ديپلوماسي

افغان حکومت د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ خبرو کې 'ریښتینو ګامونو' ته ښه راغلاست وویل

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو استازي د کب په ۶ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې د خبرو د پنځم پړاو پرانسته کوي. [د قطر د بهرنیو چارو وزارت/ټوېټر]

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د طالبانو استازي د کب په ۶ مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې د خبرو د پنځم پړاو پرانسته کوي. [د قطر د بهرنیو چارو وزارت/ټوېټر]

کابل -- افغان حکومت د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د استازو تر منځ شویو خبرو کې وروستي پرمختګ ته ښه راغلاست وویل.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي وویل، د متحده ایالاتو او طالبانو مرکچیانو د سولې په هکله د خپلو اوږدو خبرو پنځم پړاو د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۱مه/ د «ریښتیني پرمختګ ګامونو» سره پای ته ورساوه خو د امریکایي ځواکونو د وتلو د مهالوېش په هکله یې هوکړه ونه کړه.

د ولسمشر اشرف غني ویاند هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «مونږ د افغانستان د سولې پروسه کې د متحده ایالاتو هڅو ته ښه راغلاست وایو،»

چخانسوري زیاته کړه، «مونږ هیله لرو چې له طالبانو سره یو اوږدمهالی هر اړخیز اوربند وشي، او هیله مند یو چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ ژر مستقیم مذاکرات پیل شي،»

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سلواغې په ۱۹مه په واشنګټن ډي سي کې د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې «په افغانستان کې د سولې د راتلونکي» په هکله په یوه بحث کې برخه اخلي. [جېم واټسن/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سلواغې په ۱۹مه په واشنګټن ډي سي کې د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ کې «په افغانستان کې د سولې د راتلونکي» په هکله په یوه بحث کې برخه اخلي. [جېم واټسن/ای اېف پي]

خلیلزاد په خپل ټویټ کې لیکلي، «په دوحه کې مو له طالبانو سره اوږدې خبرې همدا اوس پای ته ورسولې. د سولې لپاره شرایط ښه شوي دي. دا روښانه ده چې ټول لوري غواړي چې جنګ پای ومومي. له ښکته او پورته سره سره، مونږ کارونه په لاره برابر کړل او حقیقي پرمختګونه مو وکړل،»

هغه وویل، «سوله په څلورو مسایلو باندې موافقې ته اړتیا لري، د ترهګرۍ ضد اطمینانونه، د عسکرو اېستل، بین الافغاني خبرې اترې، او یو هر اړخیز اوربند،»

هغه وویل، لوري په لومړیو دوه مسایلو «په مسوده کې» هوکړې ته ورسېدل.

خلیلزاد زیاته کړه چې بل ګام به یې په واشنګټن کې خبرې اترې ترسره کول وي خو خبرداری یې ورکړ چې «څو چې په هر څه موافقه ونشي په هېڅ شي به موافقه نه کیږي».

په دوحه کې خبرې په دې متمرکزې وې چې امریکایي ځواکونه به له افغانستان څخه وځي او یاغیان به دا اطمینان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د راتلونکو ترهګریزو بریدونو لپاره د سټېج په توګه نه کاروي -- چې دا په ۱۳۸۰ کې د وږي د ۲۰ مې یا د سپتمبر د ۱۱ مې له پېښې څخه وروسته د امریکایي پالیسۍ له ابتدایي فکري توجه ګانو څخه وو.‌

د طالبانو یوه ویاند وویل، «د دغو دوه مسایلو په برخه کې پرمختګ شوی دی،»

«د اوس لپاره به دواړه لوري د ترسره شوي پرمختګ په هکله دقت وکړي، له خپلو اړوندو مشرانو سره به یې شریک کړي او د راتلونکې کتنې لپاره به تیاری وکړي.»

دا روښانه نه ده چې د خبرو راتلونکی پړاو به کله ترسره شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چی ریښتیا خبره وي له افغان حکومت نه پرته له طالبانو سره د امریکایانو مذاکرات صحیح کار نه دی، دا د امریکا د یوه دوست سیستم په وړاندی د امریکایانو جفا ښیي. بله خبره، ما واوریدل چی امریکایان به د همدغو مذاکراتو په نتیجه کی پاکستانۍ ترهګره عافیه صدیقي خوشي کوي. که دا ریښتیا وي باید د دغې ترهګری په مقابل کی ډاکتر شکیل افریدی چی د پاکستان په جیل کی بندي دی خوشی کړای شي. افریدي داسی کار کړی چی نه یوازی پښتانه بلکی ټوله نړی یی له یوه لوی شر نه خلاصه کړی ده او امریکایانو باید په پنجابیانو باندی فشار واچوي چی راخوشي یی کړي پاکستان د پیسو په بدل کی هر څه کولو ته حاضر دی.‌

ځواب ورکړئ

مونږ نه غواړو چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په سر معامله وکړي او هر هېواد په کې خپل امتیازات ترلاسه کړي. مونږ داسې یوه بین الافغاني سوله غواړو چې د افغانستان ګټې او راتلونکی په کې تضمین شوي وي‌.

ځواب ورکړئ

هغه څه چی د افغان دولت د سترګو پټ ترسره کیږی هڅکله هم د افغانانو په خیر نشی تمامیدلی

ځواب ورکړئ