کابل -- د کورنیو چارو وزارت وویل چې یو له هغو مشکوکو کسانو څخه چې د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۶مه/ یې په کابل کې د مشرانو حکومتي څېرو په ګډون لویو مراسمو باندې برید کې لاس درلود، ونیول شو، په داسې حال کې چې د ترهګرې ډلې نور غړي د عملیاتو په ترڅ کې امنیتي ځواکونو ووژل.
د کورنیو چارو د وزارت مرستیال خوشحال سادات تفصیلات وړاندې کړل او د بریدګرو پر ضد د عملیاتو عکسونه یې په ټوېټر خپاره کړل.
چارواکو وویل چې دغه برید درې کسان ووژل او ۲۲ نور یې ټپیان کړل.
چاودنې او د ټوپکونو ډزې د هغو مراسمو په ترڅ کې وشوې چې د شیعه هزاره ګانو د مشر عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین یې لمانځه. په دې غونډه کې د افغان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول د هېواد سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه.
طالبانو مزاري د ۱۳۷۳ د کب په ۲۱مه په کابل کې وواژه.
د اعماق په نامه د داعش تبلیغاتي اژانس له خوا خپره شوې اعلامیه کې دغې ډلې د پېښې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند وحیدالله مایار په یوه ټویټ کې لیکلي، «۲۲ ټپیان -- درې ماشومان او یوه ښځه -- او درې مړي روغتونونو ته رسول شوي دي،»
د ولسمشرۍ د کاندید عبداللطیف پدرام د فیسبوک پاڼې په اساس، په ټپیانو کې هغه هم شامل دی چې «حال یې ښه دی».
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني -- چې هغه هم په صحنه کې حاضر وو، زیاته کړه چې «ترهګرو د لمانځنې په مراسمو راکټي بریدونه وکړل» او ویې ویل چې هغه ته په کې څه زیان نه دی رسېدلی.
افغان چارواکي معمولاً د هاوان ګولیو ته «راکټونه» وایي.
'د نه بخښلو وړ برید'
داعش د تېرو کلونو په ترڅ کې په دغه هېواد کې د شیعه ګانو په غونډو او جوماتونو باندې د یو لړ خونړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
خو دغه ګروپ، په وروستیو میاشتو کې، چې طالبان، افغان امنیتي ځواکونه او متحده ایالات د افغانستان په ختیځ کې د پاکستان پولې سره نژدې د داعش ورټولېدونکی مرکز په نښه کوي، په نسبي توګه غلی شوی دی.
د ولسمشرۍ کاندید او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر په یوه ټویټ کې ولیکل، «دا د یوه بې رحمه دښمن له خوا په ملکي خلکو باندې تر ټولو ډېر وحشیانه او د نه بخښلو وړ برید وو،»
هغه زیاته کړه، د هغه ۸ تنه امنیتي ساتونکي ټپیان شوي دی.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالات او طالبان د نژدې ۱۸ کلنې شخړې د پای ته رسولو لپاره په قطر کې د سولې خبرې کوي.
په کابل کې وروستی غټ برید د مرغومي په میاشت کې وشو چې طالبانو یې مسؤلیت ومانه او تر کلکې امنیتي څارنې لاندې زرغون کلی یا ګرین ویلېج یې، چې د خارجیانو کلا وه، په نښه کړ.