امنیت

طالبانو په سرپل کې د برید په ترڅ کې کلیوال ولوټل او کورونو ته یې اور ورته کړ

د هدایت الله راپور

د سیمې اوسېدونکي د لړم په ۲۴مه د طالبانو له برید څخه وروسته د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ لوی بازار ته ور اوښتي زیانونه ګوري. دا د اورپکو له خوا د ملکي خلکو ملکیت ته د وراوښتي زیان یو بل مثال دی. [فېسبوک]

د سیمې اوسېدونکي د لړم په ۲۴مه د طالبانو له برید څخه وروسته د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ لوی بازار ته ور اوښتي زیانونه ګوري. دا د اورپکو له خوا د ملکي خلکو ملکیت ته د وراوښتي زیان یو بل مثال دی. [فېسبوک]

کندوز -- د محلي اوسېدونکو او امنیتي چارواکو په وینا، طالبانو د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د کلیو اوسېدونکي د انتقام په توګه هغه وخت ولوټل او د هغوی کورونه یې وسوزول چې هغوی له حکومت سره همکاري وکړه.

اوسېدونکي وایي چې په تغاره خواجه،‌ تېور او خیدار کلیو او همدارنګه د ولسوالۍ په نورو برخو کې په لسګونو کلي د کب په ۹ مه وسوزول شول.

د تغار خواجه کلي یوه اوسېدونکي محمد سالم طارق چې ۴۲ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، طالبانو د هاوان او راکټونو په څېر وسلو په وسیله کورونو ته اور ورته کړ.

طارق وویل، «طالبانو لومړی زمونږ په کورونو کې پناه واخیسته، او بیا یې د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګ پیل کړ،»

په یوه بې نېټې عکس کې د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یو کور ښودل کېږي چې د طالبانو له خوا د هاوان د یوې وار شوې ګولۍ په وسیله ویجاړ کړای شوی دی. [د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو]

په یوه بې نېټې عکس کې د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یو کور ښودل کېږي چې د طالبانو له خوا د هاوان د یوې وار شوې ګولۍ په وسیله ویجاړ کړای شوی دی. [د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو]

هغه وویل، «طالبانو ټول اوسېدونکي مجبور کړل چې له خپلو کورونو څخه وځي او هغوی ته یې وویل چې... هغوی نشي کولی چې خپل د کورونو سامان له ځانونو سره وېسي. د هغوی اکثر ډېر غریب دي، او هغوی هر هغه څه چې لرل یې، له لاسه ورکړل،»

'اوسېدونکو هر څه له لاسه ورکړل'

د خیدار کلي یوه اوسېدونکي سعیدالله سعدي چې ۳۶ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل،‌ «وروسته له هغه چې طالبانو زمونږ کورونو ته اور ورته کړ او ویجاړ یې کړل، مونږ مجبور شو چې د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره له کورونو څخه وځو. هېڅ کورنۍ ونه توانېدله چې حتی یوه جوړه کالي ورسره وېسي. هغوی هر هغه څه چې په کورونو کې یې لرل، له لاسه ورکړل.»

سعدي وپوښتل، «مونږ څه کړي وو چې مونږ په دې یخه هوا کې له خپلو ماشومانو، ښځو او زړو سره یو ځای له خپلو کورونو څخه وتلو ته مجبور شو؟»

د سرپل د ولایتي شورا رییس، محمد نور رحماني، وویل، د اېستل شویو کورنیو له جملې څخه ځینې په سانچارک ولسوالۍ کې له خپلو خپلوانو سره یا په کرایه کړو کورونو کې اوسېږي.

هغه زیاته کړه، د هغوی له جملې څخه ځینې د سرپل ولایتي مرکز ته تللي چې هلته هغوی د فقر ژوند کوي.

رحماني سلام ټایمز ته وویل، «د جنګ په نتیجه کې، اوسېدونکیو هر هغه څه چې لرل یې، له لاسه ورکړي دي،»

هغه وویل، «سږ کال، د سانچارک ولسوالۍ له تغاره خواجه، تېور، خیدار، غوزار ګاودم، لنګر، تبت او نورو کلیو څخه خواوشا ۵۰۰۰ اوسېدونکي اېستلو ته مجبور کړای شوي، او د هغوی له جملې څخه ۱۵۰۰د سرپل ولایت مرکز ته کډه شوي دي او پاتې نور ګاونډیو ولایتونو ته تللي دي،»

هغه زیاته کړه، «متاثر شوې کورنۍ ډېرې ستونزې لري، او حکومت باید د هغوی د راستنېدا لپاره د اړتیا وړ ترتیبات ونیسي،»

پراخ عملیات روان دي

د ولایتي مقاماتو په وینا، افغان ملي اردو، ملي پولیس، د ملي امنیت ریاست او محلي پولیس د سانچارک ولسوالۍ په ستونزمنو سیمو کې د ولید ۳۸ په نامه ګډ عملیات ترسره کوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو دفتر د کب په ۱۱مه وویل، د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د سانچارک ولسوالۍ په دوابه سیمه کې د وروستیو نښتو په ترڅ کې ۷ تنه طالب جنګیالي ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني سلام ټایمز ته وویل، خو د طالبانو دا تکتیک چې د ملکي خلکو په کورونو کې پناه اخلي،عملیات ورو کوي.‌

هغه وویل، «طالبان له ملکي خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي. هغوی د ملکي خلکو او د ولسي پاڅون د غړو په کورونو کې پناه واخیستله، بیا یې ۴۰ کورونو ته اور ورته کړ. دا په ریښتیا سره د بشریت پر ضد جنایت دی.»

هغه وویل، «دا زمونږ د ځمکنیو عملیاتو اتمه ورځ ده. مونږ هیله مند یو چې د دې عملیاتو په پای کې به سیمې ته بهتر امنیت راستون شي. محلي حکومتي اداره کار کوي چې د دغو کورنیو راستنېدا ته ترتیبات ونیسي چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ټول د حکومت د غلطو پالیسیو نتیجه ده چې هغوی بې ګناه ملکي خلک وژني. دا دوه یا درې غریب چې ځانونه طالبان بولي د حکومت پر ضد څه دي.

ځواب ورکړئ