امنیت

په کونړ کې د طالبانو او داعش تر منځ نښتو تر ۲۰۰۰ پورې کورنۍ بې ځایه کړې

د خالد زېري راپور

بې ځایه شوې کورنۍ د وري په ۵ مه د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په بر کډي سیمه کې د یوه سړک پر غاړه ښودل کیږي. [عمران]

بې ځایه شوې کورنۍ د وري په ۵ مه د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په بر کډي سیمه کې د یوه سړک پر غاړه ښودل کیږي. [عمران]

کونړ -- ځایي چارواکي وایي، چې د کونړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د طالب اورپکو او د داعش د غړو تر منځ جنګ تر ۲۰۰۰ پورې کورنۍ دې ته مجبورې کړي چې خپل کورونه پرېږدي او ګاونډیو سیمو ته کډه شي.

د ولایتي چارواکو په وینا، جنګونه د وري په ۳ مه په دایګل، ګرنګل او لنډه لام سیمو کې پیل شول او تر اوسه پورې روان دي.

د کونړ د والي مرستیال ګل محمد بیدار د چارشنبې په ورځ /د وري ۷ مه/ خبریالانو ته وویل، «زمونږ د معلوماتو په اساس، خواوشا ۲۰۰۰ کورنۍ مجبورې شوې چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته کډه شي،»

هغه وویل، «مونږ له دغو بې ځایه شویو کورنیو سره مرستې کول پیل کړي دي. تر اوسه پورې د دې مرستو یوه کمه برخه اړو خلکو ته رسېدلې ده، او ژر به مونږ له نورو سره هم مرسته وکړو،»

حکومتي کارکوونکي د وري په ۵ مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې د هغو کورنیو لپاره توکی باروي چې په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ د نښتو په ترڅ کې یې خپل کورونه پرېښي دي. [د کونړ ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

حکومتي کارکوونکي د وري په ۵ مه د کونړ ولایت په مرکز اسد اباد کې د هغو کورنیو لپاره توکی باروي چې په چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش تر منځ د نښتو په ترڅ کې یې خپل کورونه پرېښي دي. [د کونړ ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

بیدار په غیرحکومتي موسسو غږ وکړ چې مرسته وکړي.

'له لوږې مړه کېدل'

د کونړ د کډوالو او راستنېدونکو ریاست رییس عبدالرشید ساپي وویل، کېدای شي چې د دواړو ګروپونو تر منځ د جنګ له امله د بې ځایه شویو کورنیو شمېر زیات شي.

ساپي سلام ټایمز ته وویل، «هلته جنګ دی، او دا چې ملکي خلک متاثر کیږي، ډېرې کورنۍ راوتلې دي - چې ډېر یې په ځمکه باندې ویده کیږي. ځینې د نورو ملکي خلکو په کورونو کې پاتې کېږي.»

هغه زیاته کړه، «ټولې نړۍ والې ادارې چمتو دي چې له دغو کورنیو سره مرسته وکړي،»

په چپه دره ولسوالۍ کې د دایګل سیمې یوه اوسېدونکي محمد رحیم، چې ۴۳ کاله عمر لري او له ماڼوګي سره نژدې د یوه خپلوان کور ته کډه شوی دی، د سې شنبې په ورځ /د وري ۶ مه/ سلام ټایمز ته وویل، «مونږ پرون دلته راغلو،»

هغه وویل، «په سړک روانو هرو دوه موټرو کې یو د بې ځایه شویو کورنیو په شیانو باندې بار دی،»

رحیم وویل، «هغوی هڅه کوي چې یوې خوندي سیمې ته وتښتي. جنګ د طالبانو او داعش تر منځ دی، خو تاوان یې عاموخلکو ته رسېږي. ماشومان د خوړو د نشتوالي له امله ژاړي. نژدې ده چې هغوی له لوږې څخه مړه شي.»

د چپې درې ولسوالۍ د چلاس سیمې یوه اوسېدونکي، فقیرمحمد، چې د ولایت مرکز اسد اباد ته په کډه کولو مجبور شوی دی، سلام ټایمز ته وویل، «جنګ زیات شو،‌ او مونږ فکر کاوه چې که هره ډله بریالۍ شي، هغوی به په عادي افغانانو باندې ظلم وکړي،»

«مونږ راووتلو ځکه چې مونږ وېرېدلو. مونږ دا پروا نه کوو چې د خوراک لپاره څه لرو، خو چې دلته لږ تر لږه ژوندي پاتې شو.»

حکومتي ځواکونه له جنګ سره یوځای کېږي

په لغمان کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند، بریدمن هارون یوسفزي، وویل، تر اوسه پورې له ۲۰ څخه ډېر طالبان او داعشي جنګیالي وژل شوي دي.

یوسفزي د وري په ۶ مه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ توپچي ځواک ... خواوشا ۱۷ داعشي او طالب جنګيالي وژلي دي،»

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان سلام ټایمز ته وویل، «مونږ له هغوی سره نېغ په نېغه جنګ نه دی کړی،‌ بلکې مونږ له لیرې څخه په داعش او طالبانو باندې بریدونه کوو،‌ او دغه کار هغوی ته تلفات ور اړولي دي،»

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وویل، حکومتي ځواکونه د دواړو ګروپونو پر ضد، چې یو د بل پر ضد جنګ کوي، د یرغلونو لپاره چمتووالی کوي.‌

مصمم سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي او دفاعي ځواکونه دې ته تیار دي چې عملیات پیل کړي او دا ګروپونه ویجاړ کړي،»

هغه زیاته کړه، «په دې سیمه کې به ژر هوایي او ځمکني عملیات پیل شي او طالبان او داعش دواړه به له منځه وېسي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500