چاپیریال

په عکسونو کې: افغان ځواکونو په کندهار کې په سېلابونو کې ایسارې کورنۍ وژغورلې

ای اېف پي

کلیوال د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سېلابونو په وسیله یوه متاثره شوې سیمه کې وري انتقالوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کلیوال د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سېلابونو په وسیله یوه متاثره شوې سیمه کې وري انتقالوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یوه افغاني پوځي څرخکه د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې چپه شوې لارۍ له سره له سېلاب څخه ژوندي پاتې کسان ژغوري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یوه افغاني پوځي څرخکه د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د یوې چپه شوې لارۍ له سره له سېلاب څخه ژوندي پاتې کسان ژغوري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د هغوی له سېلاب اخیستو کورونو څخه ماشومان راوباسي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د هغوی له سېلاب اخیستو کورونو څخه ماشومان راوباسي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

له سېلابونو څخه تښتېدلي افغانان د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت له ارغنداب ولسوالۍ څخه په یوه پوځي څرخکه کې اېستل کېږي. [جاوېد تنویر]

له سېلابونو څخه تښتېدلي افغانان د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت له ارغنداب ولسوالۍ څخه په یوه پوځي څرخکه کې اېستل کېږي. [جاوېد تنویر]

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۱مه وروسته له هغه، چې یوه سېلاب د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د هغوی کور وځاپه، له یوې ښځې او ماشوم سره مرسته کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۱مه وروسته له هغه، چې یوه سېلاب د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د هغوی کور وځاپه، له یوې ښځې او ماشوم سره مرسته کوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د افغان هوایي ځواک منسوبین هغه ماشومان لېږدوي چې سېلاب د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د هغوی کورونه وهلي دي. [د افغان ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو/فیسبوک]

د افغان هوایي ځواک منسوبین هغه ماشومان لېږدوي چې سېلاب د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د هغوی کورونه وهلي دي. [د افغان ملي اردو ۲۰۵ اتل قول اردو/فیسبوک]

کندهار -- د ځایي چارواکو په وینا، د افغان ملي اردو منسوبینو له تېرې جمعې /د کب ۱۰مې/ راهیسې، چې د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې سېلاب پيل شوی دی، خواوشا ۴۰۰ کورنیو ته نجات ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، وروسته له هغه، چې درنو بارانونو کورونه او موټرونه وېوړل او احتمالاً په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړل، سېلابونو د شنبې په ورځ /د کب ۱۱مه/ په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغانان ووژل.‌

د افغان هوایي ځواک ولایتي قوماندان رازق شېرزي ای اېف پي ته وویل، خو د درنو بارانونو له امله د نجات عملیات ډېر وځنډېدل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې وویل، په کندهار ښار او خواوشا ولسوالیو درانه سېلابونه راغلل، او په متاثر شویو سیمو کې ۳۰ ساعته ۹۷ ملي متره باران واورېد.‌

په دې عکس کې، چې د کب په ۱۱مه اخیستل شوی، د افغان هوایي ځواک یو غړی (ښی) د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سېلابونو په وسیله یوه متاثره شوې سیمه کې د تخلیې پر وخت یو ماشوم انتقالوي. ملګرو ملتونو د کب په ۱۱مه وویل، وروسته له هغه چې درنو بارانونو کورونه او موټرونه وېوړل او احتمالاً په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړل، سېلابونو په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ تنه افغانان ووژل.‌ [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

ورک شوي ماشومان

د ملګرو ملتونو دغې ادارې په یوه اعلامیه کې وویل، «د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان لا هم ورک دي،»

«وېره شته چې تر ۲۰۰۰ پورې کورونه به ویجاړ شوي وي،» چې د راپورونو له مخې غټ تاوانونه بېخبنأ ته ور اوښتي دي.‌

د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب، د کوچیانو له ډېرو رمو سره یوځای په هغې سیمه کې ناست دی چې د سېلاب اوبو د هغوی له حیواناتو سره یوځای وړې ده.

د واورې د راشو (برف کوچونو) او سېلابونو په څېر ناوړه پېښې ډېر وختونه د افغانستان غرنۍ سیمې او د سیندونو درې هغه وخت وهي چې واورې په پسرلي او اوړي کې ویلې شي. هغه د ځنګلونو په وهل کېدلو سره له بد نه بدتر شوي دي.

په هېواد کې له ویجاړوونکې وچکالۍ څخه وروسته، په دې ژمي کې د افغانستان په ډېرو برخو کې د واورې ډېرې ورېدا د پسرلي په را رسېدلو سره وېرې راپورته کړي چې سخت سېلابونه به راوځي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په افغانستان کې د سلواغې تر ۲۳ مې پورې نژدې ۵۰ کسان وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان یو منظم پوځ درلود، خو جنرالان یې وطنپال نه وو او له همدې امله افغان ملي اردو څو څو ځلې ویجاړه شوه. افغان پوځ تل د تصادفي پېښو پر مهال له خپلو خلکو سره ولاړ و او د افت ځپلیو سیمو خلک یې ژغورلي دي.

ځواب ورکړئ

مننه کوو له معلوماتو

ځواب ورکړئ

زموږ رښتني ویاړونه زموږ ملي ځواکونه !!!

ځواب ورکړئ

شهيدانو ته دې رب جنتونه نصيب کړي. کورنيوو ته دې الله اجر ورکړي په درد کې ورسره شريک يو. دولت دې د ويجاړو شوو کورونو په بيا رغونه کې خلکو سره مرسته وکړي. ملي امنيني ځواکونه واقعا د نجات پريښتي دي دوي دې سرلوړي وي، وياړو ورباندې❤️

ځواب ورکړئ

په زړورو امنیتي ځواکونو دې آفرین وي چې په شپې او ورځې دواړو کې په هره ممکنه طریقه له خپلو خلکو څخه دفاع کوي او خوندي کوي یې.

ځواب ورکړئ