http://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2019/03/07/feature-01
| د ښځو حقوق

افغان نوښتګرې ښځې د طالبانو د استازو په مخکې په زړورتیا د ښځو له حقونو څخه دفاع وکړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

فوزیه کوفي زړه نازړه وه چې په مسکو کې د طالبانو د ډلې د هغو غړو له همکارانو سره، چې د هغې مېړه یې بندي کړی وو، هغې ته یې ګواښ کړی وو چې د نوکانو د رنګ د وهلو له امله به یې سنګسار کړي، او کله چې هغه د پارلمان یوه مهمه غړې شوه، هڅه یې وکړه چې هغه ووژني، وګوري. [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ ای اېف پي]

کابل -- فوزیه کوفي زړه نازړه وه چې په مسکو کې د طالبانو د ډلې له هغو اورپکو سره چې د هغې مېړه یې بندي کړی وو، هغې ته یې ګواښ کړی وو چې د نوکانو د رنګ د وهلو له امله به یې سنګسار کړي، او کله چې هغه د پارلمان یوه مهمه غړې او د ښځو د حقونو فعاله شوه، هڅه یې وکړه چې هغه ووژني، وګوري.

بیا هم، دغه نوښتګره سیاستواله او د دوه ماشومانو مور تېره میاشت په مسکو کې د یوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو د استازو‌ په مخکې ودرېدله او په قاطع ډول یې څرګنده کړه چې د هغوی په څېر له ښځو څخه نفرت او تعصب به بیا هېڅکله په افغانستان کې ریښې ونه ځغلوي.

کله چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د تېرې تلې میاشتې د انتخاباتو رایې نهایي کړي، هغه به له پارلمان څخه وځي. هغې دا ځل انتخاباتو کې برخه وانه خیستله.‌

فوزیه کوفي، چې په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو یوه استازې ده، د سلواغې په ۱۹مه په په کابل کې په خپل کور کې له ای اېف پي سره مرکه کوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

فوزیه کوفي د تېر مرغومي په ۱۰مه په کابل کې د پارلمان د یوې غونډې په ترڅ کې خبرې کوي. [فوزیه کوفي/ټوېټر]

په یاده دوه ورځنۍ غونډه کې د ولسمشر اشرف غني ځینې غټو سیاسي سیالانو هم برخه اخیستې وه، چې د افغانانو له خوا په پراخه توګه وغندل شوه ځکه هغوی وایي چې روسیه افغانستان ته د سولې د راتګ په برخه کې صادقانه ارادې نه لري.

خو د کوفي په نظر، په دې کتنه کې هغې دا فرصت ترلاسه کړ چې له داسې چا سره مخامخ شي چې هغه یې زورولې وه.‌

هغې په کابل کې له ای اېف پي سره په یوه مرکه کې وویل، «داسې نه وو چې ما غوښتل داسې وکړم، بلکې دا کار ما د افغانستان د ښځو لپاره وکړ. ما ځان قوي احساس کړ. کوټه له خلکو ډکه وه او هغه هم ټول نارینه ول. زما لپاره، دا مهمه وه چې هغوی ته ځان ښکاره او خپل پیغام ورته روښانه کړم.»

ډېرې ښځې، په ځانګړې توګه، داسې وېره لري چې بېرته به د طالبانو تر واک لاندې دورې ته ورټېل وهل شي، چې تر چادریو لاندې او د دېوالونو تر شا به ایسارې شي، چې ښوونې او روزنې او کاري فرصتونو ته به لاسرسی نه لري.‌

د سرغړونې ژوند

په خبرو کې، په داسې صحنو کې چې د طالبانو تر رژیم لاندې د فکر وړ هم نه وې، ملایان غلي ناست وو چې کوفي د خپلې لور له حقونو څخه، چې په یوه عصري افغانستان کې له سختو محدویتونو څخه ازاد غوړېږي، دفاع کوله.‌

د کانفرانس پاتې ۴۸ برخه وال ټول سړي، افغان سیاسي بانفوذه کسان او داسې ږیرور طالب چارواکي ول -- چې یو یې هم د یوې ښځې له خوا داسې په تاکید خبرو کولو سره عادت نه وو.

کوفي د غونډې د برخه والو په مخکې خپلې باغیانه وینا ته په اشارې وویل، «تاسو نشئ کولی چې هغه داسې په کور کې ایساره او له خپلو حقونو څخه محرومه کړئ لکه زه مو چې کړې وم، چې نړۍ دې د خپلو چادریو له کوچنۍ کړکۍ څخه وویني،»

هغې وویل، «اوس هغه ډېر ارتباطات لري.‌ هغه به ستاسو وخت ته بېرته ستنه نشي.»

مسکو ته په الوتنه کې د کوفي د لارې یو مسافر ملګری د طالبانو د وخت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر -- مذهبي پولیسو مشر وو. هغوی به په سپین پېک آپ موټر کې په کوڅو کې ګرځېدل او هغه ښځې به یې په نښه کولې چې هغوی به بې حیا بللې.

۴۴ کلنې کونډې وویل، «زما یاد شي چې د هایلکس پېک آپ غږ به څومره خطرناک وو او هرې ښځې به چې اورېده، وار به یې خطا کېده. هغه اواز اوس هم زما په غوږونو کې انګازې کوي.»

هغې زیاته کړه، «ما هڅه وکړه چې له هغې سره صمیمي واوسم، او ما هڅه وکړه چې د درناوي چلند وکړم. ما هڅه ونه کړه چې خپل وېښتان یا بل څه پټ کړم. ما هسې مسخرې کولې، هڅه مې کوله چې هغوی ته ووایم چې «ښایي تاسو په هغه څه چې زه یم خوښ نه اوسئ، خو زه هغه څه یم چې تاسو مې ګورئ.'»

هغه چې په اقلیت کې وه، مجبوره وه چې د بحث له کوچنیو حلقو سره یوځای شي. په رسمي خبري کانفرانس کې، هغه شاته ایساره شوه، او فرصت ورنه کړای شو چې خبرې وکړي په داسې حال کې چې سړيو په مخکینۍ برخه کې له بهرنیو رسنیو سره خبرې کولې.

دا د ښځینه قانون جوړونکې لپاره نوي څه نه وو. هغې په داسې یوه هېواد کې چې اکثر وختونه د ځمکې پر مخ د یوې ښځې یا یوې سیاستوالې لپاره تر ټولو خطرناک بلل کیږي او په ځانګړې توګه هغه وخت چې دواړه صفتونه ولري، رالویه شوې ده.

'ولې باید زه سوال وکړم؟'

د یوې نه غوښتل شوې نوې زېږېدلې نجلۍ په حیث، کوفي د هغې مور لمر ته پرېښې وه چې مړه شي. د هغې مور د یوې داسې کورنۍ مېرمن وه چې ۷ ښځې او ۲۳ ماشومان یې لرل.‌

تر نژدې یوې ورځې پورې هغه لمر ته پرته وه او چیغې یې وهلې څو چې د هغې د مور پرې زړه سوزېدلی او هغه یې بېرته ور اخیستې وه.‌

له هغه وخت څخه وروسته هغه د خپلې مور تر مینې او ملاتړ لاندې لویه شوه، او د هغې په کورنۍ کې لومړنۍ نجلۍ شوه چې ښوونځي ته لاړه، خو کله چې طالبان په ۱۳۷۵ کې قدرت ته ورسېدل، هغه مجبوره کړای شوه چې طب پوهنځی پرېږدي.‌

په ۱۳۸۰ کال کې د متحده ایالاتو له یرغل څخه وروسته، هغه په یوه نوي افغانستان کې وغوړېده او د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسېف) سره یې کار پیل کړ او بیا په ۱۳۸۴ کال کې یې سیاست ته لاره وکړه چې د هېواد لومړنۍ ښځه وه چې د ولسي جرګې د رییس مرستیاله شوه.

هغې په خپل سیاسي ژوند کې د سړیو پر وړاندې سخته مبارزه کړې او هڅه یې کړې چې د ښځو حقونه خوندي کړای شي او له نه محبوبیت سره بلده ده.‌

د هغې د ژوند اخیستلو په لړ کې یو ځل په ۱۳۸۹ کال کې هغه وخت هڅه وشوه چې وسله والو سړیو له تورې بوړې سره نژدې د هغې د موټرو په کاروان برید وکړ او د هغې له ساتونکو څخه یې یو ټپي کړ.‌

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېر کال وروسته له هغه نوموړې انتخاباتو ته له بیا ودرېدلو څخه منع کړه چې هغوی ته شکایتونه ورغلل چې هغه له ناقانونه وسله والو ډلو سره اړیکې لري. هغې د ځان پر ضد له دغو ټولو تورونو څخه انکار کړی دی.

د تېر چنګاښ په میاشت کې، افغان ځواکونو د کوفي ورور، نادرشاه کوفي، چې د بدخشان یو جنګسالار دی، ونیو.

هغې وویل، «زما مبارزه یوه خوشحالوونکې مبارزه نه ده. هغه داسې څه نه ده چې خلک په ځانګړې توګه سیاستوال یې په افغانستان کې خوښوي. زه هغه د یوې مثبتې نښې په توګه وینم. ښایي چې له ما څخه تر ټولو ډېره کرکه کیږي ځکه چې زه مې خپل خلک خفه کوم. خو دغه صحیح ده ځکه چې تاسو نشئ کولی چې هر څوک خوشحال کړئ.»

کوفي وویل یو شی چې هغې په مسکو کې ورته پام ونه کړ، هغه د طالبانو له خوا دا ردول وو چې ښځه دې د افغانستان د ولسمشرې په توګه قبوله کړي.

هغې وویل، «ولې زه باید له هغوی څخه د هغه څه سوال وکړم چې زه یې مستحقه یم؟ هغه داسې یو حق دی چې زمونږ په اساسي قانون کې تضمین شوی دی. زه د خپل جنسیت له پام کې نیولو څخه پرته د هر موقف لپاره ځان مستحق ګڼم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
2
نه
1 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha
| 03-08-2019

دا لیکنه ښه ده او هو زما خوښه شوه خو تاسو په افغانستان کی د پښتنو په وړاندی ښه چلند نه کوئ. تاسو همیشه د نمونه ښځو په توګه غیر پښتنې ښځی وړاندی کوئ په داسی حال کی چې پښتنې د نورو په نسبت له ډیرو کورنیو او ټولنیزو قیودو او محدودیتونو سره مخامخ دي. په کار دی چی تاسو په خپلو راپورونو کی پښتنو ښځو او د ټولنی محرومو خلکو ته هم انعکاس ورکړئ. مننه

ځواب ورکړئ