د ښځو حقوق

د طالبانو له واکمنۍ څخه ازادې شوې لوګرۍ ښځې په حکومت کې پراخ رول غواړي

د نجیب الله راپور

ښځې د تېر غبرګولي په ۲۴ مه د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې د مور ورځ لمانځي. [د لوګر د ښځو د چارو ریاست/فیسبوک]

ښځې د تېر غبرګولي په ۲۴ مه د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې د مور ورځ لمانځي. [د لوګر د ښځو د چارو ریاست/فیسبوک]

کابل -- مدني فعالان او اوسېدونکي وایي، په لوګر ولایت کې ډېرې ښځې، چې د طالبانو په «توره دوره» کې یې حقونه سخت محدود شوي ول، اړتیا لري چې په ځایی حکومتي دوایرو کې واک ترلاسه کړي.

د طالبانو رژیم چې له ۱۳۷۶ څخه تر ۱۳۸۰ پورې په هېواد کې په واک کې وو، ښځې یې ښوونځیو ته له تګ څخه ایسارې کړې وې او په حکومت کې د هغوی وظیفې یا برخه اخیستنه یې منع کړي ول.

که څه هم چې د طالبانو رژیم په ۱۳۸۰ کې د متحده ایالاتو په حملې سره پای ته ورسېد، د هغوی له سختې واکمنۍ څخه پاتې حالات لا هم په افغانو ښځو باندې اغېز لري، او هڅې کېږي چې په حکومت کې د هغوی حضور پراخ کړای شي.‌

د کب په ۴ مه، افغان حکومت داسې یو پلان تصویب کړ چې په دولتي سکتور کې د ښځو برخه اخیستنه ډېره کړي. د افغانستان د اداري او دولتي اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون د راپور په اساس، ښځې د هېواد د دولتي کارکوونکو ۲۷.۳٪ جوړوي.‌

په لوګر ولایت کې، اوس ډېر دا پوښتنه کوي چې ښځې دې په ولایتي اداره کې لا پراخ رول ولوبوي.

په لوګر ولایت کې د مدني ټولنې یوې فعالې زرغونې روستایي وویل، په حکومتي دوایرو کې د ښځو برخه اخیستنه د طالبانو له نسکورېدا راهیسې زیاته شوې ده، خو لا ډېر نور کار ته اړتیا ده.

روستایي سلام ټایمز ته وویل، «په حکومتي دوایرو کې د ښځو حضور له ۱۷ کاله پخوا وختونو څخه ډېر زیات شوی دی،»

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي وویل، «په عمومي توګه د ښځو لپاره وضعه او شرایط پرمخ تللي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په تېر وخت کې، د لوګر په حکومتي دوایرو کې د ښځو استازیتوب له ۵٪ څخه کم وو،»

هغه وویل، «هغوی تر ډېره په ښوونه او روزنه کې کار وکړ. لږ شمېر کسانو په ولایتي اداره کې کار کاوه، خو اوس دا تقریباً ۲۰٪ ته رسېدلې ده.»

هغه وویل، «هڅه روانه ده چې د لوګر په حکومتي دوایرو کې د ښځو لپاره شرایط برابر کړي،»

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وویل، حکومتي اداره هڅه کوي چې د ښوونې او روزنې په برخه او حکومتي دوایرو کې د ښځو لا ډېره برخه اخیستنه یقیني کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ولایتي اداره هڅه کوي چې د ظرفیت جوړونې او روزنې له لارې د ښځو د مسلکي پرمختګ لپاره شرایط برابر کړي»

د خلکو د خبرتیا زیاتول

د مدني ټولنې فعالې روستایي وویل، د طالبانو د پخواني حکومت له ظالمانه واکمنۍ څخه پرته، د لوګر د ټولنې دودیز ماهیت او د ولایت د اوسېدونکو تر منځ د بې سوادۍ د کچې زیاتوالی د ښځو د لږ پرمختګ اصلي دلایل بلل کیږي.‌

هغې وویل، خو بیا هم د پخوا پرخلاف، د عامه خبرتیا په زیاتېدلو سره کورنۍ په ډېرېدونکي ډول خپلو لوڼو ته اجازه ورکوي چې درس ووایي او کار وکړي.

روستایي وویل، «په وروستیو کلونو کې، د لوګر اوسېدونکي پوه شوي چې دا د هغوی په خپله ګټه ده چې خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي چې زده کړه وکړي. څومره چې ډېرې ښځینه ښوونکې په ښوونځیو کې تدریس کوي، هومره ډېر د نجونو اعتماد زیاتیږي چې تعلیم ترلاسه کړي.»

روستایي زیاته کړه، ښځې د لوګر په ولایتي ادارو کې د اجرائیه مسؤلینو، مرستیالانو، رییسانو او افسرانو په توګه کار کوي.‌

د ولایتي شورا رییس ستانکزي ومنله چې میندو او پلرونو په لوګر ولایت کې د خپلو لوڼو لپاره د عالي تحصیلاتو په برخه کې علاقه مندي ښودلې ده.

هغه وویل، «پخوا، مونږ داسې څوک نه لرل چې له لېسانس سره فارغه شوې وي، خو یوازې سږ کال ۵۶ نجونې له لوګر پوهنتون څخه فارغې شوي، او هغوی وهڅول شوې چې له امتحان ورکولو څخه وروسته په محلي حکومتي دوایرو کې کارونه ولټوي.»

هغه زیاته کړه، «په لوګر ولایت په ځانګړې توګه له مرکز څخه بهر ډېرې ستونزې وې او لا هم شته، خو سږ کال وضعه ښه شوې ده، او اوسېدونکي خبر دي چې د هغوی لوڼې باید له فراغت څخه وروسته کار وکړي.»

د طالبانو غندنه

په حکومتولۍ کې د ښځو د برخه اخیستنې لپاره غوښتنه په لا پراخ ډول ښیي چې افغانان په کلکه د طالبانو لارې ته ورستنېدل ردوي.

د مدني ټولنې یو فعال عبیدالله یوسفي چې په کابل کې اوسېږي، په لوګر ولایت کې د ښځو زیاتې شوې برخه اخیستنې ته په اشارې سره وویل، «افغانان اوس خبر دي او کولی شي چې د ښو او بدو تر منځ فرق وکړي -- له دې امله،‌ هغوی نه غواړي چې د طالبانو تورې دورې ته بېرته ورستانه شي،»

یوسفي سلام ټایمز ته وویل، «په اسلام او همدارنګه د هېواد په قوانینو کې، ښځې ځانګړي حقونه لري، او له ښه مرغه، اوس خلک له دې حقونو څخه خبر دي او نه غواړي چې ترې محروم شي،»

په کابل کې د مدني ټولنې یوې بلې فعالې جمیلې رضایي وویل، طالبان باید وپوهېږي چې افغانې ښځې نور نه غواړي چې افغانستان د هغوی ستونزمنې واکمنۍ ته بېرته ورستون شي.

رضایي سلام ټایمز ته وویل،‌«ښځې غواړي چې په عامه او خصوصي دواړو سکتورونو کې قوي حضور ولري، او هغوی نه غواړي چې هېڅکله هم بیا هغې تورې دورې ته ورستانه شي،»

هغې وویل، «د دې هېواد اتباع له خپلو حقونو څخه خبر دي او پوهېږي چې ښوونه او روزنه او کار د هغوی په اساسي حقونو کې دي. مونږ طالبانو ته یو پیغام ورلېږدوو چې هغوی بیا هېڅکله هم نشي کولی چې ښځې د هغوی له حقونو څخه محرومې کړي.»

روستایي هم دغه احساس غبرګ کړ.‌

هغې وویل، «افغانانې نه غواړي چې خپلې د تېرو ۱۷ کالو لاسته راوړنې له لاسه ورکړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500