د ښځو حقوق

افغان مېرمنې د مچیو ساتنې د کاروبار له لارې د پیاوړتیا خوند څکي

د عمر راپور

ډېرې ښځې د شاتو د تولید لپاره خپل د مچیو ساتنې فارمونه جوړوي څو هغوی ته داسې کاري فرصتونه په لاس ورکوي چې هغوی د طالبانو په رژیم کې نه درلودل.‌ [عمر]

هرات -- غونچه ګل کریمي او د هغې شپږ کلنه لُور په اونۍ کې درې ځلې د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د هغوی له کور څخه خواوشا یو کیلومتر مزل کوي چې خپلې مچۍ وګوري.

کریمي د تېرو اتو کالو په ترڅ کې په خپل کور کې د مچۍ ساتونکي په توګه کار کاوه چې بالاخره سږ کال یې دا خوب په ریښتیا بدل شو او خپل د مچیو فارم یې جوړ کړ. د هغې بریا له اقتصاد سره د افغان ښځو په مرسته کولو کې د افغان مېرمنو پرمختګ او نوښت په ګوته کوي او د طالبانو د پخواني رژیم پر وخت د اختناق له کلونو څخه وروسته د خپلې کورنۍ مالي حالت ته پرمختګ ورکوي.

کریمي سلام ټایمز ته وویل، «له اوو اوږدو کالو راهیسې، ما خپلې مچۍ د خپل کور په بام ساتلې، او سږ کال په لومړي ځل ما یوه باغ ته راوړې. زما مچۍ خوښېږي، او زه غواړم چې پخپله دغه کار کې پرمختګ وکړم.»

هغې وویل، «اوس زه خپل ټول ژوند پخپله تنظیموم. له هغه وخت راهیسې چې ما دا کاروبار شروع کړی دی، زما اقتصادي وضعه ورسره ښه شوې ده.»

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوي یوه عکس کې، غونچه ګل کریمي د لیندۍ په ۱۵مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د هغې له کور سره نژدې په یوه باغ کې خپلې مچۍ ګوري.

د سلام ټایمز له یوې ویډیو څخه اخیستل شوي یوه عکس کې، غونچه ګل کریمي د لیندۍ په ۱۵مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د هغې له کور سره نژدې په یوه باغ کې خپلې مچۍ ګوري.

غونچه ګل کریمي او د هغې شپږ کلنه لُور د سلواغې په ۲۰ مه په هرات ښار کې د یوې نندارې په ترڅ کې په داسې حال کې د هغې له مچیو سره نژدې لیدل کیږي چې هغې د خپلو مچیو په وسیله تولید شوي شات نندارې ته وړاندې کړي دي. [عمر]

غونچه ګل کریمي او د هغې شپږ کلنه لُور د سلواغې په ۲۰ مه په هرات ښار کې د یوې نندارې په ترڅ کې په داسې حال کې د هغې له مچیو سره نژدې لیدل کیږي چې هغې د خپلو مچیو په وسیله تولید شوي شات نندارې ته وړاندې کړي دي. [عمر]

کریمي،‌ چې پخوا د کور مېرمن وه،‌ وایي چې هغه ډېر مشتریان لري او دا چې د هغې بریا په مارکېټ کې د هغې مالي اعتبار مطمئن کړی دی. یعنې، اوس هغه کولی شي چې د خپل کاروبار د پراخولو لپاره په اسانۍ سره پور پیدا کړي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «هغه وخت چې ما د مچیو ساتنې کار شروع کاوه، ما پخپل نامه حتی ۱۰۰۰ افغانۍ (۱۳ ډالر) نه لرلې. په پيل کې، ما له خپل مستخدم څخه یو د مچیو کندو ترلاسه کړ. وروسته، ما هغه څه چې له هغه څخه مې په پور اخیستی وو، بیرته ورکړ او د شاتو له تولید څخه په ترلاسه کړې ګټه مې ځان ته یو د مچیو کندو راوړ»

ښځې پیاوړې کول

د کریمي په شمول د مچۍ ساتونکو په وینا، دا چې د مچیو ساتنه لږې، له ۱۰۰۰۰۰ افغانیو (۱۳۲۴ ډالرو) څخه کمې پانګونې ته اړتیا لري، له دې امله ډېرې افغانانې د مسلک په توګه دغه کار ته مخه کوي. ډېرو ښځینه مچۍ ساتونکو له صفر څخه شروع کړې خو توانېدلي دي چې خپل کارونه پراخ کړي، او د خپلو کورنیو لپاره عواید ترلاسه کړي.

کریمي وویل چې د هغې کاروبار ښه روان دی او هغه ۱۹ کندوګان لري خو بیا هم حتی د طالبانو د واکمنۍ په پای ته رسېدلو سره، ښځې چې هغو کاري ساحو ته چې معمولاً یې سړي کوي، ورننوځي، له ډېرو خنډونو سره مخامخ کیږي.

هغې وویل، «زه د خپل کار په لومړیو ورځو کې د خپلوانو او ټولنې له ډېر مخالفت سره مخامخ شوم، چې معمولاً زمونږ د ټولنې د دودیز ماهیت له امله وو. نور په دې هیله وو چې زه خپل د مچیو ساتنې کار پرېږدم، خو بیا هم ما هغه ټولې ستونزې له پامه وغورځولې او خپل کار ته مې دوام ورکړ.»

کریمي وویل، «که مونږ د نورو خلکو خبرو ته غوږ ونیسو، مونږ به بریا ترلاسه نه کړو یا پرمختګ به ونه کړو. هغوی ښځو ته ډېر زیات خنډونه جوړوي،‌ خو زه ټول له پامه غورځوم.»

نفیسه دانش په هرات ولایت کې یوه بله ښځینه مچۍ ساتونکې ده چې د مچیو له کاروبار سره ډېره علاقه مندي لري.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «زه له درې کالو راهیسې د مچیو ساتنې کاروبار کوم، او زه په بازار کې شات خرڅوم. ما خپل کار زما په لږه پانګه پیل کړ. ما ډار ته اجازه ور نه کړه چې راباندې غالب شي، ځکه زه باور لرم چې که مونږ غواړو چې خپل هدفونه ترلاسه کړو، مونږ باید ونه وېرېږو. ما د بېخ له ډبرې څخه کار پیل کړ. اوس زما کار ښه روان دی، او زما اقتصادي وضعه په پاموړ توګه پرمخ تللې ده.»

د حکومت له خوا مرسته

په تېرو ۱۵ کالو کې، افغان حکومت هڅه کړې چې د ښځو پیاوړتیا او د افغانستان په اقتصاد کې د هغوی ښکېلتیا حمایه کړي. د مثال په توګه، په کلیو او ولسوالیو کې د کرنې په برخه کې د هغوی ښکېلتیا د هېواد د زراعتي تولید په پیاوړي کولو کې یو مهم فکټور بلل کیږي.‌

د هرات ولایت د کرنې ریاست رییس عبدالصبور رحماني سلام ټایمز ته وویل، «په هرات ولایت کې د مچیو ساتنې سکتور یو ځوان او پرمختیایي سکتور دی چې له یوه کال څخه بل ته وده کوي. مونږ په سیمه کې له ۱۰۰ څخه ډېرې ښځینه مچۍ ساتونکې لرو چې د مچیو په تولید کې مهم رول لوبوي».‌

هغه وویل، «مچۍ ساتونکو ته د فرصتونو د برابرولو له لارې او له هغوی سره په مرسته کولو سره، د کرنې وزارت هڅه کوي چې په هرات ولایت کې د شاتو د تولید اندازه زیاته کړي. مونږ هغوی ته د اړتیا وړ تجهیزات او اسانتیاوې برابروو. مونږ پرېکړه کړې چې په هرات ولایت کې ۲۰۰ کورنیو ته کندوګان ور ووېشو چې هغوی ته مالي ملاتړ او همدارنګه د شاتو د تولید وړتیا برابره شي.»

هغه زیاته کړه، په هرات ولایت کې د شاتو د تولید په زیاتېدلو سره، له ایران څخه دغه ولایت ته واردات ورو شوي دي.

هغه وویل، «په هرات ولایت کې د ښځینه مچۍ ساتونکو له خوا تولید شوي شات ښه کیفیت لري، له دې امله مشتریان د ټیټ کیفیت لرونکي ایراني شات نه استعمالوي،»

رحماني وویل، «مونږ هیله لرو چې په نژدې راتلونکي کې به زمونږ شات د ګاونډي هېواد له خوا د تولیدېدونکو شاتو سیال وګرځي او له ایران څخه د شاتو واردات به په بشپړ ډول ختم کړي،» زمونږ د معلوماتو په اساس، سږ کال په هرات ولایت کې خواوشا ۱۰۰ ټنه شات تولید شوي دي، یعنې د تېر کال په نسبت په کې ۲۰ ټنه ډېرښت راغلی دی.»

د ښځو لپاره پرمختګ

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، په دې ولایت کې د دغو مچۍ ساتونکو بریا په افغاني ټولنه کې د ښځو د پرمختګ ثبوت دی.

فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «افغان حکومت تل د ښځو د مسلکي او ټولنیز ژوند د ودې او پرمختګ لپاره شرایط برابر کړي دي. د صنعت او زراعت په څېر سکتورونو کې د فعالو ښځو د پرمختګ لپاره د ملاتړ یو مناسب جوړښت موجود دی، چې هغوی ته په کې له اړتیا سره سمې اسانتیاوې او تجهیزات،‌ او همدارنګه د هغې مرستې او ملاتړ ټول ډولونه برابرول کیږي چې هغوی ورته اړتیا لري.»

هغه زیاته کړه، «د افغان حکومت پالیسي دا ده چې ښځو او سړیو ته مساوي فرصتونه برابر کړي او په دې توګه د پرمختګ او پرځان بسیاینې په لور د افغانستان لاره روښانه کړي. مونږ له ټولو هغو اسانتیاوو څخه، چې زمونږ په لاسونو کې دي، کار اخلو چې په هرات ولایت کې د ښځو د کار شرایطو ته وده ورکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500