امنیت

ایتلافي ځواکونه په سوریه کې د داعش پاتو جنګیالیو پسې ګرځي

ای اېف پي

د متحده ایالاتو یوه اېف - ۱۶ جنګي جیټ الوتکه د سوریې په سر د عملیاتو ملاتړ کوي. [مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو یوه اېف - ۱۶ جنګي جیټ الوتکه د سوریې په سر د عملیاتو ملاتړ کوي. [مرکزي قومانداني]

بیروت، لبنان -- د متحده ایالاتو له خوا یوه ملاتړ کېدونکي ځواک د سې شنبې په ورځ /د وري ۱۳مه/ وویل چې هغوی د سوریې په ختیځ کې په داسې حال کې د داعش جنګیالي تعقیبوي چې د ایتلاف جنګي الوتکې له یوې اونۍ ډېر وخت راهیسې، چې د هغوی د تش په نامه «خلافت» ماتې اعلان شوې ده، په اورپکو باندې بمونه غورځوي.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اېس ډي اېف)،‌ چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف د جنګي الوتکو له خوا یې ملاتړ کېده، له یوې میاشتې اوږده جنګ څخه وروسته د وري په ۳ مه د عراق پولې سره نژدې په باغوز کلي کې د داعش غړي د هغوی له وروستي سنګر څخه پسې واخیستل.

د اېس ډي اېف ویاند مصطفی بالي د سې شنبې په ورځ وویل، د متحده ایالاتو له خوا ملاتړ کېدونکی اتحاد اوس «د ترهګر ګروپ د پاتې شونو پل پسې اخلي».

هغه وویل: «یو شمېر ګروپونه د باغوز دپاسه سوریو کې پټ شوي دي.»

د داعش جنګیالي د کب په ۱۶مه د سوریې په باغوز کې اېس ډي اېف ته تسلیمېږي. [محمد حسن/ټوېټر]

د داعش جنګیالي د کب په ۱۶مه د سوریې په باغوز کې اېس ډي اېف ته تسلیمېږي. [محمد حسن/ټوېټر]

د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اېس ډي اېف) یو غړی د وري په ۴ مه د دیر الزور ولایت په باغوز کلي کې د اېس ډي اېف بیرغ لګوي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اېس ډي اېف) یو غړی د وري په ۴ مه د دیر الزور ولایت په باغوز کلي کې د اېس ډي اېف بیرغ لګوي. [دلیل سلیمان/ای اېف پي]

دا پوځي ګامونه وروسته له هغه اخیستل کیږي چې د متحده ایالاتو په مشرۍ نړۍ وال ایتلاف د وري په ۳ مه وروسته له هغه د داعش د «خلافت» مرګ اعلان کړ چې سرسخته جنګیالي یې د سوریې په ختیځ کېد هغوی له وروستي سنګر څخه جارو کړل.

اېس ډي اېف د یادې ترهګرې ډلې د قلمرو پر ضد،‌ چې یو وخت یې د عراق او سوریې یوه پراخه سیمه نیولې وه او په اوه میلیونو خلکو یې واکمني کوله، له شپږ میاشتنۍ جګړې څخه وروسته بریا ترلاسه کړه.

خلافت، چې مشر یې ابوبکر البغدادي د ۱۳۹۳ په نیمایي کې اعلان کړی وو، یو وخت له برتانیا څخه ډېره سیمه پوښله، چې یو سر یې په سوریه او بل یې په عراق کې وو.

پر پټنځایونو له هوا نه بمونه غورځول کیږي

د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف وویل چې هغوی د جهادیانو پر پټنځایونو د هوایي بریدونو په ترسره کولو سره د جارو کولو د عملیاتو ملاتړ کوي.

د ایتلاف ویاند سکاټ راولینسن د دوشنبې په ورځ /د وري ۱۲مه/ ای اېف پي ته وویل، «د سوریې دیموکراتیک ځواکونه نه پرېږدي چې داعش په فزیکي بڼه ځمکه ونیسي او په سیمه کې نفوذ ترلاسه کړي او په دې کار کوي چې د هغو سرچینو مخه ونیسي چې هغوی د راستنېدا لپاره ورته اړتیا لري.»

هغه وویل، «زه شاته د تصفیوي عملیاتو ملاتړ کوم، ایتلاف له اېس ډي اېف سره په همغږۍ کې د دقیق ضرب د ملاتړ ترسره کولو ته دوام ورکوي.»

راولینسن وویل،‌ اوس د داعش ضد فعالیتونه د یادې ډلې د بیا رامنځته کېدا او همغږۍ د ظرفیت په «پای ته رسولو» باندې متمرکز دي.

هغه وویل، بریدونه په کلي کې هغه سوري او پټي ولي چې باور کیږي جهادیان په کې پټ دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې چې په برتانیا کې مېشته ده، وویل، د یکشنبې له ورځې /د د وري ۱۱مې/ راهیسې د ایتلاف له یو درجن څخه ډېرو هوایي بریدونو په باغوز کې د داعش پټنځایونه ویشتي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500