ساينس ـ ټکنالوژي

افغانان د پاسپورټ لپاره د غوښتنلیک سپارلو د نوي آنلاین سیسټم هرکلی کوي

د نجیب الله راپور

افغان چارواکي وایي، د افغان کارپوهانو له خوا جوړ شوی دغه نوی آنلاین سیستم به د پاسپورټونو د پروسیس وخت یوازې درې ورځو ته راکم کړي. [د پاسپورټونو مرکزي اداره/فېسبوک]

افغان چارواکي وایي، د افغان کارپوهانو له خوا جوړ شوی دغه نوی آنلاین سیستم به د پاسپورټونو د پروسیس وخت یوازې درې ورځو ته راکم کړي. [د پاسپورټونو مرکزي اداره/فېسبوک]

کابل -- افغانانو د پاسپورټ اپلیکېشن نوی سیستم چې هدف یې د اداري فساد مخنیوی او د پروسېس د وخت راکمول دي، وستایه.

حکومت «آنلاین پاسپورټ سیستم» د کب په ۲۱مه په کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل کړ.‌

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل آریوبي په دغو مراسمو کې وویل چې دا نوی سیستم به د پروسېس وخت له دوه څخه تر درې ورځو پورې راکم کړي.‌

تر اوسه پورې، په اتباعو باندې لازمه وه چې د غوښتنلیک سپارلو په وخت کې پخپله حاضر وي، چې د پاسپورټ د پروسیس وخت یې تر دوه اونیو پورې اوږداوه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل آریوبي (منځ کې) او د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي (له چپې خوا درېیم) د کب په ۲۱مه په کابل کې د«آنلاین پاسپورټ سیستم» د پټۍ پرې کولو په مراسمو کې برخه اخلي. [شهزادګل آریوبي/فېسبوک]

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزادګل آریوبي (منځ کې) او د کورنیو چارو د وزارت سرپرست مسعود اندرابي (له چپې خوا درېیم) د کب په ۲۱مه په کابل کې د«آنلاین پاسپورټ سیستم» د پټۍ پرې کولو په مراسمو کې برخه اخلي. [شهزادګل آریوبي/فېسبوک]

د پاسپورټونو د ریاست رییس سید عمر صبوري وویل، د هېواد د پاسپورټ مرکزي اداره به وکړای شي چې په ورځ کې خواوشا ۱۰۰۰۰ پاسپورټونه صادر کړي.

صبوري په مراسمو کې وویل، «دا وخت، د ورځې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰ پورې پاسپورټونه صادرېږي.» د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي شپږ زره درخواست کوونکي کولای شي چې په یو وخت دغه نوی سیستم وکاروي.

صبوري وویل، د آنلاین غوښتنلیکونو سیستم به لومړی په کابل کې کار پیل کړي او په درې میاشتو کې به نورو ولایتونو ته پراخ شي.

هغه زیاته کړه، نوی سیسټم کولای شي چې د ۱۵۰ میلیونو کسانو مالومات په ځان کې زیرمه کړي.

د اداري فساد پر ضد مبارزه

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي په دې مراسمو کې وړاندوینه وکړه چې د پخوا په نسبت په آنلاین سیستم کې پروسه په ښه طریقه پرمخ ځي او «اداري فساد به راکم کړي».

په کابل کې د مدني ټولنې او د بشري حقونو د شبکې رییس او د مدني ټولنې یو فعال محمد نعیم نظري دا خبره ومنله چې نوی سیسټم به له حکومت سره د اداري فساد او بیوروکراسۍ یا د لګېدونکي وخت په مهارولو کې مرسته وکړي.

نظري سلام ټایمز ته وویل، «دا یو په لوړه سطحه مؤثر نوښت دی. څنګه چې مونږ د برېښنا حکومتولۍ په لور پر مخ ځو، دغسې بهمونږ اضافي بیوروکراسي له منځه وړو.»

هغه وویل، «اوس، که یو شخص غواړي چې په یوه حکومتي اداره کې څه تر پروسې لاندې تېر کړي»،‌ هغه له ډېرو حکومتي کارکوونکو مخامخ کیږي.‌

نظري وویل، «خو دا نوښت به عین کس ته اجازه ورکړي چې خپل کار پخپله د یوه ډیجیټل پروګرام په کارولو سره آنلاین ترسره کړي. دا همدارنګه د اداري فساد په راکمولو کې مرسته کوي،‌ او کېدای شي چې کارونه په چټک ډول ترسره شي،»

هغه زیاته کړه، «زه هیله لرم چې د ټکنالوجۍ استعمال د حکومت نورو برخو ته پراخ کړای شي چې د خلکو لپاره کارونه اسان کړي او د اداري فساد مخه ونیسي،»

د انټیګریټي واچ افغانستان موسسې اجرائیه رییس سید اکرام افضلي سلام ټایمز ته وویل، «برېښنایي حکومتولي واقعاً کولی شي چې د اداري فساد په کمولو کې مرسته وکړي، په دې شرط چې پروسه داسې طرحه شي چې د مشتریانو او حکومتي کارکوونکو تر منځ راکړې ورکړې اسانه شي،»

هغه وویل، «سربېره پر دې، هلته باید داسې یو سیستم موجود وي چې شکایتونه ټول کړي او هغو ته ځوابونه ورکړي. که د ځواب ویلو سیستم او د شکایتونو د ریکارډ کولو سیستم نه وي، ښایي چې یو الیکترونیک سیستم په صحیح توګه کار ونه کړي،»

افضلي زیاته کړه، «په عمومي توګه، دا یو غټ ګام دی، او زه هیله لرم چې حکومت کولی شي چې د ټولو لپاره یې جوړ کړي او ان نور خدمتونه هم برابر کړي،»

د پرمختللیو هېوادونو لاره نیول

نادیه صدیقي، چې ۲۵ کاله عمر لري او په کابل کې په یوه ناحکومتي موسسه کې کار کوي، وویل، د پاسپورټ ترلاسه کولو دا نوی سیستم ښیي چې افغانستان په یوه لا پرمختللي هېواد بدلېږي.

هغې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې حکومت د پاسپورټونو لپاره د غوښتنلیکونو یو آنلاین سیستم په کار اچوي. په ډېرو پرمختللیو هېوادونو کې، عامه خدمتونه آنلاین دي. که زمونږ په هېواد کې دا سیستمونه جوړول کېږي، دا به په ریښتیا سره کارونه اسان کړي.‌ مونږ دغه پرمختګ ته ښه راغلاست وایو.»

صدیقي څرګنده کړه چې نه یوازې په کابل بلکې په ټول هېواد کې د دغه سیستم کارول ضروري دي.‌

هغې وویل، «دا چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو او بیا نوي کولو غوښتنه ډېره شوې، عارضان مجبور دي چې د پاسپورټ ریاست په مخکې په ساعتونو ساعتونو انتظار وباسي، او دا حالت په ولایتونو کې تر دې هم بدتر دی. زه هیله لرم چې دا نوښت په ټول هېواد کې په چټکۍ سره تطبیق شي.»

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې یوه محصل محب الله د پاسپورټ د مرکزي ادارې د یوه دفتر په مخکې د انتظار کولو پر وخت وویل، «مونږ خوښ یو چې اوس مونږ کولی شو چې د پاسپورټ لپاره یو آنلاین غوښتنلیک وسپارو، او دغه کار زمونږ لپاره شیان اسان کړي دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

38 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا بهترینه لاره ده.

ځواب ورکړئ

دا بهترینه لاره ده

ځواب ورکړئ

عالي او ډېر ښه. واقعاً ډېر ښه معلومات وو. مننه

ځواب ورکړئ

ښه کار. بې له شکه چې د افرادو لپاره ډېر ګټور دی.

ځواب ورکړئ

هغه یو ډېر ښه کار دی.

ځواب ورکړئ

میرزاخان حقبین د اول خان حقبین زوی

ځواب ورکړئ

باور وکړئ زه د پاسپورټ لپاره د نوم لیکنې دفتر ته ورغلم، او بیروبار او اداري فساد مې چې ولید ایسته بېرته ترې را روان شوم او تر اوسه پورې مې هلته د اداري فساد او بې نظمۍ له امله عریضه نه ده کړې. زه د خپلو خلکو په حال سخت خفه شوم چې هغوی له څه ستونزو او اداري فساد سره مخامخ ول، خو اوس زه خوښ یم چې دا خبر اورم. زما پوښتنه دا ده چې مونږ څنګه کولی شو چې عریضه ورته وکړو؟ ایا داسې څه اپلیکېشن یا لېنک شته چې مونږ هلته خپله عریضه وسپارو؟ که وي، هیله ده چې مونږ ته ژر تر ژره معلومات راکړئ چې د پاسپورټ اخیستنې لپاره خپله عریضه ور وسپارو.‌ زه فکر کوم چې زه به لومړی کس یم چې غوښتنلیک به ورکړم او همدومره ډېر ورته په انتظار یم. مننه

ځواب ورکړئ

مننه، خو څنګه زه کولی شم چې په آنلاین توګه پاسپورټ ترلاسه کړم؟ لطفاً معلومات وړاندې کړئ.

ځواب ورکړئ

ولا ګرانه همدی ته یی زه هم په انتظار یم چی کم لینک باندی یی فورم شته چی ډک یی کړو اوکه نه یی نو دا اپ هیڅ ګټه هم نلری

ځواب ورکړئ

دا یو ښه او مناسب تصمیم دی.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې دغه ښه کار دی. زه غواړم چې افغان حکومت ډېر کار وکړي.

ځواب ورکړئ

څنګه کولی شو چې نوم لیکنه وکړو؟

ځواب ورکړئ

سنګه کولی شم انلاین ثبت نام وکړم

ځواب ورکړئ

عالي! مونږ کولی شو.

ځواب ورکړئ

دا یو ډېر ښه ګام دی.

ځواب ورکړئ

دا د ویاړ ځای دی چې اوس زمونږ هېوادوال کولی شي چې په اسانۍ، او د وخت له ضایع کولو څخه پرته، خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي. مننه.

ځواب ورکړئ

وخ څومره لوړ ان شاالله اوس هغه پیسی چی دشخصي ایجنسیو ته به دپسپورټ په برخه کی تللی هغه میلیونونه ډلر به دخکومت بودیجی ته ځي چی دملي اقتصاد یو برخه به جوړوي ځکه پسپورټ جوړونه او نوي کولو باندی زیاتی پیسی لګیږي. خوشبینه یم

ځواب ورکړئ

که خدای کول، هغه به ښه شي.

ځواب ورکړئ

مننه چی داسی افلیکیشن مو جوړ کړ ویاړم درباندی

ځواب ورکړئ

دا ډير نيک اقدام دى زه هم فاسپورت ته ضرورت لرم ماته لاره وښايي څنګه فاسپورت تر لاسه کړم

ځواب ورکړئ

دا یو ښه کار دی! دا د ویاړ ځای دی چې اوس زمونږ هېوادوال کولی شي چې په اسانۍ، او د وخت له ضایع کولو څخه پرته، خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي. مننه.

ځواب ورکړئ

زه هیله لرم چې د ټکنالوجۍ استعمال د حکومت نورو برخو ته هم پراخ شي، چې د هېوادوالو لپاره هر څه اسان شي او د اداري فساد مخه ونیسي.‌

ځواب ورکړئ

Jamal

ځواب ورکړئ

وفی الله

ځواب ورکړئ

دا یو ډېر ښه او عالي کار دی او مونږ ورته ښه راغلاست وایو. مونږ غواړو چې په نورو ولایتونو کې هم دغه ډول ګامونه وګورو. څنګه کولی شو چې مونږ نوم لیکنه وکړو؟ آیا هغه کوم لېنک لري؟‌

ځواب ورکړئ

دہ ڈیر گٹہ ور کار دی دہ افغانانو دہ پارہ خہ اسان تیا یی ورتہ بربرا کڑی خدای دی وکڑی چی دہ کار املی شی مونگ ڈیر خوخ یو چی خکمت دہ پریکڑہ وکڑہ زرکلن دی ژوندی وی خاغلی ڈاکٹر اشرف غنی

ځواب ورکړئ

دا یو ښه کار دی او مونږ یې ستاینه کوو. مونږ هیله لرو چې دا پروسه په نورو ولایتونو کې هم پیل شي. دا د منلو نه ده چې دا پروسه دې یوازې په کابل کې وي.

ځواب ورکړئ

ډاکتر عصمت الله

ځواب ورکړئ

څنګه کولی شو چې نوم لیکنه وکړو؟

ځواب ورکړئ

ریښتیا هم باید هه کار دی

ځواب ورکړئ

څنګه کولی شو چې نوم لیکنه وکړو؟

ځواب ورکړئ

عبدالمؤمن د محمد داود زوی

ځواب ورکړئ

دا یو ښه او اسانتیا راوستونکی ګام دی.‌ په دې طریقه، خلک کولی شي چې په ډېره اسانۍ سره او له کوم اداري فساد څخه پرته خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

سه ولیکم

ځواب ورکړئ

واقعاً ښه کړنه. دا به په کتارونو کې د ودرېدلو وخت وژغوري.

ځواب ورکړئ

دا ډير نيک اقدام دى زه اوس يو فاسپورټ ته ضرورت لرم هغه څنګه ترلاسه کړم هلمند

ځواب ورکړئ

دی یو شه اقدام دی د هغوی خلکو لپاره چی په خپل کاروبار کشی مصروف دی او نه شی کولای دوه یا دری ورحی د پاسپورت اخیستل لپاره وقت مصرف کری

ځواب ورکړئ

که حالات او بدمرغۍ په ولسمشر غني کودتا ونه کړي او یوه بله دوره هم واکمني وکړي زه باور لرم چی افغانستان به د نړۍ د پرمختللیو هیوادونو سره سیال شی خو له حالاتو داسی ښکاری چی بیا به قدرت د داسی خلکو لاسونو ته ورشي چی د افغانستان جوړښتونه به وران کړي.

ځواب ورکړئ