د ښځو حقوق

په ننګرهار کې کار ته د ښځو د لېوالتیا په زیاتېدلو سره کاري فرصتونه زیاتول کیږي

د خالد زېري راپور

د ننګرهار د والي مرستیاله حبیبه کاکړ د سلواغې په ۱۰مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ولایتي دفتر کې د تسلیمېدونکو اورپکو یوه ګروپ ته ښه راغلاست وایي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د ننګرهار د والي مرستیاله حبیبه کاکړ د سلواغې په ۱۰مه په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ولایتي دفتر کې د تسلیمېدونکو اورپکو یوه ګروپ ته ښه راغلاست وایي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر/فېسبوک]

جلال اباد -- چارواکي وایي، د ننګرهار ولایتي اداره هڅه کوي چې ښځو ته، چې په حکومت کې کار کولو ته یې لېوالتیا په ډېرېدلو ده، لا نور کاري فرصتونه برابر کړي.

د ننګرهار د ښځو د چارو رییسې، فتانې عزیز، سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، د طالبانو په واکمنۍ کې، د ښځو لپاره تعلیمي فرصتونه برابر نه ول،»

عزیز وویل، «کله چې هغه نظام نسکور شو او ولسواکي راغله، ښځو تعلیم ترلاسه کړ، هغوی په پوهنتونونو کې زده کړې وکړې او اکثرو یې د ماسټرۍ تر سطحې پورې تعلیم وکړ. له دې امله، د ښځو لپاره کاري فرصتونه زیات شول او ښځې په هره اداره کې د سړیو تر څنګ کار کوي،»

هغې وویل، کاري پوستونو ته د ښځو د لاسرسي د ډېرولو لپاره، اوس ښځینه کاندیدانو ته ترجیحي پاملرنه کیږي او حکومت غواړي چې د کاري استخدام یوه ازاده پروسه پرمخ وېسي.

عزیز وویل، «مونږ ښځو ته نه یوازې د تعلیم بلکې د کاري فرصتونو په برابرولو هم بریالي شوي یو، خو دا کار ټول په یو ځل نه کیږي. مونږ به ورو ورو پر مخ ځو، او بیا به مونږ خپله مبارزه چټکه کړو.»

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، په ننګرهار کې د حکومتي کارمندانو خواوشا ۱۶٪ ښځې دي.

میاخېل د کب پر ۱۹مه په جلال اباد کې د ښځو د نړۍ والې ورځې (د کب ۱۷مې) د لمانځلو په مراسمو کې وویل، له دې جملې څخه، «۱۰٪ د ښوونې او روزنې ریاست لاندې د مدیرانو، ښوونکو په توګه او په نورو موقفونو کې کار کوي، په داسې حال کې چې ۶٪ نورې په حکومتي دوایرو کې کار کوي،»

هغه وویل، «مونږ پرېکړه کړې چې دا سلنه زیاته کړو. ما ټولو حکومتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د استخدام پر وخت ښځو ته ډېره پاملرنه وکړي،»

ننګونې پرځای پاتې دي

د ننګرهار د والي مرستیاله حبیبه کاکړ له یوه کال راهیسې په دغه موقف کار کوي او په هغو ننګونو باندې خبره ده چې ښځې ورسره د کار په ځای کې مخامخ دي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «په پيل کې، کله چې زه دې موقف ته راغلم، زما لپاره سخته وه. خلکو ویل، 'ته یوه ښځه یې، دا به څنګه کیږي؟' خو وروسته ورسره زه بلده شوم، او ما په کار کې کومه سختي ونه لیدله.»

هغې زیاته کړه، «کله چې زه دې موقف ته کاندیده شوم،‌ ما غوښتل چې د ښځو لپاره کار وکړم او خدمت ورته وکړم. اوس زه د هغوی لپاره ډېر کار کوم ځکه چې ښځې له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخامخ دي او مونږ باید هغوی ته ورسېدلی شو. زه په ټولو سکتورونو کې له هغوی سره مرسته کوم.»

هغې وویل، «زه د ښځو د حقونو یوه فعاله یم. زه غواړم چې ښځو ته ډېر کار وکړم.»

کاینات چې د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکې ده، د سره رود د نجونو په مرکزي ښوونځي کې تدریس کوي. هغې د کارونو په موندلو کې د ښه تعلیم په ارزښت باندې تاکید وکړ.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «له پوهنتون څخه له فراغت وروسته، ما وظیفه ولټوله. ما څو میاشتې دا کار وکړ، خو وروسته مې عریضه وکړه چې ښوونکې شم.»

هغې وویل، «ما د یوې حق الزحمه يي ښوونکې په توګه کار پیل کړ، او بیا رسمي ښوونکې شوم. اوس زما ژوند ښه دی. زه خوشحاله یم. زه یوه نوي نسل ته ښوونه کوم، او که د الله رضا وي زما ډېرې زده کوونکې نجونې به پوهنتون ولولي،»

کاینات زیاته کړه، «هره کورنۍ باید خپلې لوڼې، خویندې او لمسیانې ښوونځي ته ولېږي. وروسته یې ښایي پوهنتون ته ولېږي او که کولی شي، اجازه دې ورکړي چې ماسټري او دوکتورا وکړي، څو وکولی شي چې له نړۍ سره سیالي وکړي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500