امنیت

له جګړې او طالبانو څخه ستړي شوي د هرات اوسېدونکي د سولې هیله کوي

د عمر راپور

د ښځو او ماشومانو په شمول د هرات ولایت خواوشا ۱۰۰۰ تنو اوسېدونکو د کب په ۱۱مه د هرات ښار شمال ته د غرونو په لور لاریون وکړ چې نیالګي کینوي -- دا سولې ته د ودې ورکولو لپاره یو سمبولیک حرکت دی چې هدف یې په افغانستان کې د جنګ پای ته رسول دي. (عمر)

هرات -- د هرات ښار اوسېدونکي، چې د جګړې کلونو او د طالبانو ظلمونو ستړي کړي دي، د دې لپاره په ګډه کار کوي چې د دوامدارې سولې نظریه وکري او سوله راوټوکیږي.

د ښځو او ماشومانو په شمول د هرات ولایت خواوشا ۱۰۰۰ تنو اوسېدونکو د کب په ۱۱مه د هرات ښار شمال ته د غرونو په لور لاریون وکړ چې نیالګي وکري -- دا سولې ته د ودې ورکولو لپاره یو سمبولیک حرکت دی چې هدف یې په افغانستان کې د جنګ پای ته رسول دي.

د نهال ۹۸ په نامه په دغه کمپاین کې، د هرات ښار اوسېدونکو د سولې د غوښتنې د برخې په توګه کوترې او بالونونه هوا ته خوشې کړل. په ۹۸ کې ۱۳۹۸ لمریز کال ته اشاره شوې ده.‌

د تاوتریخوالي د ودرولو غوښتنه

د هرات ښار یوې ۳۶ کلنې اوسېدونکې، نوریه ارین، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ غواړو چې د نیالګیو د کرلو له لارې له سولې سره خپله علاقه مندي وښیو،»

د هرات ښار اوسېدونکي د کب په ۱۱مه د استوګنې په سیمو کې د نیالګیو له کرلو څخه مخکې ځمکه چمتو کوي. [عمر]‌

د هرات ښار اوسېدونکي د کب په ۱۱مه د استوګنې په سیمو کې د نیالګیو له کرلو څخه مخکې ځمکه چمتو کوي. [عمر]‌

د هرات ښار اوسېدونکي د کب په ۱۱مه د استوګنې په سیمو کې نیالګي کري. [عمر]‌

د هرات ښار اوسېدونکي د کب په ۱۱مه د استوګنې په سیمو کې نیالګي کري. [عمر]‌

د هرات ښار ښځو د کب په ۱۱مه د استوګنې په سیمو کې د نیالګیو کرلو ته د چمتووالي پر وخت د سولې شعارونه پورته کړي. [عمر]

د هرات ښار ښځو د کب په ۱۱مه د استوګنې په سیمو کې د نیالګیو کرلو ته د چمتووالي پر وخت د سولې شعارونه پورته کړي. [عمر]

ارین وویل،‌«هر څوک سوله غواړي او دا غوره بولي چې په امنیت کې ژوند وکړي. مونږ هم په خپل وطن کې سوله او ارامي غواړو. زمونږ په وطن کې له ۴۰ کالو راهیسې جنګ روان دی،‌ خو مونږ هیله لرو چې زمونږ ماشومان وکولی شي چې په سوله کې ژوند وکړي، او مونږ په دې هیله یو چې یو پرمختللی هېواد ولرو،»

د هرات اوسېدونکیو وویل، د دغه کمپاین هدف دا دی چې طالبان په دې پوه کړای شي چې هغوی باید تاوتریخوالی او د افغانانو وژنه ودروي او د سولې لپاره له موجود فرصت څخه ګټه واخلي.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي جلیل احمد شایان، چې ۲۷ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «هرې افغانې کورنۍ درد لیدلی او خپل یو یا څو عزیزان یې په دې جنګ کې له لاسه ورکړي دي،»

هغه وویل، «اوس، د نور جنګ لپاره ځای نشته، او دا جنګ باید پای ومومي. طالب د دې وطن ورور او زوی دی، خو زمونږ دښمنانو هغوی (طالبانو) ته ناوړه هدفونه ورکړي، او له دې امله هغوی له سمې لارې څخه اوښتي دي. هغوی د اسلام نوم بد کړی دی.»

شایان وویل،‌ طالبان باید «د هېواد له مشرانو سره یوه مېز ته کېني او له مونږ سره د ورونو په څېر ژوند وکړي».‌

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي، میرویس عرب، چې ۲۴ کاله عمر لري او په دې پروګرام کې یې برخه اخیستې وه، دغه پیغام غبرګ کړ.

عرب سلام ټایمز ته وویل، «وسله والو مخالفینو ته زمونږ پیغام دا دی چې د سولې پروسې سره یوځای شي ځکه چې مونږ له جګړې، وینه تویونې او وژنو څخه ستړي یو. مونږ طالبانو ته وایو چې که هغوی د خپل هېواد خدمت کول غواړي، هغوی باید د امنیتي ځواکونو برخه شي او له مونږ سره په یوه سوله ییز چاپېریال کې ژوند وکړي.»

'د را یوځای کېدلو وخت'

ارزو مهر آفرین، چې ۲۱ کاله عمر لري، وویل، دغه د کرنې کمپاین ښیي چې ځایي خلک د سولې، او د جنګ د پای ته رسولو په غوښتنه کې سره یوه خوله دي.

مهر آفرین سلام ټایمز ته وویل، «مونږ سپینې کوترې خوشې کړې چې نړۍ او طالبانو ته خپل پیغام ولېږو چې مونږ سوله غواړو، او سوله د هر چا طبیعي حق دی. جګړه، چې له ۳۰ کالو څخه له ډېر وخت راهیسې روانه ده، مونږ ټول ستړي کړي یو. هر کور غم ځپلی دی، او مونږ نشو کولی چې داسې یوه کورنۍ هم پیدا کړو چې د یوه غړي د له لاسه ورکولو ویر پرې نه وي تېر شوی.»

مهر آفرین زیاته کړه، «اوس د دې وخت دی چې مونږ ټول سره راټول شو او خپل هېواد جوړ کړو،»

د هرات محلي مقامات له اوسېدونکیو سره د نیالګیو کرلو په سوله ییز کمپاین کې یوځای شول او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې افغان حکومت په دې باور لري چې تاوتریخوالی او له طالبانو سره جګړه به پای ته ورسیږي او سوله به حاکمه شي.‌

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «د سولې خبرې په چټکۍ سره پر مخ ځي، او مونږ هیله مند یو چې په نژدې راتلونکي کې به جګړه ودرېږي او هېواد ته به سوله راشي،»

هغه وویل، «عام خلک غواړي چې د ونو د کرلو له لارې د جګړې پر ضد ودرېږي او هېواد ته سوله راوړي. ټول افغانان سوله غواړي ځکه چې مونږ له ۴۰ کالو راهیسې په جګړه کې یو، او افغان حکومت دې ته ژمن دی چې د سولې یوه منصفانه پروسه پرمخ بوځي، او په دې برخه کې ډېره هیله موجوده ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500