اقتصاد

افغانانو ایران ته د بهېدونکو اوبو د مهارولو غوښتنه وکړه

د عمر راپور

افغانان وایي، حکومت باید ډاډمنه کړي چې د هغه له سیندونو څخه ګاونډي ایران ته وربهېدونکې اوبه دغه هېواد، چې د نویو بندونو د جوړونې په مخنیوي کې یې له طالبانو سره مرستې کړې دي، په وړیا توګه ترلاسه نه کړي. [عمر]

هرات -- چارواکي او عادي افغانان وایي، افغانستان باید ډاډمنه کړي چې د هغه له سیندونو څخه ګاونډي ایران ته وربهېدونکې اوبه دغه هېواد، چې په پرله پسې توګه د افغانستان د بېخبنایي پروژو د پرمختګ مخه نیسي، په وړیا توګه ترلاسه نه کړي.

د باران او واورې وروستيو ورښتونو، په ځانګړې توګه په لوېدیځه سیمه کې مرسته کړې ده چې د افغانستان په یو شمېر برخو کې دوه کلنه اوږده وچکالي کمه شي، او ځینې سیندونه له اندازې ډېر بهېږي.

دا په دې معنی چې ایران هره ورځ له دې درکه په زرګونو مکعب متره اوبه ترلاسه کوي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ له لاسلیک شوي تړون څخه دېرې زیاتې دي.

افغانان،‌ چې پوهېږي چې وچکالي به بیا راوګرځېږي، د اوبیزې برېښنا د بندونو د جوړولو غوښتنه کوي، څو ایران ته د دغې قېمتي سرچینې د بهېدلو پر ځای د هغې را ایسارول ډاډمن کړي.

د مرغومي په ۲۶مه، د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ په پاشدان بند تعمیراتي کار روان دی. [عمر]

د مرغومي په ۲۶مه، د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ په پاشدان بند تعمیراتي کار روان دی. [عمر]

یو افغان عسکر د مرغومي په ۲۶مه په داسې حال کې په پیره ولاړ دی چې د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ په پاشدان بند د رغونې کار روان دی. [عمر]

یو افغان عسکر د مرغومي په ۲۶مه په داسې حال کې په پیره ولاړ دی چې د هرات ولایت د کروخ ولسوالۍ په پاشدان بند د رغونې کار روان دی. [عمر]

د هرات ښار یوه اوسېدونکي،‌ معروف عطايي، سلام ټایمز ته وویل، «په سیمه کې د موجودې وچکالۍ په پام کې نیولو سره، دا د حکومت وجیبه ده چې نور بندونه جوړ کړي او د دې ستونزې په برخه کې لا ډېر جدي ګامونه واخلي، څو زمونږ اوبه په لا ښه توګه کنټرول او مدیریت شي،»

عطايي وویل، له ډېرو کالو راهیسې ګاونډیو هېوادونو په وړیا توګه د افغانستان له اوبو څخه استفاده کوله، چې دا کار تر ډېره د نظارت او خدمتونو د نشتوالي له امله کېده.

هغه زیاته کړه، «د پرمخ تګ لپاره، مونږ نه غواړو چې زمونږ اوبه دې ګاونډیو هېوادونو ته لاړې شي، او حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي،»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي نجیب الله مرزبان وویل، هېواد نېکمرغه دی چې ورښتونه په کې ډېر شول.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ خو «د دې ورښت منفي اړخ دا دی چې په پراخه کچه ډېرې اوبه زمونږ له هېواد څخه وځي. ولې باید زمونږ اوبه له هېواد څخه بهر وځي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې مونږ د اوبو له کمي سره مخامخ یو؟»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي حسیب مستنصر دا خبره ومنله او ویې ویل چې د اوبو صحیح مدیریت ته اړتیا ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغانستان د اوبیزو منابعو صحیح مدیریت به نه یوازې ژوند وژغوري، بلکې همدارنګه زمونږ برېښنایي او زراعتي تولید به هم ورسره زیات شي. مونږ په افغان حکومت غږ کوو چې زمونږ بهېدونکې او د سیندونو اوبه په صحیح توګه مدیریت کړي.»

د اوبو د مدیریت لپاره ژمنتیا

په افغانستان کې د اوبو مدیریت د تېرو پنځو کالو په ترڅ کې د ملي وحدت د حکومت د سر په لومړیتوبونو کې راځي.

په هرات ولایت کې د پاشدان بند او په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند د جوړولو چارې روانې دي، او تمه ده چې دغه دواړه بندونه به د اوبو د موجودو سطحو په مدیریت کې مهم رول ولوبوي او ایران ته د زیاتو اوبو د وربهېدلو مخه به ونیسي.

په فراه ولایت کې د بخش اباد بند او په غور ولایت کې د پوزه لیچ بند ابتدایی رغونه هم پیل شوې ده.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ تر ټولو غټه شتمني اوبه دي، او په دې پېړۍ کې د اوبو ارزښت په استثنایي توګه زیات شوی دی.‌ مونږ خپلې اوبه د نړۍ والو هوکړو او تړونونو په اساس مدیریت کوو، او مونږ خپلو ګاونډیانو ته د اوبو صحیح اندازې ورکوو.»

رحیمي وویل، «مونږ په هرات ولایت کې سلما بند لرو، چې کولی شي ډېره اندازه اوبه ذخیره کړي. په هغو هدایاتو کې چې ولسمشر غني ماته راکړي دي، د اوبو مدیریت شامل دی، او اوس زمونږ ډېرې پانګونې د اوبه لګولو په سیستمونو او ټکنالوجیو باندې متمرکزې دي.»

هغه زیاته کړه، په هرات ولایت کې د پاشدان بند خواوشا ۳۰٪ کار بشپړ شوی دی.‌

رحیمي وویل، «مونږ یو ټیم جوړ کړی چې له پلان سره سم ورځنی او اونیز پرمختګ تعقیب کړي. که مونږ په پروژه کې کوم ځای کمزوری کار یا عیب ومومو، زه به شخصاً هغه تعقیب کړم.»

رحیمي وویل، د پاشدان بند په هرات ولایت کې د ډېرو ستراتیژیکو او حیاتي پروژو په ډله کې دی، او همدارنګه هغه د اوبه لګونې او زراعت لپاره مهم دی.

د فراه والي محمد شعیب ثابت سلام ټایمز ته وویل، په پلان کې ده چې «په نژدې راتلونکي کې» په شاه اباد بند باندې کار پیل شي. ولسمشر غني ډېر تاکید کوي چې دا بند باید ژر تر ژره جوړ کړای شي. د عامو خلکو همکاري پراخه ده، او مونږ هم دې ته ژمن یو چې هغه جوړ کړو.»

د غني په وینا، افغان حکومت د هېواد د اوبو د را ایسارولو او ساتلو لپاره بې درېغه هڅې کوي.‌

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، غني د کب په ۴ مه د کندهار ولایت اوسېدونکو سره په یوه کتنه کې وویل، ترکیې د هلمند ولایت د کجکي بند په انکشاف کې پانګونه کړې او په دې پروژه باندې به کار ژر پیل شي.

طالبانو پورې تړلې پېښې

افغان چارواکو په وار وار په ایران تور لګولی چې طالبان د دې لپاره حمایه کوي چې د هېواد په لوېدیځه سیمه کې د بندونو د رغونې مخه پرې ونیسي.

په هرات ښار کې د سیاسي علومو پوه محمد رفیق شهیر سلام ټایمز ته وویل، طالبانو پورې تړلې امنیتي پېښې «له دې امله وشوې چې په افغانستان کې اوبه دي، څو د یوه داسې نوي حکومت د جوړېدلو مخه پرې ونیسي چې کولی شي د هېواد اوبه مدیریت کړي،»

«ځینې ګاونډي هېوادونه به د بندونو د جوړونې مخنيوي ته دوام ورکړي، له دې امله، هغوی د طالبانو ملاتړ کوي څو د افغان حکومت له خوا د پرمختیايي پروژو د تطبیق مخه ونیسي.»

ایران او افغانستان په ۱۳۵۱ کال کې د هلمند سیند د اوبو د شراکت یو تړون لاسلیک کړ. هغه تړون ایران ته د دغه سیند د بهېدونکو اوبو اندازه په کال کې ۸۲۰ میلیون مکعب مترو پورې محدودوي.‌

د ایران د بهرنیو چارو وزیر،‌ جواد ظریف، تېر کال خبرداری ورکړ چې ایران به له بېلابېل ډول وسیلو څخه کار واخلي څو ایران ته له افغانستان او په ځانګړې توګه له هلمند سیند څخه د ور بهېدونکو اوبو جریان له ټکني کېدلو څخه وژغوري.

هغه د زمري په میاشت کې د ایران د دولتي تلوېزیون له ۳ چینل سره په یوه مرکه کې وویل، «داسې هېڅ اونۍ نه ده تېره شوې چې مونږ دې د هلمند سیند د اوبو په هکله خبرې اترې نه وي کړې،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که امریکایان په ریښتیا سره غواړي چې له افغانستان سره مرسته وکړي او ایران پسې واخلي، په کار دی چې د افغانستان په لویدیځ کی ایران ته د افغانستان په بهیدونکو سیندونو باندی د بریښنا د بندونو په جوړولو کی نغدي مرسته وکړي. امریکا په افغانستان کی ډیری پیسې ولګولي خو هغه څه چې افغانستان ته یی عملا ګټه رسولی ده هغه یوازی د ملي اردو، پولیسو او په ځانګړی توګه د افغان کمانډو ځواک جوړونه ده. تل دې وي د اافغانستان او امریکا دوستي، مرګ د افغانستان په ګاونډیو چې ترهګر روزي او افغانان پری وژني.

ځواب ورکړئ