امنیت

په هرات کې ښځې د خپلو لاسته راوړنو ساتنه غواړي

د عمر راپور

د هرات ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ څخه ډېرو ښځو د کب په ۲۲مه په هرات ښار کې لاریون وکړ چې د سولې خبرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي او پر طالبانو تاکید وکړي چې له افغانانو سره خپل جنګ پای ته ورسوي.‌

هرات -- د هرات ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ څخه ډېرو ښځو د کب په ۲۲مه په هرات ښار کې لاریون وکړ چې د سولې خبرو څخه خپل ملاتړ څرګند کړي او پر طالبانو تاکید وکړي چې له افغانانو سره خپل جنګ پای ته ورسوي.‌

ښځې، چې د سولې شعارونه او نښې یې پورته کړي ول، د والي د دفتر د مخې په شمول په ټول ښار کې وګرځېدلې.

لاریونوالو د طالبانو د جګړې له امله افغانانو ته په وراوښتو دوامدارو غمونو او دردونو ویر وکړاو ویې ویل چېهغوی غوښتل چې اورپکو ته یو پیغام ور ولېږي چې هغوی باید له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې او د لاریون برخه والې، مهر آفرین کاتبي، چې ۳۵ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ سوله غواړو ځکه چې سوله زمونږ وقار ساتي، او مونږ له جګړې څخه ستړي یو، او هغه باید ودرېږي،»

د هرات ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې د کب په ۲۲مه د هرات ولایت مخې ته راټولې شوې، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې جنګ دې پای ته ورسوي. [عمر]

د هرات ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې د کب په ۲۲مه د هرات ولایت مخې ته راټولې شوې، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې جنګ دې پای ته ورسوي. [عمر]

له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې د کب په ۲۲مه په هرات ښار کې لاریون کوي. [عمر]

له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې د کب په ۲۲مه په هرات ښار کې لاریون کوي. [عمر]

هغې وویل، «مونږ خپل ځوانان له لاسه ورکړل. نور باید د افغان ځوانانو وژنه او ځانمرګي بریدونه ونشي او مونږ یې نشو تحمل کولی،»

کاتبي وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې سولې ته مخه کړي، له مونږ سره ورونه شي او خپلې وسلې ایسته وغورځوي. دا وضعیت به تر کومه روان وي؟‌ زمونږ میندو او خویندو ټولو ډېر زیات دردونه لیدلي دي.»

د هرات د انجیل ولسوالۍ یوې اوسېدونکې فاطمې، چې ۵۵ کاله عمر لري، وویل، هغه له دغه لاریون سره د دې لپاره یوځای شوې چې د هغوی میندو دردونه اظهار کړي چې د جنګ له امله یې خپل زوی له لاسه ورکړی دی.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې سوله وکړي چې زمونږ هېواد ارام شي -- نور جنګ نه وي. هر ځوان چې مړ کیږي، مونږ ته درد راکوي. مونږ نن دلته د خپلو ځوانانو لپاره لاریون وکړ ځکه چې هغوی زمونږ بچیان دي. مونږ میندو ته ډېر غټ درد را رسېدلی دی.»

هغې وویل، «کله چې یو ځوان شخص مړ کیږي -- که هغه طالب وي، د حکومتي ځواکونو غړی وي یا یو عادي وګړی وي -- زما په څېر میندو ته سخت غم ور رسېږي،»

د هرات ښار د یوې اوسېدونکې ۱۸کلنې سارا فاتح په شمول نورو ښځو هم دې ته ورته احساس څرګند کړ.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ سوله غواړو، مونږ غواړو چې له هغو حقونو څخه دفاع وکړو چې اسلام مونږ ته راکړي دي. مونږ سوله غواړو چې د ګډوډۍ ځای ارامي ونیسي. ټولو هغو کورنیو ته چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي، غم رسېدلی دی. د جنګ دوام یوه ستونزه ده.»

د ښځو د حقونو ساتنه

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي او یو شمېر نورو محلي حکومتي چارواکو په دغه لاریون کې برخه واخیسته او ژمنه یې وکړه چې د سولې په هرو خبرو کې به د ښځو حقونه او لاسته راوړنې خوندي کیږي.

رحیمي په هرات کې خبریالانو ته وویل، «ښځې زړورې وې چې د سولې لپاره یې خپل غږ پورته کړ. زه دلته د دې لپاره راغلم چې ستاسو غږ مرکزي حکومت ته ورسوم. مونږ ټول سولې ته اړتیا لرو، او هغه باید راشي.»

رحیمي زیاته کړه، «مونږ داسې سوله نه غواړو چې هغه زمونږ هېواد ورانوي او د ښځو حقونه له پامه غورځوي. مونږ داسې سوله غواړو چې هغه کولی شي چې د افغانستان پرستېژ پورته کړي او زمونږ د میندو او خویندو وقار وساتي.‌ مونږ نور جنګ او د افغانانو وژنه نه غواړو.»

د هرات د ښځو د چارو رییسې انیسې سروري سلام ټایمز ته وویل،‌ په افغانستان کې د ښځو د غږونو پیاوړي کول باید د سولې د هرو خبرو یوه مهمه برخه وي.‌

هغې وویل، «ښځې نه غواړي چې د سولې په خبرو کې د هغوی لاسته راوړنې له پامه وغورځول شي. د دې مسئلې په هکله،‌ ښځو په هرات او د هېواد په نورو ټولو برخو کې خپل غږونه پورته کړي دي.»

سروري وویل، «مونږ سوله غواړو خو داسې سوله چې د ښځو برخه اخیستنې ته وده او پراختیا ورکوي،»

سروري زیاته کړه، «په هرات ولایت کې ښځې ډېرې هیله منې دي، او نړۍ واله ټولنه د هغوی ملاتړ کوي. مونږ باور لرو چې نړۍ واله ټولنه زمونږ تر څنګ ولاړه ده او هغوی به نور طالبانو ته اجازه ور نه کړي چې د ښځو حقونه له پامه وغورځوي.»

شاته تګ نه منل

د تېرو دوه میاشتو په جریان کې د هرات په شمول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ښځو خپل غږ پورته کړی او د سولې په خبرو کې د هغوی د لاسته راوړنو او حقونو د ساتلو غوښتنه کوي.

په هرات ښار کې د ښځو د حقونو یوې فعالې کلثوم صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «د نړۍ والې ټولنې په مرسته، افغان ښځو په ډېرو برخو کې لاسته راوړنې لرلې دي. ډېرې داسې هڅې شوي چې له ښځو سره یې مرسته کړې چې په بېلابېلو -- سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې پرمختګ وکړي.»

صدیقي زیاته کړه، «ښځو دې درجې ته د رسېدلو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، او د هغوی جدي اندېښنه دا ده چې که طالبان له حکومت سره یوځای شي، ښایي چې د ښځو حقونه محدود کړي،»

صدیقي وویل، «زمونږ له لویو اندېښنو څخه یوه دا ده چې کېدای شي زمونږ لاسته راوړنې له منځه وېوړل شي ځکه چې مونږ افغانان لا تر اوسه هم د طالبانو د دورې بدې خاطرې په یاد لرو،»

د هرات د ولایتي شورا یوې غړې، جهان تاب طاهري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هیله لرو چې کېدای شي د سولې خبرې افغانانو ته ښې لاسته راوړنې ولري. مونږ له تېرو څلورو لسیزو راهیسې په جنګ کې یو، او مونږ سولې ته واقعاً تږي یو.»

طاهري وویل، «افغان ښځې باید د هېواد په راتلونکي کې یو مهم رول ولري، او د هغوی حقونه باید له پامه ونه غورځول شي،»

طاهري زیاته کړه، «مونږ د حکومت پر وسله والو مخالفینو غږ کوو چې جنګ ودروي او سولې کولو ته مخه کړي. افغان ښځو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي دي، او هغوی به هېڅ فرد یا ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د هغوی حقونه خراب کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډېره مهمه ده چې ښځو ته اجازه ورکړل شي چې په ټولنه کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کړي، لکه څنګه چې مونږ پوهېږو هغوی زمونږ د ټولنې نیمه برخه جوړوي. زه پوهېږم چې طالبان د کار یا زده کړې په برخه کې د ښځو مخالف دي، له دې امله مونږ په یوه بد حالت کې یو.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، د دغه ډول حرکت که د ښځو له خوا ترسره شوی وي که د سړیو باید نه یوازې په ملي سطحه بلکې همدارنګه په بین المللي سطحه یې هم ملاتړ وشي. د ښځو له لاریون څخه وروسته، زه د یوه افغان په توګه په قوت سره ژمنه کوم چې طالبان رانژدې شي او د اشرف غني حکومت سره چې په واقعیت د هېواد د پرمختګ لپاره کار کوي، لاسونه ورکړي. زمونږ د هېواد پرمختګ له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو او دوه اړخیزو اړیکو په اساس دی چې هغوی باید له مونږ سره مرسته وکړي چې مونږ خپلو اړیکو ته وده ورکړو او نه یوازې زمونږ د هېوادونو بلکې د سیمې د پرمختګ لپاره کار وکړو. په دې برخه کې د نړۍ والو ټولنو ملاتړ ډېر ضروري دی او مونږ باید چې سیمې ته د سولې، ارامۍ او نېکمرغۍ د راوستلو لپاره مونږ ټولو ته راکړل شي.

ځواب ورکړئ