال راهیسې، چې وروسته ورپسې کورنۍ جګړه ونښته، د طالبانو رژیم واک په لاس کې واخیست او د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د متحده ایالاتو له خوا برید وشو، تقریباً په ثابت ډول له ستونزو څخه کړېږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500