امنیت

د طالبانو له لوري د شپې لخوا په مخابراتي شرکتونو د بندیز له امله کندز 'په تیاره کې' دی

د هدایت الله راپور

طالب اورپکي د شپې له خوا ټیلیفوني شرکتونه مجبوروي چې ستنې بندې کړي -- چې په دې توګه د کندز ولایت اوسېدونکي په تیاره کې ساتي -- او هغوی له ټیلیفوني او انټرنټي خدمتونو څخه محروموي. [هدایت الله]

کندز -- طالبان د شپې له خوا په ټول ولایت کې ټیلیفوني شرکتونه مجبوروي چې ستنې بندې کړي -- چې په دې توګه د کندز ولایت اوسېدونکي په تیاره کې ساتي -- او هغوی له ټیلیفوني او انټرنټي خدمتونو څخه محروموي. [هدایت الله]

اورپکو، چې وېره لري افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به د شبکې د انټنونو له لارې د هغوی پل پسې واخلي، ګواښ کړی چې که هغوی د مازدیګر له ۴ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې فعالیت وکړي، ستنې به یې ویجاړې کړي.

د ځایي اوسېدونکو او چارواکو په وینا، د شپې له مخې د ستنو بندول له دوه نیمو کالو راهیسې جریان لري.

تېر کال، د کندز ولایت اوسېدونکو د یوې بلې ستونزې یاده وکړه چې طالبانو ورته جوړه کړې ده: چې له ملکیانو څخه په زور د برېښنا «بیلونه» ټولوي او جعلي رسیدونه ورکويدا په داسې حال کې ده چې د اورپکو دغه ډوله هېڅ ډول خدمتونه هم نه وړاندې کوي.

په عکس کې د کندز ولایت په کندز ښار کې د یوه مخابراتي شرکت ستنه د سلواغې په ۲مه لیدل کیږي. د ټیلیکام شرکت ډېر خدمتونه له طالبانو څخه د ګواښونو له ترلاسه کولو څخه وروسته د مازدیګر له ۴ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې بند وي. [هدایت الله]

په عکس کې د کندز ولایت په کندز ښار کې د یوه مخابراتي شرکت ستنه د سلواغې په ۲مه لیدل کیږي. د ټیلیکام شرکت ډېر خدمتونه له طالبانو څخه د ګواښونو له ترلاسه کولو څخه وروسته د مازدیګر له ۴ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې بند وي. [هدایت الله]

'د طالبانو لپاره شرم'

د کندز یوه اوسېدونکي احسان الله سعادت، چې ۳۱ کاله عمر لري، وویل، طالبانو مخابراتي شرکتونو ته ویلي چې که هغوی د شپې له مخې د خپلو مخابراتي ستنو د فعالیت د درولو په برخه کې د طالبانو حکمونه ونه مني، هغوی به یې مخابراتي ستنې ویجاړې کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د مازدیګر په ۴ بجو، د روشن، افغان ټیلیکام، اتصالات او اېم ټي اېن په شمول ټولې مخابراتي شبکې کار بندوي،»

هغه وویل، «کله چې د مخابراتي شرکتونو ارتباط ودرېږي، دا داسې معنی لري چې زمونږ لاسونه او پښې تړل شوي دي. هیڅوک هم نشي کولی چې ټکسي ته زنګ ور ووهي چې یو څوک روغتون ته ورسوي یا خپلوانو ته د کوم څه په هکله پیغام ولېږي.»

سعادت وویل، «د طالبانو دا بدرنګ کار د شرم وړ دی چې موږ په داسې تیاره کې ساتي،»

یو بل ځایي کس ۲۶ کلن محمد امان سخي زاده وایي، «د طالبانو دا ناوړه عمل ښیي چې هغوی هېڅکله نه غواړي چې مونږ دې ارام ژوند ولرو».

هغه وویل، «مونږ له دې حالت څخه ستړي یو -- مونږ به تر څه وخته پورې دا ستونزې زغمو؟»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان باید مونږ له مشروع حقونو څخه محروم نه کړي. یوازې یوه شبکه د شپې له مخې کار کوي، خو دا چې په هغې باندې ګڼه ګوڼه ډېره زیاته وي نو اواز او د انټرنټ کیفیت په کې خراب وي.»

د حکومت له خوا چلېدونکې شبکه د طالبانو د ګواښونو پروا نه ساتي.

ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک او ټوېټر او همدارنګه انټرنټي خبري وېب سایټونه د سیمې د ډېرو اوسېدونکو لپاره د مهمو معلوماتي سرچینو په ډله کې راځي.

د کندز راډېو یوه خبریال عبدالرقیب فقیرزاده، چې ۳۵ کاله عمر لري وویل، له هغه وخته چې طالبانو دا محدودیتونه وضعه کړي دي، هغه معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه په یوه محلي راډېو سټېشن یوه ژوندۍ خپرونه چلوم، خو دا چې د مخابراتي شبکې د شپې له مخې بندې وي، زمونږ اورېدونکي نشي کولی چې زمونږ ژوندیو خپرونو ته زنګ را ووهي،»

په کندز کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالسلام کریمي چې ۲۶ کاله عمر لري وویل، «مونږ د شبکې د بندښت له امله د شپې له مخې د خپل هېواد او نړۍ په هکله هېڅ خبرونه نشو ترلاسه کولی. طالبان هڅه کوي چې مونږ په تیاره کې وساتي، او دغه کار د هغوی په وړاندې کرکه زیاته کړې ده.»

د طالبانو د ګواښونو نه منل

ځایي خلک وایي، طالبانو خپل ګواښونه جاري ساتلي دي.

د چاردرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عمر فقیری، چې ۴۲ کاله عمر لري وویل، «طالبانو ۱۴ میاشتې مخکې د کندز ولایت په زاخېل سیمه کې یوې مخابراتي ستنې ته له دې امله اور ورته کړ چې د هغوی حکم یې نه وو منلی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغې ستنې خپل ارتباط د طالبانو له خوا ټاکل شوي وخت څخه یو ساعت وروسته بند کړ چې له دې امله طالبانو ستنې ته اور ورته کړ او د هغې امنیتي ساتونکي یې ووهل.»

البته، ځینې وختونه افغان حکومت په خلکو باندې د طالبانو له خوا راغلې سختۍ نرمې کړي دي.

تېر کال، په هلمند ولایت کې حکومتي سلام شبکې وروسته له هغه د مخابراتي اتصال د بیا پرځای کولو لپاره انټنونه ولګول چې د طالبانو له خوا وېرول شویو شخصي شرکتونو خپل خدمتونه بند کړل.

ځایي مقامات وایي، چې افغان حکومت باید د کندز په مخابراتي شرکتونو دا لازمي کړي چې د طالبانو د وینا له پام کې نیولو پرته خپلې شبکې آنلاین وساتي.‌

د کندز د ولایتي شورا یوه غړي، امرالدین ولي، د طالبانو له خوا د مخابراتي صارفینو نا ارامولو او پارولو ته په اشارې وویل، «طالبانو له خپلو بادارانو څخه د مخابراتي ستنو د فعالیت د ودرولو لپاره حکمونه ترلاسه کوي، خو له دې نه خبر نه دي چې هغوی خپلې ریښې پخپله پرې کوي،»

«مونږ په حکومت باندې غږ کوو چې د هغو مخابراتي کمپنیو جوازونه لغوه کړي چې د طالبانو له ګواښونو څخه وروسته یې په کندز ولایت کې خپل خدمتونه ودرولي دي.»

په کندز ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، هغوی پلان لري چې د اورپکو پر ضد تصفیوي عملیاتو ته دوام ورکړي او دا مطمئنه کړي چې په سیمه کې مخابراتي خدمتونه روان دي.

د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني وویل، د کندز ولایت په ژر متاثره کېدونکو سیمو کې ترسره شویو پوځي عملیاتو وار له مخه «ښې پایلې» ورکړي دي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو، هغوی ته د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د سختو تلفاتو له ور رسېدلو څخه وروسته، مخابراتي شرکتونه دې ته مجبور کړل چې خپل خدمتونه ودروي. طالبانو د جنګ کولو لپاره خپل مورال له لاسه ورکړی، او هڅه کوي چې داسې غبرګون وښیي چې تاوان یې عامو خلکو ته رسېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حکومت دی د انتنونو د ساتنی ضمه واری وکړی شبکی به ۲۴ ساعته فعالی وی تاسی دا حالات په خپله ندی لیدلی ځکه داسی لګیا یاست

ځواب ورکړئ