کابل -- ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۴مه/ خپاره کړي یوه راپور کې ویلي، چې د نژدې دوه لسیزو د جنګ په ترڅ کې د بل هر کال په نسبت په ۲۰۱۸ کال کې ډېر ملکي خلک وژل شوي دي.
د دغه راپور په اساس، په ۲۰۱۸ کال کې زیات شوی تاوتریخوالی د مړینو له هغه شمېر سره مصادف دی چې «په قصدي توګه د ملکیانو د نښه کولو» په سبب رامنځته شوی دی، او اکثر یې له طالبانو یا اسلامي دولت سره د متحدو یاغیانو له خوا ترسره شویو ځانمرګو بریدونو څخه سرچینه اخلي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس، په داسې حال کې چې ځانمرګو بریدونو او بمي چاودنو د هېواد په بېلابېلو برخو کې قتل او قتال وکړ، د ملکي خلکو مړینې له ۲۰۱۷ کال څخه د ۳۸۰۴ په شمېر زیاتې شوي او ۷۱۸۹ ټپیان شوي دي.
دا راپور یوه ورځ مخکې له هغه خپور شو چې متحده ایالات او طالبان د شخړې د پای ته رسولو لپاره د خپلو خبرو یوه بله دوره ترسره کوي، او د سولې لپاره احتمالي هیلې غوړېږي.
د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، د تېرې لسیزې په ترڅ کې له هغه وخت راهیسې چې دغې موسسې د ارقامو راټولول پیل کړي، دي لږ تر لږه ۳۲۰۰۰ ملکي خلک وژل شوي او ۶۰۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د موسسې رییس تدامیچي یاماموتو وویل، «اوس د دې وخت دی چې انساني بدمرغۍ او تراژیدۍ ته د پای ټکی کېښودل شي،»
هغه وویل، «د ملکي خلکو د وژلو او معیوبولو د مخنیوي غوره لاره دا ده چې جنګ ودرول شي،»
تاوتریخوالی خپرېدل
په ۲۰۱۸ کال کې لږ تر لږه ۶۵ ځانمرګي بریدونه ثبت شوي -- چې اکثر یې په کابل کې شوي دي -- او د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۲۲۰۰ څخه د ډېرو ملکي خلکو د مړینې مسؤل اورپکي بلل شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې د طالبانو او داعش جنګیالیو پر ضد د ایتلافي او افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې زیاتوالي هم په ۲۰۱۸ کې د ملکي خلکو مړینې ته لاره هواره کړې ده، چې له ۵۰۰ څخه ډېر ملکي خلک «د ریکارډ له پیلېدلو راهیسې په لومړي ځل په هوایي عملیاتو کې» وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د یکشنبې په ورځ /د فبرورۍ ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې «دغه اداره د یاد راپور ارزونه کوي. افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه ډیر احتیاط کوي چې په ټولو پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي، او په دې مسئله باندې تل تاکید شوی او تعقیب شوې ده.»
یاماماټو چې په ټولو اړخونو یې غږ کړی چې د ملکي خلکو د مړینو د شمېر د ډېرښت د ودرولو لپاره زیات ګامونه واخلي، وویل، د ملکي خلکو تلفات «په کلي ډول د منلو نه دي».
افغانستان په ۱۹۷۹ کې د شوروي له اشغال راهیسې، چې وروسته ورپسې کورنۍ جګړه ونښته، د طالبانو رژیم واک په لاس کې واخیست او د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د متحده ایالاتو له خوا برید وشو، تقریباً په ثابت ډول له ستونزو څخه کړېږي.