جرم او انصاف

د طالبانو له خوا د انجنیر 'بې رحمانه' وژنې د اورپکو پر وړاندې د خلکو دښمني لا سخته کړه

د سلیمان راپور

له یوې بې نېټې ویډیو څخه اخیستل شوي عکسونه، چې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي، ښیي چې یو افغان انجنیر د طالب اورپکو له خوا په ډزو وژل کیږي. [آرشیف]

له یوې بې نېټې ویډیو څخه اخیستل شوي عکسونه، چې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي دي، ښیي چې یو افغان انجنیر د طالب اورپکو له خوا په ډزو وژل کیږي. [آرشیف]

کابل -- د طالبانو له خوا د انجنیر وژنې د افغان اتباعو غوسه راپارولې، او وایي چې دغه عمل یوازې د اورپکو پر وړاندې د هغوی کرکه سختوي او د یادې ډلې «نهایت وحشت» په ګوته کوي.‌

د تېرو څو ورځو په بهیر کې په ټولنیزو رسنیو خپرېدونکې یوه ویډیو طالب جنګیالي په داسې حال کې ښیي چې یو افغان انجنیر په یو نامعلوم ځای کې وژني.

په دغې ویډیو کې، په ښکاره د طالبانو د یوه غړي له خوا له انجنیر څخه پوښتنه کیږي چې آیا طالبان په حقه دي که «کافران» -- ښایي اشاره یې خارجیانو او دولتي کارمندانو ته وي.

انجنیر ځواب ورکوي چې هر څوک چې د شریعت قانون تعقیبوي هغه حق دی او وایي چې هغه د خپل ملت خدمت کوي، نه د کوم ځانګړي لوري، او تر هغه وروسته هغه وژل کیږي.‌

دغې وژنې د افغانانو قهر راپارولی، او وایي چې دغه وژنه د اسلام له اصولو، افغاني او بشري ارزښتونو څخه سرغړونه ده.

د کابل پوهنتون ټولنپوه داود راوش وویل، دغه وژنه تاییدوي چې طالبان د اسلام له دایرې څخه کاملاً وتلي او د هغوی «وروسته پاتې نظرونه» څرګندوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان ټکوونکي انسانان دي چې د منځنۍ زمانې نظریات لري،»

راوش وویل، «هغوی د اسلام یا تهذیب په هکله هېڅ خبر نه دي. هغوی ډېر وروسته پاتې عقاید لري، او له همدې امله، هغوی تعلیم یافته خلک، لکه انجنیران، ډاکتران، پروفیسران او نور مسلکي کسان، مسلمانان نه بولي، خو حقیقت د دې پر عکس دی، او طالبان له اسلام او بشریت څخه ډېر لیرې دي.»

راوش زیاته کړه، «طالبان له ظلم او ټکولو سره بلد دي، او هغوی رحم، کولتور، بشري ارزښتونه او اخلاق له لاسه ورکړي دي، یعنې هغوی مهذبو او تعلیم لرونکي انسانانو ته درناوی نه لري،»

د انسانیت پر ضد جنایتونه

د کابل یوه اوسېدونکي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي، متین همکار، چې ۲۹ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «زه، د دې هېواد د یوه تبعه په توګه، د دغه انجنیر بې رحمانه وژنه غندم، او زه په روښانه توګه وایم چې د طالبانو دا عمل د دغې ډلې نهایت ډېر وحشت په ګوته کوي،»

همکار زیاته کړه، «ما هغه ویډیو چې طالبانو په کې انجنیر ویشتلو، څو ځلې پر فیسبوک ولیدله،»

په ویډیو کې، «هغه سړی په روښانه ټکو وایي چې هغه د خلکو لپاره کار کوي، نه د کوم بل چا لپاره، خو له بده مرغه چې وحشي طالبانو هغه له کوم دلیل پرته په وحشیانه توګه وواژه، او د هغه خبرو ته یې هېڅ پام ونه کړ.»

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال فرهاد هاشمي سلام ټایمز ته وویل، «دا د ملکي خلکو پر ضد د طالبانو لومړی جنایت نه دی. هغوی ښوونکي، زده کوونکي، ډاکتران او په زرګونو نور ملکي خلک په وحشیانه ډول وژلي او ښوونځي، سړکونه، پلونه، پلچکونه او روغتیایي مرکزونه یې ویجاړ کړي دي.»

هاشمي وویل، «یوې خواته طالبان ادعا کوي چې مسلمانان دي، خو بلې خواته د اسلام د اساساتو پر ضد ملکي خلک او دولتي کارکوونکي وژني،»

هغه وویل، «د داسې یوه انجنیر وژنه چې هغه د خپل ... هېواد خدمت کاوه د تمدن، بشریت او افغانستان او د هغه د خلکو په وړاندې د طالبانو ښکاره دښمني ښیي. دا یو غیر انساني او غیر اسلامي عمل دی،»

هغه زیاته کړه، «طالبان د دې خاورې د انجنیرانو او نورو تعلیم لرونکیو مسلکي کسانو په وژنې سره د افغانستان د رغونې، پرمختګ او ودې پروسه فلج کوي،»

په کابل کې د مدني ټولنې او بشري حقونو یوه فعال نعیم نظري وویل، دا وژنه له یوه جنګي جنایت څخه کمه نه ده.

نظري سلام ټایمز ته وویل، «طالبان تل پر عادي افغانانو، عامه ودانیو، مذهبي ځایونو او مدني موسساتو بریدونه کوي. د یوه ملکي -- یوه انجنیر یا یوه عادي شخص -- وژنه له بشري حقونو څخه سرغړونه او د بشري حقونو د نړۍ وال قانون ماتونه ده.»

نظري زیاته کړه، «د جنیوا د څلورم کنوانسیون له مخې، طالبان او هره بله ډله نشي کولی چې د جنګ په ترڅ کې پر ملکي خلکو او دولتي کارمندانو برید وکړي،»

هغه وویل، «د دې شخص وژنه، چې ویډیو یې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه، او پر افرادو او د مدني ټولنې پر موسساتو بریدونه یو جنګي جنایت دی، او د افغانستان پر وړاندې د طالبانو دښمني ښیي،»

ترهګرۍ ته له تسلیمېدا څخه انکار

په کابل کې د رسنیو یوه فعال، محمد قیس احمدي، چې ۳۴ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، د طالبانو کارونه یوازې د اورپکو پر ضد د ملکي خلکو کرکه زیاتوي.

هغه وویل، «طالبان په قطر او مسکو کې د سولې او روغې جوړې خبرې کوي، خو د خپلو خبرو پر ضد بیا، هغوی په افغانستان کې انجنیران، ځوانان، ښځې او ماشومان په ظالمانه توګه وژني،»

احمدي وویل، «شېرمحمد عباس ستانکزی، چې د طالبانو د موقف قوي دفاع کوي، باید اوس افغانانو ته واضح کړي چې ولې دغه بې ګناه انجنیر، چې د خپل هېواد په بیا رغونه لګیا وو، په وحشیانه ډول ووژل شو،»

احمدي زیاته کړه، «د طالبانو له خوا د ترسره شویو فجیع جنایتونو له امله، افغانان له دغې ډلې څخه کرکه کوي،»

«هغوی غواړي چې په خپلو غیر انساني جنایتونو سره وېره او غم خپور کړي څو وکولی شي چې افغانان خپل اطاعت ته مجبور کړي، خو افغانان نور یوه ترهګر او بې رحمه ګروپ ته نه تسلیمېږي. تېر ۱۸ کاله د دې حقیقت ښکاره ثبوت دی.»

احمدي وویل، «طالبان باید پوه شي چې د ملکي خلکو وژل د هغوی لاسته راوړنه نه ده، او دغه کار د هغوی په وړاندې د خلکو کرکه زیاته کړې ده،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500