زده کړه

کندوز د ۱۰۰ ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړول طرحه کوي

د هدایت الله راپور

د ښوونځي زده کوونکو د سلواغې په ۲۷مه په کندوز ښار کې د ښوونځي د یوې راتلونکې ودانۍ د جوړولو لپاره په ترتیب شویو مراسمو کې محلي مقاماتو ته غوږ نیولی دی. [هدایت الله]

د ښوونځي زده کوونکو د سلواغې په ۲۷مه په کندوز ښار کې د ښوونځي د یوې راتلونکې ودانۍ د جوړولو لپاره په ترتیب شویو مراسمو کې محلي مقاماتو ته غوږ نیولی دی. [هدایت الله]

کندوز -- په راتلونکي کال کې به په کندوز ولایت کې ۱۰۰ نوې د ښوونځیو ودانۍ جوړې کړای شي چې د هغو ودانیو ځای به ونیسي چې د جګړې په تېرو څو لسیزو کې ویجاړې شوي دي.

د کندوز ولایت د پوهنې رییس نجیب الرحمان ثاقب وویل، نوې ودانۍ به په نورو سربېره په کندوز ښار او همدارنګه په خان اباد، علي اباد، امام صیب، چاردره، دشت ارچي او قلعه زال ولسوالیو کې جوړې کړای شي.‌

ثاقب سلام ټایمز ته وویل، «د دغو ولسوالیو اکثره ښوونځي ابتدایي او ثانوي ښوونځي دي چې له ډېرو کالو راهیسې ترمیم شوي نه دي او زده کوونکي یې بهر درسونه وایي،»

ثاقب وویل، د هر ښوونځي په جوړونه باندې په اوسط ډول ۱۵ میلیونه افغانۍ (۲۰۰۰۰۰ ډالر) لګښت راځي، او په یوه کال کې به کار ته برابر شي. هغه زیاته کړه، کندوز ۵۰۹ ښوونځي لري چې خواوشا ۴۰۰۰۰۰ زده کوونکي په کې درسونه وایي.‌

د ښوونځي ماشومان د سلواغې په ۲۷مه په کندوز ښار کې د ښوونځي د یوې راتلونکې ودانۍ د جوړولو په مراسمو کې ترانه وایي. [هدایت الله]

د ښوونځي ماشومان د سلواغې په ۲۷مه په کندوز ښار کې د ښوونځي د یوې راتلونکې ودانۍ د جوړولو په مراسمو کې ترانه وایي. [هدایت الله]

هغه وویل، د نویو ښوونځیو له جملې څخه ۸۵ یې د نړۍ وال بانک له خوا تمویلیږي چې د کلیوالي پراختیا د وزارت د اتباعو د تړون پروګرام سره په مشارکت کې جوړېږي، په داسې حال کې چې پاتې ۱۵ یې د حکومتي بودجو په کارولو سره جوړول کیږي.

ثاقب وویل، «په دې سره به له ۳۰۰۰۰ څخه د ډېرو زده کوونکیو لپاره ښوونځیو ته لاسرسی ممکن شي. مونږ به نوی تعلیمي کال په ښه مدیریت، ښوونه او روزنه سره پیل کړو، او مونږ به اکثر ښاري ښوونځي له انټرنټ سره وتړو.»

په کندوز او د افغانستان په نورو سړو سیمو کې تعلیمي کال هر کال د وري د میاشتې په ۲مه پیل کیږي.‌

د ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو پراختیا

د کندوز پوهنتون رییس خیبر ساپي د سلواغې په ۲۷مه په کندوز ښار کې د شېرخان لېسې د ودانۍ د بنسټ اېښودنې د لمانځنې په مراسمو کې وویل، د ښوونې او روزنې انکشاف طالبانو ته د افغانانو پر ضد د هغوی په جګړه کې یو روښانه پیغام ورکوي.‌

ساپي سلام ټایمز ته وویل، «نن ورځ، کندوز ولایت هغه ویجاړي بیا رغوي چې پخوانیو جنګونو رامنځته کړي دي، او هره ورځ مونږ په دېولایت کې د بیا رغونې د بېلابېلو پروژو پیلول ګورو،» او زیاته یې کړه چې د ښوونځیو پرانستل به د بدمرغۍ او جنګ په لور «دروازې بندې کړي».‌

په کندوز ولایت کې د ښځو د چارو رییسې نصیبې هولکر په سیمه کې د ماشومانو د ښوونې او روزنې د انکشاف هڅې وستایلې.

هغې د سلواغې د ۲۷مې په مراسمو کې وویل، «د نویو ښوونځیو په جوړېدلو سره، ځوانانو په ځانګړې توګه نجونو ته یو ښه تعلیمي چاپېریال برابر شوی، چې هلته هغوی کولی شي چې د صحیح میتودونو له لارې او له اندېښنو څخه لیرې زده کړه وکړي،»

هولکر له دیني عالمانو څخه وغوښتل چې د خلکو ذهنونه د دې لپاره روښانه کړي چې د ښوونې او روزنې په ځانګړې توګه دیني، عصري او ساینسي زده کړو د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو ملاتړ وکړي.

په کندوز ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې مرضیې رستمي سلام ټایمز ته وویل، دا نوې ودانۍ به د یوې مهمې تعلیمي خلا په ډکولو کې مرسته وکړي.

هغې وویل، «د ولایت په مرکز او ولسوالیو دواړو کې د هلکانو او نجونو لپاره د معیاري ښوونځیو نه موجودیت، د ډېرو ستونزو د را ولاړېدلو سبب شوی دی. اوس، د دې ښوونځیو په جوړېدلو سره به زده کوونکي نور ښوونځي ولري.»

زده کوونکیو د ښوونځیو د ودانیو خبر ته ښه راغلاست وویل، او ویې ویل چې دا به مرسته وکړي چې هغه زده کوونکي، چې د شرایطو د خرابوالي له امله یې زړونه له درس ویلو څخه تور شوي ول، وهڅوي چې بیا زده کړې ته مخه وکړي.

عبدالباسط ظفري چې ۱۱ کاله عمر لري او په کندوز ښار کې په سعادت خصوصي ښوونځي کې په شپږم ټولګي کې درس وایي، سلام ټایمز ته وویل، «د ښوونې او روزنې وزارت باید د زده کوونکو د ستونزو د حلولو لپاره ډېرې پروژې تطبیق کړي. زده کوونکي له ښوونې او روزنې او زده کړې سره ډېره علاقه مندي نه ښیي ځکه چې ډېر ښوونځي منظمې ودانۍ نه لري.»

زده کوونکي هم طالبانو ته یو پیغام لري.

په کندوز کې د ترکمنانو د لېسې یوه زده کوونکي، سید شعیب هاشمي، چې ۱۷ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په مخالفینو غږ کوو چې دا نوي ښوونځي ویجاړ نه کړي،»

د ښوونې او روزنې د پیاوړتیا لپاره مصمم

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي وویل، حکومت به ډاډمنه کړي چې ښوونځي په صحیح توګه انکشاف ومومي.‌

هغه د سلواغې د ۲۷مې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، «نن ورځ، مونږ نېکمرغه یو چې د ښوونې او روزنې په لاره روان یو او په دې برخه کې پرمختګونه وینو. په راتلونکو درې میاشتو کې دننه به مونږ د ۲۳ ښوونځیو لپاره، چې اوس ځمکې نه لري، مناسبې ځمکې ومومو. زه به پرې نه ږدم چې یو ښوونځی هم له مناسبو اسانتیاوو یا سهولتونو څخه محروم پاتې شي.»

نعیمي په هغو کسانو، چې د ښوونې او روزنې په سکټور کې کار کوي، او همدارنګه د کندوز په خلکو غږ وکړ چې له هغو کورنیو او بهرنیو غیرحکومتي موسسو سره، چې کندوز ولایت ته بېرته راستنې شوي دي، همکاري وکړي او حمایه یې کړي.‌

هغه وویل، په تېرو درې میاشتو کې، یو شمېر خارجي موسساتو په کندوز ښار کې خپل فعالیتونه بیا پيل کړي دي. په ۱۳۹۴ کال کې د طالبانو لاسونو ته د کندوز په لنډمهالې لوېدا پسې وروسته، ټولو خیریه ادارو په کندوز کې خپل عملیات ودرول.

والي وویل، طالبان په دغه ولایت کې له عامو ادارو سره د مداخلې په برخه کې غرض نه لري.‌

نعیمي وویل، «له ښوونیزو مرکزونو، جوماتونو، کلینیکونو او روغتونونو څخه د خپلو مورچلو او سنګرونو په توګه کار مه اخلئ. هغه کسان چې له ښوونیزو، روغتیایي او دیني موسساتو څخه د مورچلونو په توګه استفاده کوي، هغوی له دې خاورې سره خیانت کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500