زده کړه

د هرات چارواکي ښوونځیو ته د زده کوونکو په ورستنېدلو سره نور نوم لیکنې ته هڅوي

د عمر راپور

د افغانستان په هرات ولایت کې چارواکو د ۱۳۹۸ د وري په ۳ مه د ښوونځیو د زنګونو په کړنګولو سره نوی تعلیمي کال پیل کړ. په هرات کې د ماشومانو لپاره ښوونځیو ته د تګ د فرصتونو له زیاتېدلو سره سره له ۳۰۰۰۰۰ څخه ډېر د ښوونځي د عمر زده کوونکي له ښوونې او روزنې څخه محروم دي، چې یو دلیل یې هغه طالب اورپکي دي چې ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې، د طالبانو له خوا نیول شویو ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي. [عمر]

هرات -- په هرات ولایت کې ښوونکیو د شنبې په ورځ /د وري ۳ مه/ د ۱۰۰۰۰۰ نویو زده کوونکیو په شاملولو سره تعلیمي کال پیل کړ.

د محلي چارواکو په وینا، په دې سره د زده کوونکیو ټول شمېر ۸۲۰۰۰۰ ته رسېږي چې نیمایي یې نجونې دي. زده کوونکي به د هرات په ۱۰۳۸ دولتي او خواوشا ۱۸۰ خصوصي ښوونځیو کې درسونه لولي. هغوی ته به له ۱۸۰۰۰ څخه ډېر ښوونکي تدریس کوي.

له ۵۰۰۰۰ څخه ډېر نوي زده کوونکي د هرات په لیرې پرتو ولسوالیو کې ژوند کوي، او پاتې نور یې پخپله په هرات ښار کې اوسېږي.‌

افغان حکومت، د نړۍ والې ټولنې په ملاتړ، د ښوونځیو د نویو ودانیو په تمویل سربېره تعلیمي فرصتونو ته پراختیا ورکوي.

زده کوونکي د وري په ۳ مه د هرات ښار په مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار کې د تعلیمي کال د پیل د لمانځلو لپاره ترانه وایي. [عمر]

زده کوونکي د وري په ۳ مه د هرات ښار په مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار کې د تعلیمي کال د پیل د لمانځلو لپاره ترانه وایي. [عمر]

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د وري په ۳ مه د هرات ښار په مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښوونځي زنګ کړنګوي. [عمر]

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د وري په ۳ مه د هرات ښار په مولانا جلال الدین محمد بلخي تالار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښوونځي زنګ کړنګوي. [عمر]

لومړۍ مېرمن رولا غني د وري په ۵ مه په کابل کې په اماني عالي لېسه کې د ښوونځي زنګ کړنګوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

لومړۍ مېرمن رولا غني د وري په ۵ مه په کابل کې په اماني عالي لېسه کې د ښوونځي زنګ کړنګوي. [د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ/فېسبوک]

ولسمشر اشرف غني په داسې حال کې چې د وري په ۵ مه یې په یو لړ مراسمو کې په کابل کې په اماني عالي لېسه کې د ښوونځي زنګ وکړنګاوه، وویل، «د ۱۲۰۰ ښوونځیو په ودانیو باندې کار روان دی، او مونږ سږ کال په ټولیز ډول د ۲۷۰۰ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو لپاره پیسې ځانګړې کړي دي،»

هغه وویل، حکومت پلان لري چې ښوونځي د نوري فایبر شبکې له لارې له انټرنټ سره وصل کړي «ځکه تعلیمي‌ سیستم نشي کولی چې هغسې پاتې شي چې مونږ دوه پېړۍ پخوا درلود،»

ښوونې او روزنې ته هڅول

که څه هم چې په هرات ولایت کې د ماشومانو لپاره ښوونځیو ته د تګ فرصتونه په ډېرېدلو دي، له ۳۰۰۰۰۰ څخه ډېر د ښوونځي د عمر زده کوونکي له ښوونې او روزنې څخه محروم دي، چې یو دلیل یې هغه طالب اورپکي دي چې ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې، تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي.

د هرات د ښوونې او روزنې ریاست رییس روح الله ازاد سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، د ښوونځي د عمر خواوشا ۳۰۰۰۰۰ ماشومان ښوونځیو ته نه ځي،»

هغه وویل، «مونږ له بېلابېلو ادارو سره په همکارۍ یو کمپاین پیل کړی چې د ښوونځي د عمر د ماشومانو،‌ چې ډېر یې په لیرې پرتو ولسوالیو کې اوسېږي، نومونه ثبت کړو،»

ازاد زیاته کړه، «مونږ له یوې میاشتې راهیسې د نوي تعلیمي کال لپاره تیاری کوو، او اوس ټول تیاري نیول شوي دي. مونږ په ټول هېواد کې په ښوونځیو کې د زده کړې مواد وېشلي دي، او مونږ په ښوونځیو کې د تعلیمي موادو د کمي په هکله اندېښنه نه لرو.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ به خپلې ټولې سرچینې په حرکت راولو او د جوماتونو او قومي مشرانو، محلي استازو او د ولایتي شورا له لارې به په کورنیو باندې غږ وکړو چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي،»

هغه وویل، «له ۳۰ څخه ډېر ښوونځي تړل شوي دي، او مونږ هڅه کوو چې د قومي او محلي مشرانو په مرسته یې بیا پرانیزو،»

د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزي سلام ټایمز ته وویل، «حکومت باید د روان کال په ترڅ کې په ښوونځیو کې د امنیت یقیني کولو لپاره لا ډېر جدي ګامونه واخلي څو ماشومان وکولی شي چې په امن سره ښوونځیو ته لاړ شي،»

هغه وویل، «مونږ له وسله والو مخالفانو (طالبانو) څخه غواړو چې ماشومان پرېږدي چې ښوونځیو ته لاړ شي ځکه هغوی بې ګناه دي او له سیاست سره ارتباط نه لري،»

د ښوونې او روزنې دښمن

په هرات کې د مدني ټولنې یوې فعالې، سوسن بهبودزادې، سلام ټایمز ته وویل، «ښایي په ځینې ولسوالیو او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ماشومان ښوونځیو ته لاړ نشي، او دا د اندېښنې وړ یوه مسئله ده،»

هغې وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې ښوونه او روزنه نه سیاسي کوي او د نا امنۍ او وینه تویونې له لارې د ښوونې او روزنې د روحیې وژل ودروي،»

بهبود زادې وویل، «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې، هغوی هڅه کړې چې افغانان په تیارو او جهالت کې وساتي، او هغوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې پوهه ترلاسه کړي -- حتی دومره چې نه یې پرېږدي چې د دین په هکله څه زده کړي،»

هغې وویل،«طالبان باید خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي او نور هم پرېږدي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته ولېږي چې د هغوی خپلې سیمې له ښوونې او روزنې څخه مستفیدې شي. یو وخت چې سوله راشي، مونږ هم د نورو هېوادونو په څېر دې ته اړتیا لرو چې خپل هېوادوال، چې د راتلونکي په هکله به پرېکړه کوي، په ښوونه او روزنه سمبال ولرو.»

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، محمد رفیق شهیر، سلام ټایمز ته وویل، «طالبان د ښوونځیو په هکله یو منفي درک لري، او هغوی ماشومان، په ځانګړې توګه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي،»

هغه وویل، «دا چې د سولې خبرې روانې دي، مونږ هیله لرو چې طالبان د ښوونې او روزنې په ګټه پوه شي او نور نو نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع نه کړي،»

شهیر وویل، طالبان «په ملکي خلکو باندې خپل نظرونه تحمیلوي،»

هغه وویل، «هغوی یو ډېر تنګ فکر لري او په دې نه پوهېږي چې هغوی نه باید ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړي. له ښوونځیو څخه د نجونو او هلکانو محرومول د افغانستان لپاره یوه فاجعه جوړوي. دا کار باید ودرول شي.»

شهیر وویل، «نور د دې وخت تللی چې یو شمېر کسان د اسلام ناوړه تفسیر وړاندې کړي او افغانان د ښوونې او روزنې له ترلاسه کولو څخه منع کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500