تکنالوژي

د افغانستان د دولتي مقرریو نوی سیستم هڅه کوي چې اداري فساد له منځه وېسي

د سلیمان راپور

په کابل کې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون (IARCSC) کې یو شمېر افغانې ښځې د سلواغې په ۲مه د حکومتي وظایفو لپاره د هغوی د عریضو د برخې په توګه د کمپیوټر له لارې امتحان ورکوي. [IARCSC]

په کابل کې د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون (IARCSC) کې یو شمېر افغانې ښځې د سلواغې په ۲مه د حکومتي وظایفو لپاره د هغوی د عریضو د برخې په توګه د کمپیوټر له لارې امتحان ورکوي. [IARCSC]

کابل -- افغان حکومت د کمپیوټر په اساس د امتحان اخیستلو د داسې یوه نوي سیستم کارول پیل کړي چې د دولتي څانګې عارضانو ته فرصت ورکوي چې د هغوی د وړتیاوو په اساس چاڼ شي او د اداري فساد، رشوت اخیستنې او د ارتباطاتو په اساس مقررۍ مخه ونیسي.

د هېواد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون (IARCSC) ویاند فرید احمد سلام ټایمز ته وویل، «افغان کارپوهانو دوه سافت ویر اپلیکیشنونه جوړ کړي -- چې یو د کمپیوټر په اساس امتحان اخیستنې او بل د آنلاین ساین آپ یا نوم لیکنې کار کوي،»

هغه وویل، «ټول افغانان کولی شي چې د یوې ځانګړې وظیفې لپاره په آنلاین توګه د عریضې یا غوښتنلیک فورمه ډکه کړي او په هېواد کې له هر ځای څخه یې وسپاري. هغوی مجبور نه دي چې کابل ته راشي او خپلې عریضې تسلیم کړي.»

احمد وویل، دغه سیستمونه افغان انجنیرانو جوړ کړي دي.‌

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون (IARCSC) یو ځانګړی هیئت د سلواغې په ۹مه په کابل کې د یوې حکومتي وظیفې لپاره له یوه عارض سره مرکه کوي. [IARCSC]

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون (IARCSC) یو ځانګړی هیئت د سلواغې په ۹مه په کابل کې د یوې حکومتي وظیفې لپاره له یوه عارض سره مرکه کوي. [IARCSC]

احمد وویل، «تر دې مخکې، مونږ د ملکي مامورینو د استخدام په پروسه کې ډېرې ستونزې لرلې،»

هغه وویل، «پخوا، ځواکمنو کسانو له خپل نفوذ څخه په کار اخیستنې خپل خپلوان او دوستان مقررول او مستحق او لیاقت لرونکي کاندیدان یې له پامه غورځول، او د رشوت اخیستنې پېښې هم رامنځته شوي دي. هغه کاندیدان چې د سیستم له داخل څخه ورسره علاقه مندي نه وه، د هغوی نومونه په شارټ لست کې نه راتلل،»

احمد وویل، په نوي سیستم کې، یو امتحان ورکوونکی یو حساب پرانیزي او د کمپیوټر په سکرین یو امتحان ویني. هغه د امتحان له بشپړولو څخه وروسته سمدلاسه نتیجه ترلاسه کوي.‌

احمد وویل، «د کمپیوټر په اساس امتحان اخیستنې پروسه ډېره صحیح او شفافه ده، او د هر ډول انساني مداخلې مخه نیسي. دا به وړتیا لرونکو کارپوهانو ته وخت ورکړي چې حکومتي ادارو ته لاره ومومي، او په پایله کې به اداري فساد له منځه وېسي.»

شفافیت ته وده ورکول

احمد سلام ټایمز ته وویل، په دې پنځو میاشتو کې یعنې له هغه وخت راهیسې چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون (IARCSC) د کمپیوټر په اساس سیستم معرفي کړی دی، «د استخدام په پروسه کې د رشوت اخیستنې، د ارتباط په اساس مقررۍ او د ځواکمنو کسانو له خوا د مداخلې چانسونه صفر ته راښکته شوي دي، او ورسره د اداري فساد سطحه هم راټیټه شوې ده،»

هغه وویل، د اداري فساد سطحه «وروسته له هغه را ولوېده چې حکومتي ادارې د الیکترونیک خدمت وړاندې کولو ته واړول شوې».

هغه وویل، د کمپیوټر په اساس امتحان اخیستنه او په ډیجیټل توګه د خدمتونو ترسره کول د هغو هڅو په ډله کې دي چې افغانستان ته یې فرصت ورکړی چې په نړۍ کې د پنځو ډېرو فاسدو هېوادونو له له لست څخه وځي او «د اداري فساد پر ضد مبارزه کې د حکومت یوه لاسته راوړنه» وبلل شي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې، افغانستان د شفافیت د نړۍ والې ادارې له خوا د اداري فساد د شاخصونو په لست کې له ۱۰۰ څخه ۱۵ نومرې ترلاسه کړې وې، چې د ۱۸۰ هېوادونو په لست کې یې ۱۷۷ ځای نیولی وو. سږ کال، د افغانستان نومرې له ۱۰۰ څخه ۱۶ ته لوړې شوې او له ۱۸۰ څخه یې ۱۷۲ ځای ونیو.

په کابل کې د غرجستان او ابو ریحان پوهنتونونو د سوداګریزې ادارې د څانګې استاد ضیاء دانش سلام ټایمز ته وویل، «د اداري فساد پر ضد مبارزه کې ګڼ شمېر ګامونه اخیستل شوي دي،»

هغه وویل، «د مثال په توګه، د اداري فساد ضد قانون او داسې قوانینو، چې د هغو کسانو ملاتړ کوي چې د اداري فساد راپورونه ورکوي، جوړول او تصویبول، او د اداري فساد ضد ستراتیژیو تطبیق ځینې قانوني لاسته راوړنې دي،»

دانش زیاته کړه، د نورو برخو تر څنګ د حکومت له خوا د دې لپاره هڅې، چې داسې یوه ځانګړې محکمه جوړه کړي چې جیګپوړي حکومتي چارواکي محاکمه کړي او د اداري فساد ضد اضافي ادارې سره یوځای کړي، بل هغه عامل وو چې د شاخصونو په لست کې یې د افغانستان درجه ښه کړه.

هغه د برېښنايي حکومتولۍ د نوښتونو -- په ځانګړې توګه د مالي چارو لکه ګمرکي محصول او مالیاتو په برخه کې -- تطبیقات او د بانکي حسابونو او د موبایل له لارې د تنخاګانو د پیسو د انتقالاتو ستاینه وکړه.

هغه وویل، سربېره پر دې په ملي سطحه د تدارکاتو د سیستمونو کلکې څارنې او ډیجیټلي کولو، د بشري منابعو د مدیریت په برخه کې اصلاحاتو او د سیالۍ له لارې د استخدام د سیستم جوړېدا مرسته کړې چې په افغانستان کې اداري فساد راکم کړای شي.

دانش وویل، «د نوي اداري مېکانېزمونو له برکته، چې اکثر یې ډیجیټلي دي، د استخدام په پروسه کې شفافیت په لوړه سطحه رامنځته شوی دی،»

هغه وویل، «اوس، د دولتي پستونو لپاره امتحانونه د کمپیوتر په اساس او د ازادې سیالۍ له لارې اخیستل کیږي. دا چې د امتحان پاڼې د کمپیوترونو له خوا کتل کیږي، د امتحان اخیستنې په پروسه کې د انسانانو لاسوهنه ډېره زیاته راکمه شوې ده.»

دانش وویل، «د وړتیا په اساس استخدام حکومتي ادارو ته وده ورکړې، د خدمتونو ترسره کول یې چټک او ډېر اسان کړي، او د اداري فساد پېښې یې کمې کړي دي،»

د اداري فساد پر ضد یو جدي اقدام

په افغانستان کې د اداري فساد ضد ستراتیژیو د څارنې او تطبیق لپاره د توظیف شوې حکومتي ادارې، د څارنې او ارزونې کمېټې (MEC)، رییس یما ترابي وویل، حکومت د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه اخیستي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، حکومت «په عدلي او حقوقي موسساتو کې لوی ریفورمونه» کړي دي.

هغه وویل، «فاسد چارواکي -- له یوه ټیټ پوړي دولتي مامور څخه نیولې تر وزیر او درې ستوري لرونکي جنرال پورې -- محاکمه او محکوم شوي دي، خو تر ټولو مهمه دا ده چې هغه دود چې ځواکمن کسان او جیګپوړي چارواکي له حقوقي پروسې څخه معاف وو، اوس پای ته رسېدلی دی،»

ترابي وویل،‌هر فاسد چارواکی، د هغه یا هغې د رتبې له پام کې نیولو څخه پرته د هغه د کارونو مسؤل او د قانون په وړاندې ځواب ویونکی دی،»

د ترابي په وینا، حکومت د قانون نافذوونکو ادارو او د عدلیې وزارت له لارې، داسې یو سیستم جوړوي چې چارواکي وڅاري او د اداري فساد له لارې ترلاسه شوی ملکیت یې ضبط کړي.

هغه وویل، «له ۱۷۰۰۰۰ څخه ډېرو جیګپوړو حکومتي چارواکو، د عوایدو د ټولونې او د تدارکاتو د برخې مامورینو او ځینې څارنوالانو او قاضیانو خپل ملکیتونه ثبت کړي دي، او دا کمپاین پرمخ روان دی،»

هغه زیاته کړه، «دې هڅې د اداري فساد په راکمولو کې غټ رول لوبولی دی،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

13 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ما پخپله په امتحان کې برخه واخیستله خو زه ناکام شوم. سیستم ۱۰۰٪ شفاف دی ځکه چې هلته د انسان د مداخلې هېڅ فرصت نشته. پوښتنې د پوښتنو له ذخیرې څخه په نامنظم ډول را اخیستل کیږي. راځئ چې صادق واوسو او په عاجزۍ سره د هغوی د هڅو او نوښت ستاینه وکړو.‌

ځواب ورکړئ

دا مېکانېزم به که جدي ونیول شي، بهتر او لا ښکلی وي.‌

ځواب ورکړئ

حتی که تاسو تر ټولو لوړې نومرې هم واخلئ، هغوی تاسو ته بېرته راځي او وایي چې قومي انډول نه دی ساتل شوی. ستاسو ګنګس خلکو په حال دې افسوس وي چې مونږ درسره بند پاتې یو.

ځواب ورکړئ

هو، په دې شرط چې پروسه هم شفافه وي. د مثال په توګه، هغوی باید یو صحیح ځواب د غلط په توګه نښه نه کړي، او هغوی باید داسې څوک چې ۱۴۶ نومرې یې اخیستې وي، د داسې چا پرځای چې ۳۱۲ نومرې یې اخیستې وي، مقرر نه کړي.

ځواب ورکړئ

موافق یم دغه سیستم رښتیا هم یو نوښت وو چې د فساد د مخنیوی لپاره خورا موثر تمام شوی په تحریری ازموينه کی مگر تقریری کی بیا هم زیات مشکلات لری هیله ده چه اصلاحاتو باندی زیات کار وشی.

ځواب ورکړئ

که هغوی په خپله ادعا کې ریښتني وي، هغوی باید ټوله پروسه کمپیوټري کړي. دا وخت هغه کاندیدان چې په تحریري امتحان کې بریالي کیږي، هغوی به په شفاهي امتحان کې ونیول شي او دا کار به د امتحان اخیستونکو د قومي او لهجوي ارجحیتونو په اساس وشي. زه پخپله د داسې پروسې له قربانیانو څخه یو یم. زه د ماسټرۍ ډګري لرم، خو له ما سره د سیالي کوونکي تقاعد ته څلور کاله پاتې دي او حتی لېسانس ډګري هم نه لري،‌ بیا هم هغه د دوه بېلابېلو موقفونو لپاره ومنل شو.‌ دا هغه څه دي چې هغوی یې د اداري او دولتي اصلاحاتو انصاف بولي. که هغوی سوالونه د اړوند موقف په اساس ترتیب کړي، د هغوی د استخدام هڅې به ډېرې مؤثرې او ګټورې وي. زه هیله لرم چې زمونږ علم او استعداد له تعصب څخه پاک شي، او مقررۍ د وړتیاوو په اساس وشي.

ځواب ورکړئ

موافق یم دغه سیستم رښتیا هم یو نوښت وو چې دفساد د مخنیوی لپاره خوار موثر تمام شوی

ځواب ورکړئ

د داسې یوه کمېسیون رامنځته کول یو بل غټ، غیر ضروري لګښت دی، او پخپله کمېسیون له فساد څخه ډک دی. د نامناسبو اوغیرمنطقي دلایلو په اساس چې هغوی یې خپل قوانین بولي، له هغو کسانو څخه پرته چې هغوی یې تاییدوي، نور هیڅوک هم نشي کولی چې د هغوی په شارټ لست کې راشي.

ځواب ورکړئ

څنګه مونږ کولی شو چې د دې سیستم په امتحان کې برخه واخلو؟

ځواب ورکړئ

زه په خدای قسم کوم چې تاسو د خپل وېب سایټ په طرحه ډېر زحمت اېستلی دی.‌

ځواب ورکړئ

د کاري فرصتونو لپاره د امتحان اخیستنې دا میتود د ستاینې وړ دی. مونږ باید ذکر کړو چې په هغه کې باید نه یوازې د لوړې درجې ځایونه شامل وي، بلکې همدارنګه له هغه څخه باید د ټیټې درجې د کاري فرصتونو لپاره هم کار واخیستل شي. کیدای شي چې بیا مونږ له اداري فساد څخه پاک افغانستان ولرو.

ځواب ورکړئ

د استخدام د فرصتونو لپاره د نورو امتحانونو کمپیوټري کول به د اداري فساد مخه ونیسي.‌

ځواب ورکړئ

په دې ټوله پروسه باید سر تر پایه بیاکتنه وشي، ځکه چې وظیفوي فرصتونه وار له مخه ډک شوي دي.‌

ځواب ورکړئ