امنیت

له طالبانو څخه بېزار افغان ځوانان دا نه مني چې د سولې په بدل کې ازادۍ له لاسه ورکړي

ای اېف پي

۲۳ کلنه پروګرام وړاندې کوونکې کرېشمه ناز د سلواغې په ۲۹مه په کابل کې ګمک موزیک پروګرام ثبتوي چې په زن تلوېزیون خپور شي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

۲۳ کلنه پروګرام وړاندې کوونکې کرېشمه ناز د سلواغې په ۲۹مه په کابل کې ګمک موزیک پروګرام ثبتوي چې په زن تلوېزیون خپور شي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- ذبیح الله، چې د نایي په داسې دوکان کې چې یوازې د سړیو وېښتان جوړوي، ناست دی، په افغانستان کې د سولې هیله کوي -- خو داسې نه چې مذهبي‌ پولیس په کې خلک د هغوی د وېښتانو د سټایل یا لباس په سر په کوڅو کې وهي ډبوي.

نوموړی د هغه وخت یاده کوي چې هغه په کې د طالبانو په واکمنۍ کې د نایي په یوه دوکان کې کار کاوه.

هغه چې خپل اوږده وېښتان یې شاته تړلي دي، وویل، «زما د طالبانو مذهبي پولیس یادېږي چې هره ورځ‌ به یې سړي راوستل چې د سزا په دود یې وېښتان ور وخرېیي، ځکه چې هغوی به د وېښتانو د جوړولو لپاره زړه کړی وو،»

د نن کیسه جلا ده،او په سالون کې -- چې د وېښتانو د داسې سالونونو له جملې څخه یو دی چې په ۱۳۸۰ کې د طالبانو له نسکورېدلو څخه وروسته د افغانستان په ښارونو کې دود شوي دي -- د هغو مینه والو ځوږ دی چې غواړي په غربي سټایل خپل وېښتان جوړ کړي او په ورته وخت کې په بګراونډ کې موزیک روان دی.‌

۲۲ کلنه نګینه خپلواک، چې په افغانستان کې د ښځینه آرکستر لومړنۍ مشره ده، د سلواغې په ۳۰ مه په کابل کې د افغانستان د موزیک ملي انسټیټیوټ کې پیانو غږوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

۲۲ کلنه نګینه خپلواک، چې په افغانستان کې د ښځینه آرکستر لومړنۍ مشره ده، د سلواغې په ۳۰ مه په کابل کې د افغانستان د موزیک ملي انسټیټیوټ کې پیانو غږوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

۱۸ کلن علي حیدري د سلواغې په ۲۹مه په کابل کې په خپل دوکان کې د مشتریانو لپاره د انتظار پر وخت یوه ګوډاګي ته کالي ور اغوندي. د افغانستان د نفوس -- چې اټکل ۳۵ میلیونه دي -- تر ډېره ځوانان دي، چې ۶۳.۷٪ یې تر ۲۵ کلنو کم عمره دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

۱۸ کلن علي حیدري د سلواغې په ۲۹مه په کابل کې په خپل دوکان کې د مشتریانو لپاره د انتظار پر وخت یوه ګوډاګي ته کالي ور اغوندي. د افغانستان د نفوس -- چې اټکل ۳۵ میلیونه دي -- تر ډېره ځوانان دي، چې ۶۳.۷٪ یې تر ۲۵ کلنو کم عمره دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د هرات ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې د کب په ۲۲مه په هرات ښار کې د والي د دفتر مخې ته راټولې شوې وې او پر طالب اورپکو یې غږ وکړ چې جنګ دې پای ته ورسوي. چارواکو ژمنه کړې چې د ښځو حقونه او لاسته راوړنې به خوندي وساتي. [عمر]

د هرات ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې د کب په ۲۲مه په هرات ښار کې د والي د دفتر مخې ته راټولې شوې وې او پر طالب اورپکو یې غږ وکړ چې جنګ دې پای ته ورسوي. چارواکو ژمنه کړې چې د ښځو حقونه او لاسته راوړنې به خوندي وساتي. [عمر]

د افغانستان د اټکل ۳۵ میلیونو وګړو ډېره برخه ځوانان دي، چې خواوشا دوه پر درې یې له ۲۵ کالو څخه کم عمرونه لري.‌ په میلیونونو خلک په هغو ښارونو کې رالوی شوي دي چې د جګړې د کلونو په ترڅ کې له کډوالو څخه ډک شوي دي.‌

ذبیح الله -- د ژورنالستانو او فعالانو، موډلانو، د وېښتانو د سټایل جوړونکو او د ټولنیزو رسنیو د ستورو -- د ښاري نسل برخه دی چې د طالبانو له واکمنۍ او ایډیالوجۍ څخه کرکه لري.‌

خو دا چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د افغانانو په مشرۍ خبرې روانې دي، هغوی د داسې یوې سولې له راتلونکي سره مخامخ دي چې کېدای شي په افغانستان کې په قدرت کې اورپکو ته څه برخه ورکړي، او هغوی له دغسې یوه حالت څخه وېره لري.

ذبیح الله وویل، «زه داسې سوله نه غواړم چې زه په کې خپلې ازادۍ له لاسه ورکوم،»

ظلمونه بخښل

ځوان فعال محمد انیل قاسمي په ۱۳۹۵ کې په کابل کې د افغانستان امریکایي پوهنتون کې محصل وو چې طالبانو په دغه پوهنتون برید وکړ.

یوه اورپکي د هغوی ټولګي ته لاسي بم ور وغورځاوه چې د هغه ډېر ټولګیوال یې ووژل. د چاودنې زور هغه د دویم منزل له کړکۍ څخه را وغورځاوه. هغه ژوندی پاتې شو خو سر، خېټه او پښې یې سخت ټپي شول.

اوس، چې هغه په دوحه کې د واشنګټن او طالبانو تر منځ خبرې ګوري، هغه وېرېږي چې د هغه نسل به په هغه څه کې چې را روان دي، د ویلو لپاره فرصت ونه لري.

هغه ای اېف پي ته وویل، «زه دې ته چمتو یم چې طالبان د هغه څه له امله چې هغوی له ما او زما له ټولګیوالو سره وکړل، وبخښم ... خو زه د خپل نسل په ازادۍ او لاسته راوړنو سودا نشم کولی،»

د قاسمي او ذبیح الله په څېر ځوانو ښاریانو موقف له زاړه نسل څخه،‌ چې ډېر عمر یې د جګړې په کلونو کې تېر کړی دی، څه نا څه فرق لري. په افغانستان کې په ۱۳۵۸ کې د شوروي له یرغل راهیسې تقریباً په ثابت ډول جګړه روانه ده -- او پای ته رسېدل غواړي.‌

د کابل په یوه مارکېټ کې یوه مشتري حاجي احمدشاه چې ۵۰ کاله عمر لري، وویل، «زه دې ته تیار یم چې خپله ږیره مې بیا هغسې اوږده کړم چې طالبان یې غواړي. ما په جګړه کې ډېر دوستان او خپلوان له لاسه ورکړي، زه غواړم چې جګړه پای ته ورسېږي.»

بله خبره د افغانستان د کلیوال - ښاري وېش ده.‌

ځینې ځوان افغانان چې په اطرافو کې اوسېږي -- چې محافظه کار، نر واک دودونه یې د کابل په څېر په نسبي توګه د پراخ فکره نظرونو سره توپیر لري -- ډېر دې ته راضي ښکاري چې د سولې په بدل کې د طالبانو محدودیتونه قبول کړي.

په کندهار کې یو ۲۳ کلن باغوان فریدالله په نسبي توګه ازاد فکره دی چې خپله ږیره خرېي او موزیک اوري.

هغه وویل، که طالبان راشي ښایي چې هغه دا ازادۍ له لاسه ورکړي.

هغه وویل، «خو دا صحیح ده، ځکه چې زه امنیت غواړم. اوس زه نشم کولی چې حتی خپلو باغونو ته لاړ شم ځکه چې هلته ډېر ماینونه کرول شوي دي.»

د سولې لپاره ځان جوړول

طالبان وایي هغوی په ځینې ټولنیزو مسایلو خپل موقف بدل کړی دی، خو د هغوی تر واکمنۍ لاندې خلکو ای اېف پي ته نور څه وویل.‌

دغې ډلې د «اسلامي نظام» له غوښتلو څخه پرته، نه دي ویلي چې د افغانستان په واکمنۍ او مدني ټولنه کې څه ډول رول لوبول غواړي.‌

ځوانې ښځې، چې په دې ښې پوهېږي چې د هغوی په څېر ښځې د طالبانو په واکمنۍ کې څنګه په کورونو کې دننه ایسارې شوې وې، په دې برخه کې ډېر خبرداری ورکوي چې هغوی به په خپلو حقونو جوړجاړی ونه کړي.

۲۱ کلنې دیبا چې په زن تلوېزیون کې خبرونه لولي، وویل، «د طالبانو لپاره دا د زغم وړ نه ده چې زما په څېر یوه ښځه په تلوېزیون د پروګرام وړاندې کوونکې په توګه وګوري، او زما لپاره د یوې ښځې په توګه زما د ازادۍ او حقونو له لاسه ورکول د زغم وړ نه دي».

هغې وویل، «که د طالبانو واکمني راشي، ښایي چې زه یا هېواد پرېږدم یا له پرېشانۍ نه مړه شم،»

خو ځینې ښاري ځوانان وایي چې هغوی دې ته حاضر دي چې په هر قېمت وي خو چې سوله وشي، خو هیله یې دا ده چې حالات ښه شي.

۲۳ کلن فرشاد چې وېښتان یې په نوي مود جوړ کړي او په کابل کې په یوه پلورنځي کې غربي کالي او خولۍ ګانې خرڅوي، وویل، که جګړه درېږي، هغه حاضر دی چې خپل دوکان د پګړیو خرڅولو په دوکان باندې واړوي.‌

هغه وویل، «خو زما هیله دا ده چې هغوی زما د وېښتانو له سټایل سره غرض ونه کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500