امنیت

په سوریه کې د داعش ختمېدونکی قلمرو خپل ځان له ژوندي پاتې کسانو څخه تشوي

ای اېف پي

یوې ښځې چې پوره حجاب یې اغوستی دی، دوه کوچنۍ نجونې په داسې حال کې خپلې سینې پورې نیولې دي چې په سلګونو زره ملکي خلک، چې په سوریه کې د داعش له وروستي مرکز څخه راوتلي، له باغوز څخه بهر د متحده ایالاتو له خوا د حمایه کېدونکيو سوریایي دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) له خوا چلېدونکي د نويو ور رسېدونکیو د چاڼ مرکز خواته ور روان دي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

له باغوز سره نژدې، سوریه -- په سلګونو ښځې او ماشومان چې د ګولیو ډزو ټکانونه ورکړي او پرېشان کړي دي، د ختیځې سوریې په پراخه دښته کې وروسته له هغه را ایسار شوي چې د داعش تر کنټرول لاندې قلمرو له وروستۍ نقطې څخه راوتلي دي. هغوی هر هغه څه چې په وس یې پوره وو له ځانونو سره را اخیستي دي.

هغوی چې د جهادیانو د پاتې خاورې د وروستیو ژوندي پاتې کسانو له ډلې څخه دي، د ډکې لارۍ په وسیله د تجمع یوې نقطې ته چې د متحده ایالاتو له خوا حمایه کېدونکي د سوریې دیموکراتیک ځواکونه ډلې له خوا چلول کېږي، رارسېدلي دي.

له تلاشۍ څخه وروسته، ښځې په ډلو ډلو کې په دښته کې په داسې حال کې ځای پرځای شوې چې اوږده ټیکري یې ورپسې ورڅښېدل او خیرن او په خوارځواکۍ اخته ماشومان پرې ورټول وو، او د اوبو او ډوډۍ په مرستندویو کڅوړو ور ولوېدل.‌

د دیر الزور د سیمې اوسېدونکې یوې ښځې، چې یوه ډکه کڅوړه یې پسې ورکش کوله او یو تش جګ یې لېږداوه، د اوبو غوښتنه وکړه او بیا ورټیټه شوه او له ځمکې څخه یې یو نیم تش بوتل ورپورته کړ او ژر ژر یې ترې اوبه وڅښلې.

ملکي خلک چې د سوریې په باغوز کې د داعش له په جګړه کې ښکېل پټنځای څخه راوتلي، د کب په ۱۴مه د متحده ایالاتو له خوا حمایه کېدونکي، د کوردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو (اېس ډي اېف) تر کنټرول لاندې، د چاڼ یوه مرکز کې انتظار کوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

یو عکس چې د لیندۍ په ۲۲مه د داعش له خوا په ټیلیګرام خپور شوی، د دغې ډلې د جنګیالیو یو ګروپ ښیي چې په سوریه کې په یوه سمارټ فون ورټول شوي دي. [آرشیف]

یو عکس چې د لیندۍ په ۲۲مه د داعش له خوا په ټیلیګرام خپور شوی، د دغې ډلې د جنګیالیو یو ګروپ ښیي چې په سوریه کې په یوه سمارټ فون ورټول شوي دي. [آرشیف]

«مونږ محاصره شوي وو... مونږ چټلې اوبه څښلې.»

په نژدې ځای کې، په سلګونو سړي چې سنګرونه یې پرېښي وو، په داسې حال کې ستړي په کتار ولاړ ول چې د متحده ایالاتو له خوا حمایه کېدونکو د اېس ډي اېف عسکرو هغوی د توقیف لپاره تر مرحلو تېرول.

مشکوکو جنګیاليو، چې په ټپونو یې پټۍ لګېدلې او په خټو ککړ ول، د هغو جهادیانو د دولت ته ورته جوړښت د مرګ انځور وړاندې کاوه چې یو وخت یې په سیمه واکمني کوله.

څلور کاله مخکې د خپل اوج په نقطه کې، داعش د برتانیا په اندازه یوه خاوره کې د میلیونونو خلکو په سر واکمني کوله.

خو جهادیانو له عراق سره د سوریې سرحد ته نژدې د فرات سیند په اوږدو کې یوه کوچني ځای ته ورټول کړای شول.‌

'نور د داعش په څېر څه شی نشته'

اېس ډي اېف او د متحده ایالاتو تر لارښوونې لاندې ایتلاف د شنبې او یکشنبې په ترڅ کې په مقاومت کوونکو جهادیانو باندې بمونه وغورځول. هغوی دا کار له څو اونیو دمې څخه،‌ چې ملکي خلکو ته یې فرصت ورکړی وو چې له بمباري کېدونکې سیمې څخه راوځي، وروسته وکړ.

خو د کوردانو په مشرۍ ځواک د یکشنبې په ورځ /د کب په ۱۲مه/ بیا مجبور شو چې په سیمه کې د ایسارو ملکي خلکو د ژوندي پاتې کېدلو په غرض خپل فشار کم کړي.

د تجمع په نقطه کې، د ماشومانو سترګې هغه وخت له حیرانتیا ټېغې راووتلې چې له دوی څخه د مخکې وتلو خلکو د ډلو له خوا د پاتې کثافت ډېرۍ یې ولیدلې.‌

په وروستیو اونیو کې، د جهادیانو له وخت په وخت ورټولېدونکي قلمرو څخه په لسګونو زره ملکي خلک راووتل -- چې په کې د سیمې او نړۍ د ښځو او ماشومانو نه ختمېدونکی بهیر لا هم را روان دی.‌

هغو کسان چې د تېرو څو ورځو په جریان کې راوتلي، وویل چې هلته لا تر اوسه هم په زرګونو ملکي خلک پاتې دي خو پاتې جهادیان چمتو دي چې جنګ وکړي.‌

د سوریې د حلب اوسېدونکي محمود چې ۱۳ کاله عمر لري، په داسې حال کې چې یوې بلې لارۍ ته ور روان وو، چې دې ته تیاره وه چې هغه یوه بل کمپ ته چې له وتلیو خلکو څخه بېخي ډک وو، ور ولي، وویل، «نور ختم دي،»

«هلته نور له داعش څخه پرته نور څه نه دي پاتې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوس د داغش په نوم کومه ډله شتون نلري(!) والله الهي که دومره بې عقل وو، خو څه وکړو تر اخیري توان ورسره وجنګیږو خو زور تېر شي. کنه هیڅ لوبه نده دا مسنقیماً جنګ دی. داعش له کومه راجیګ شو او ولې یې دومره زیات ظلم وکړو. دا چا خمایه کولو دا ټولو مالوم دي خو دلته زموږ پر خوله مُهر لګیدلی دی.

ځواب ورکړئ

امیلا د نہ سمہ وہ

ځواب ورکړئ

مبصر صیب ستا خپله املا خرابه ده. د املا پرځای دې (امیلا) لیکلې د دې پرځای دې (د) لیکلي او د ده پرځای دې (وه) لیکلي دي. په پورتنۍ لیکنه کې خو د املا هیڅ غلطي نشته ښه سمه صحیح پښتو یې لیکلې ده. د سلام ټایمز پښتو ښه معیاري پښتو ده او مونږ یی په مینه لولو او خوند ترې اخلي.

ځواب ورکړئ