امنیت

د کندوز ځوانانو او ورزشکارانو په طالبانو غږ وکړ چې جنګ بس، او سوله وکړي

د هدایت الله راپور

د کندوز ولایت خواوشا ۱۰۰ اوسېدونکي د کب په ۷ مه په کندوز ښار کې سره غونډ شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې خپلې وسلې کېږدي او په افغانستان کې په یوه پایښت لرونکې سوله هوکړه وکړي. [هدایت الله]

کندوز -- په کندوز ولایت کې خواوشا ۱۰۰ ماشومان او تنکي ځوانان د سې شنبې په ورځ /د کب ۷ مه/ په یوه لاریون کې سره غونډ شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې خپلې وسلې کېږدي او په افغانستان کې په یوه پایښت لرونکې سوله هوکړه وکړي.

دا لاریون په دوحه کې د افغانستان د سولې په رابطه دافغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د جیګپوړي سیاسي مشر تر منځ د درې ورځنیو خبرو په پيلېدا پسې چې د دوشنبې په ورځ‌ /د کب ۶ مه/ پیل شوې، ترسره شو. دغه خبرې د یومیاشتنیو دپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې ممکنې شوې.

د بېلابېلو عمرونو لرونکي ځوانان په کندوز ښار کې د میډیوتیک په ټولنیز مرکز کې سره غونډ شول او په طالبانو یې غږ وکړ چې د افغان حکومت له خوا د سولې وړاندیز ته غبرګون وښیي او د سولې پروسې سره یوځای شي.

د کندوز ښار د حضرت علي د لېسې د څلورم ټولګي زده کوونکي، ۱۳ کلن احمد امېد، سلام ټایمز ته وویل، «د دې پیغامونو له لارې، مونږ غواړو نړۍ ته وښیو چې مونږ له جنګ او وینې تویېدا څخه‌، چې زمونږ په هېواد کې روانه ده، څومره ډېره کرکه لرو،»

افغان ځوانانو د کب په ۷ مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې داسې نښې پورته کړي چې په طالبانو تاکید کوي چې د سولې غوښتنې ومني. [د کندوز د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

افغان ځوانانو د کب په ۷ مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې داسې نښې پورته کړي چې په طالبانو تاکید کوي چې د سولې غوښتنې ومني. [د کندوز د والي د رسنیو دفتر/فیسبوک]

افغان ځوانانو د کب په ۷ مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې داسې نښې پورته کړي چې په طالبانو تاکید کوي چې د سولې غوښتنې ومني. [د کندوز والي/فیسبوک]

افغان ځوانانو د کب په ۷ مه د کندوز ولایت په کندوز ښار کې داسې نښې پورته کړي چې په طالبانو تاکید کوي چې د سولې غوښتنې ومني. [د کندوز والي/فیسبوک]

هغه وویل، «د جنګ ډېر قربانیان ماشومان دي. جنګ باید پای ومومي، او طالبان باید سوله وکړي،»

په کندوز ښار کې د شېرخان لېسې د پنځم ټولګي زده کوونکې، ۱۳ کلنې رحیمې حافظي، د طالبانو له خوا د یوه برید په ترڅ کې خپل پلار له لاسه ورکړی دی.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «اوس زما سرپرستي یوازې زما مور ته ور تر غاړې ده. جنګ ډېر کورونه ویجاړ کړل. ښځو خپل مېړونه، ماشومانو خپل پلرونه له لاسه ورکړل او میندې لا هم کړېږي.»

رحیمې وویل د هغې پلار په ۱۳۹۵ کې هغه وخت ووژل شو چې طالبانو د لنډ‌ وخت لپاره کندوز ښار ونیو.‌

هغې وویل، «زما پلار د طالبانو د توپ په حمله کې ژوند له لاسه ورکړ. ګولۍ زمونږ په کور ولګېده او زما ورور ټپي شو.»

په کندوز کې د مدني ټولنې یوې ۱۹ کلنې فعالې عزیزې امیني په غونډه کې سلام ټایمز ته وویل، طالبان باید د سولې د مذاکره کوونکیو د غوښتنو درناوی وکړي.

هغې وویل، «مونږ د یوه عاجل اوربند غوښتنه کوو، داسې چې جنګ ودرېږي او هېواد ته تلپاتې سوله راشي،»

د غونډې غټو غړو د مشرانو او دیني عالمانو په شمول افغانانو څخه وغوښتل چې د سولې د غوښتنې لپاره اواز پورته کړي.‌

په کندوز ولایت کې د ښځو د چارو رییسې،‌ نصیبې هولکر، سلام ټایمز ته وویل، «قومي مشران، دیني عالمان، د جوماتونو امامان او د ژوند د نورو برخو اړوند افغانان باید په جوماتونو او ښوونځیو کې د غونډو او خطابو له لارې په طالبانو غږ وکړي چې اوربند مراعت کړي او جنګ پای ته ورسوي،»

هغې وویل، «طالبان باید د افغانانو د مشروع غوښتنو درناوی وکړي،»

ملالۍ سعد چې ۴۳ کاله عمر لري، وویل، د سولې په خبرو کې «باید د افغان ښځو د تېرو ۱۸ کالو» یعنې له هغه وخت نه چې د طالبانو پر ضد جنګ شروع شوی دی «لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي او په مذاکراتو کېباید د ښځو درناوی وشي».‌

سعد چې په کندوز ولایت کې د ښځو د حقونو فعاله ده سلام ټایمز ته وویل، «لکه څنګه چې مونږ ګورو، خبرې ډېرې ښې پرمخ روانې دي، او دواړه لوري باید هڅه وکړي چې د افغانانو ګټې په پام کې ونیسي او په هېواد کې پایښت لرونکې سوله مطمئنه کړي،»

د سولې لپاره ورزشکاران

د ځوانانو غونډه د کب په ۴ مه په کندوز ښار کې د خواوشا ۱۰۰ ورزشکارانو یوې کتنې پسې ترسره شوه. هغوی د کندوز د ولایتي ادارې په ودانۍ کې ورزشي نندارې وړاندې کړې او په هېواد کې یې د تلپاتې سوله غوښته وکړه.‌

په پروګرام کې یوه ورزشکار احمد شکېب الهام، چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د خپلو ورونو وژل ودروي او له حکومت او د سولې پروسې سره یوځای شي. مه پرېږدئ چې هېواد له لا نورې بدبختۍاو ویجاړتیا سره مخامخ شي.»

هغه وویل، هغه په دې غونډه کې د دې لپاره برخه اخیستې وه چې له امنیتي ځواکونو او حکومت څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ځوان ورزشکاران په هر ډول شرایطو کې د حکومت په څنک کې ولاړ او کلک ملاتړ یې کړی دی. ورزشکاران د سولې سفیران دي،‌ او طالبان باید پوه شي چې مونږ ټول سولې ته سخته اړتیا لرو.»

د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي چې په دې غونډه کې یې برخه اخیستې وه، وویل، د کلونو په ترڅ کې د طالبانو له خوا جوړ شوي تاو تریخوالي «بد عواقب لرل چې زمونږ د ټولنې هره برخه یې ویجاړوله، او زمونږ په ځوانانو کې یې کرکه او بې اعتمادي رامنځته کړې ده،»

هغه وویل، «د جنګ اکثر قربانیان ځوانان دي. دا وخت، زمونږ په غټو جبهو کې ځوانان د هېواد دفاع کوي او د هغوی یوازنی هدف دا دی چې زمونږ د خاورې تمامیت او زمونږ د خلکو نېکمرغي خوندي کړي.»

هغه زیاته کړه، «هغه څوک چې سوله کوي، هغوی تاوتریخوالی ودروي او هېواد ته د سولې، نېکمرغۍ او پرمختګ د راوستلو په هکله فکر کوي، هغوی د افغانستان د هغو دښمنانو په څېر نه دي چې هره ورځ د دې هېواد زامن قرباني کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500