امنیت

|

د مزاري په مراسمو په برید کې لاس لرونکی د داعش مشکوک غړی ونیول شو

سلام ټایمز او ای اېف پي


په کابل کې د کب په ۱۶مه له یوې لویې غونډې سره نژدې د یو شمېر هاوان ګولیو له چاودېدلو څخه وروسته، یو ټپي شوی افغان یوه نژدې روغتون ته په یوه امبولانس کې له انتقال کېدلو څخه وروسته طبي درملنه ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په کابل کې د کب په ۱۶مه له یوې لویې غونډې سره نژدې د یو شمېر هاوان ګولیو له چاودېدلو څخه وروسته، یو ټپي شوی افغان یوه نژدې روغتون ته په یوه امبولانس کې له انتقال کېدلو څخه وروسته طبي درملنه ترلاسه کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د کورنیو چارو وزارت وویل چې یو له هغو مشکوکو کسانو څخه چې د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ یې په کابل کې د مشرانو حکومتي څېرو په ګډون لویو مراسمو باندې برید کې لاس درلود، ونیول شو، په داسې حال کې چې د ترهګرې ډلې نور غړي د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ووژل.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال خوشحال سادات تفصیلات وړاندې کړل او د بریدګرو پر ضد د عملیاتو عکسونه یې په ټوېټر خپاره کړل.

چارواکو وویل چې دغه برید درې کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل.‌


پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ورپسې محمد محقق د کب په ۱۶مه په کابل کې په مراسمو کې له نورو عاليرتبه مقاماتو سره ستړي مه شي کوي. د هاوان یوه ترهګریز برید دغه غونډه ګډه وډه کړه او درې افغانان یې ووژل. [فیسبوک]

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ورپسې محمد محقق د کب په ۱۶مه په کابل کې په مراسمو کې له نورو عاليرتبه مقاماتو سره ستړي مه شي کوي. د هاوان یوه ترهګریز برید دغه غونډه ګډه وډه کړه او درې افغانان یې ووژل. [فیسبوک]


د کورنیو چارو د وزارت مرستیال جنرال خوشحال سادات د بریدګرو پر ضد له عملیاتو څخه وروسته دا عکس په ټوېټر خپور کړ.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال جنرال خوشحال سادات د بریدګرو پر ضد له عملیاتو څخه وروسته دا عکس په ټوېټر خپور کړ.

چاودنې او د ټوپکونو ډزې د هغو مراسمو په ترڅ کې وشوې چې د شیعه هزاره ګانو د مشر عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین یې لمانځه. په دې غونډه کې د افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول د هېواد سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه.‌

طالبانو مزاري د ۱۳۷۳ د کب په ۲۱مه په کابل کې وواژه.‌

د اعماق په نامه د داعش تبلیغاتي اژانس له خوا خپره شوې اعلامیه کې دغې ډلې د پېښې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند وحیدالله مایار په یوه ټویټ کې لیکلي، «۲۲ ټپیان -- درې ماشومان او یوه ښځه -- او درې مړي روغتونونو ته رسول شوي دي،»

د ولسمشرۍ د کاندید عبداللطیف پدرام د فیسبوک پاڼې په اساس، په ټپیانو کې هغه هم شامل دی چې «حال یې ښه دی».

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني -- چې هغه هم په صحنه کې حاضر وو، زیاته کړه چې «ترهګرو د لمانځنې په مراسمو راکټي بریدونه وکړل» او ویې ویل چې هغه ته په کې څه زیان نه دی رسېدلی.

افغان چارواکي معمولاً د هاوان ګولیو ته «راکټونه» وایي.

'د نه بخښلو وړ برید'

داعش د تېرو کلونو په ترڅ کې په دغه هېواد کې د شیعه ګانو په غونډو او جوماتونو باندې د یو لړ خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

خو دغه ګروپ، په وروستیو میاشتو کې، چې طالبان، افغان امنیتي ځواکونه او متحده ایالات د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان پولې سره نژدې د داعش ورټولېدونکی مرکز په نښه کوي، په نسبي توګه غلی شوی دی.

د ولسمشرۍ کاندید او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په یوه ټویټ کې ولیکل، «دا د یوه بې رحمه دښمن له خوا په ملکي خلکو باندې تر ټولو ډېر وحشیانه او د نه بخښلو وړ برید وو،»

هغه زیاته کړه، د هغه ۸ تنه امنیتي ساتونکي ټپیان شوي دی.‌

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالات او طالبان د نژدې ۱۸ کلنې شخړې د پای ته رسولو لپاره په قطر کې د سولې خبرې کوي.

په کابل کې وروستی غټ برید د مرغومي په میاشت کې وشو چې طالبانو یې مسؤلیت ومانه او تر کلکې امنیتي څارنې لاندې زرغون کلی یا ګرین ویلېج یې، چې د خارجیانو کلا وه، په نښه کړ.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

Ca mobile no 3

0 تبصره

* ضروري برخې ښيي
Captcha

مهم خبرونه

له جګړې او طالبانو څخه ستړي شوي د هرات اوسېدونکي د سولې هیله کوي

د اورپکو له خوا په هېواد کې د څو کالو له تاوتریخوالي څخه وروسته محلي خلک په یوه غږ سره یوځای شوي او د سولې په هیله نیالګي کري.

د رایو شمېر

څومره احتمال لري چې طالبان به د چنګاښ په میاشت کې د ولسمشرۍ انتخاباتو څخه مخکې له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرې ترسره کړي؟

نتایج وګورئ