امنیت

پخواني طالب اورپکي په کندوز کې له ارام او سوله ییز ژوند څخه خوند اخلي

د هدایت الله راپور

د یوې افغان ملېشي غړي د ۱۳۹۶ د غوایي په ۱۷مه د کندوز ولایت له قلعه زال ولسوالۍ سره نژدې د طالب اورپکو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جنګ ګوري. هغه طالب جنګیالي چې د تېرو څو کالو په ترڅ کې تسلیم شوي، تر ډېره د حکومت له خوا د عامه فوایدو په پروژو کې استخدام شوي دي. [بشیرخان ساپی/ای اېف پي]

د یوې افغان ملېشي غړي د ۱۳۹۶ د غوایي په ۱۷مه د کندوز ولایت له قلعه زال ولسوالۍ سره نژدې د طالب اورپکو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جنګ ګوري. هغه طالب جنګیالي چې د تېرو څو کالو په ترڅ کې تسلیم شوي، تر ډېره د حکومت له خوا د عامه فوایدو په پروژو کې استخدام شوي دي. [بشیرخان ساپی/ای اېف پي]

کندوز -- په کندوز کې د سولې عالي شورا وایي، په کندوز ولایت کې موجود طالب اورپکي باید له خپلو هغو ملګرو سره، چې پخوا یې یاغیتوب پرېښی او په سیمه کې یې کاري فرصتونه ترلاسه کړي دي، یوځای شي.

د یادې شورا د چارواکو په وینا، له ۱۳۸۸ کال راهیسې د طالبانو د ډلې خواوشا ۵۰۰ پخواني غړو په سیمه کې په بېلابېلو پرمختیایي پروژو کې کارونه موندلي، چې اکثر یې اوس هم په کار بوخت دي.

د دغې شورا رییس مولوي عبدالبصیر سلام ټایمز ته، وویل،«د کندوز په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو بېخبنایي پروژو تطبیق د سولې پروسې سره د طالبانو د یوځای کېدلو لپاره یو ښه فرصت ګرځېدلی دی،»

هغه زیاته کړه، په دې پروژو کې د سړکونو او ښوونځيو جوړول، د سیند پاکول او د څاګانو اېستل شامل دي.‌

د طالب جنګیالیو یو پنځه کسیز ګروپ د تېر وږي په میاشت کې په کندوز ښار کې د سولې پروسې سره یوځای شو. [هدایت الله]

د طالب جنګیالیو یو پنځه کسیز ګروپ د تېر وږي په میاشت کې په کندوز ښار کې د سولې پروسې سره یوځای شو. [هدایت الله]

بصیر وویل، له ۱۳۸۸ څخه د ۱۳۹۵ کال تر وروستیو پورې په سیمه کې خواوشا ۴۶۰ پخواني یاغیان د سولې پروسې سره یوځای شوي، چې د هغوی له جملې څخه ټولو ته کاري فرصتونه ورکړل شوي، او له هغه را وروسته ۴۰ نورو هم کارونه موندلي دي.

هغه وویل، «هغه چې د تېرو کلونو په ترڅ کې عادي ژوند ته راګرځېدلي کسان اوس د خپلو کورنیو تر څنګ یو ارام ژوند لري،»

هغه وویل، «طالبان باید پوه شي چې حکومت هغوی ته ښې وظیفې برابرې کړي او ورکړي دي،»

بصیر وویل، د کندوز د سولې شورا کولی شي له هغو طالبانو سره چې جنګ پرېږدي، د استخدام له لارې «د هغوی د ژوند اساسي اړتیاوې په یوه سوله ییزه او خوندي فضا کې پوره کړي،»

هغه بېخبنایي پروژې چې د طالبانو د ډلې پخواني غړي یې په کار ګومارلي، د سیمې د خلکو د ژوند په ښه کولو کې مرسته کوي.

د سولې شورا د پخواني رییس اسدالله عمرخېل په وینا، په ۱۳۹۲ کال کې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د اوبیزې برېښنا د یوه بند جوړونه پيل شوه.

عمرخېل سلام ټایمز ته وویل، دغه پروژه تر ډېره «په یاده ولسوالۍ کې د سولې پروسې سره د طالبانو د څلورو ډلو د یوځای کېدلو» له برکته تطبیق شوه.

هغه وویل، د یادې پروژې ټول لګښت ۱۴ میلیونه افغانۍ (۲۰۰۰۰۰ ډالر) وو چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د سولې د عالي شورا له بودجې څخه وشو.

هغه زیاته کړه، له دې برېښنا څخه د دشت ارچي ولسوالۍ په هوارو کې خواوشا ۱۰۰۰ کورنۍ، او همدارنګه د سیمې په مرکز کې ډېرې کورنۍ، ګټه اخلي.

په کندوز ښار کې یوه دیني عالم مولوي سید اکبر وویل، «که طالبان سوله ومني، د افغانستان خلک به په ډېرو بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ وویني. عظیم الشان قرآن وایي چې په سوله کې خیر دی او دا چې مسلمانان باید په خپلو کې سره سوله وکړي.»

عادي ژوند ته راستنېدل

د طالبانو د ډلې پخواني غړي چې په وروستیو کلونو کې په کندوز ولایت کې د سولې د پروسې په ترڅ کې له حکومت سره یوځای شوي دي، وایي، چې د جنګ ودرولو او د کارونو ترلاسه کولو له هغوی سره مرسته کړې چې یوه عادي ژوند ته راوګرځېږي.‌

د طالبانو یوه پخواني قوماندان قطب الدین احمدي په ۱۳۹۴ کال کې د حکومت پر ضد جنګ بس کړ او په علي اباد ولسوالۍ کې د سولې پروسې سره یوځای شو. هغه سلام ټایمز ته وویل چې هغه له خپل کار نه راضي دی او یو ځل بیا له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.

هغه وویل، «ما اته کاله د کندزو ولایت په علي اباد او چاردره سیمو کې د حکومت او د هغه د ځواکونو پر ضد جګړه وکړه. ما تر خپلې قوماندې له ۱۰ سړیو سره یوځای په هوارو او غرونو کې شپې او ورځې تېرې کړې.»

هغه وویل، د دغه وخت په ترڅ کې، «زما کورنۍ داسې یوازې پاتې وه چې هیڅوک نه وو چې سرپرستي یې وکړي. په حقیقت کې، زما مېرمن او ماشومان سر ګردان او بې کوره پاتې ول، ځکه چې ما فکر کاوه چې زه جهاد کوم،»

احمدي وویل کله چې هغه پوه شو چې هغه «یو ریښتنی جهاد نه دی،» نو پرېکړه یې وکړه چې د سولې پروسې سره یوځای شي او له ځان سره یې هغه کسان هم راوستل چې د هغه تر قوماندې لاندې وو.

هغه وویل، «اوس زما ژوند تضمین دی. زه ډېر په ارام سره کار کوم، او زه له خپل ژوند نه راضي یم.»

په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د ډلې یوه بل غړي چې ځان یې د صادق الله په مستعار نوم معرفي کړ، وویل، وروسته له هغه چې نوموړي څلور کاله پخوا جنګ بس کړ، د سولې شورا هغه ته د سړکونو د ترمیم او قیر کولو په پروژه کې یو کار پیدا کړ.

هغه وویل، «ما د خپل کار په بدل کې دومره پیسې ترلاسه کړې چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو د تادیاتو په برخه کې مرسته وکړم. په ورته ډول، د طالبانو د ډلې ډېر نور غړي هره ورځ سخت کار کوي، او مونږ به له خپلو کورنیو او ماشومانو سره یوځای خپل خوشحال ژوند ته دوام ورکړو.»

هغه زیاته کړه چې هغه او د طالبانو د ډلې نور غړي «غولول شوي وو چې باور یې کاوه چې د حکومت پر ضد جنګ کول شرعي جهاد دی او دا چې مونږ باید د نظام پر ضد جنګ وکړو، خو وروسته مونږ پوه شو چې مونږ په غلطه لاره روان یو.»

د سولې لپاره کار کول

له دې جلا، بصیر سلام ټایمز ته وویل،‌ دا ښکاره خبره ده چې روسیه او نور هېوادونه په افغانستان کې په جګړه کې لاس لري، او زیاته یې کړه چې خارجي ځواکونه طالبانو ته قاچاق شوې وسلې او مهمات ورکوي چې جګړه اوږده کړي.

هغه وویل، «روسیه، چین او پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي. تر ټولو بده دا چې، د دغو هېوادونو له ډلې څخه ځینې ښایي هم د طالبانو مرستندویان وي او هم یې خواخوږي وي.»

هغه زیاته کړه، «په دې کې شک نشته چې طالبان له روسانو سره اړیکې لري، او غونډې ورسره ترسره کوي،»

هغه وویل، «دا حقیقت چې د قاچاق لپاره لاره خلاصه ده، دا کافي ثبوت دی چې طالبانو ته د سرحد له هغې غاړې څخه وسلې او مهمات را قاچاق کیږي،»

بصیر وویل، بیا هم په افغانستان کې د سولې راوستل ممکن دي او په جنګ کې ښکېل لوري د سولې خبرو ته تیار دي.

هغه وویل، «په کندوز ولایت کې د طالبانو له مشرانو د پرله پسې کتنو په ترڅ کې، هغوی مونږ ته اطمینان راکړ او ویې ویل چې، «مونږ هغه حکمونه تعقیبوو چې مونږ یې په قطر کې له خپلو مشرانو څخه ترلاسه کوو. هر کله چې هغوی مونږ ته حکم وکړي، مونږ به وسلې کېږدو،»

هغه وویل، «په دې خبرو کې مونږ پوه شو چې طالبان هم له جنګ څخه ستړي دي او د سولې د مذاکراتو نتایجو ته په بې صبرۍ سره انتظار کوي،»

بصیر زیاته کړه، د افغانستان خلک په ټولو غږ کوي چې «له دواړو غاړو څخه وغواړي چې د سولې او نېکمرغۍ په لور راوګرځي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500