ديپلوماسي

د خامنه یي له خوا د فاطمیون د وژل شویو جنګیالیو ستاینې په افغانستان کې سخته غوسه راپارولې ده

د عمر راپور

د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنه یي د وري په ۱ په تهران کې د خلکو یوې غونډې ته خبرې کوي. [د خامنه یي وېب سایټ]

د ایران ستر مشر آیت الله علي خامنه یي د وري په ۱ په تهران کې د خلکو یوې غونډې ته خبرې کوي. [د خامنه یي وېب سایټ]

هرات -- د ایران د ستر مشر آیت الله علي خامنه یي له خوا په سوریه کې د وژل شویو افغان جنګیالیو ستاینې د افغان حکومت غوسه راپارولې ده، او په تهران تور لګوي چې د کډوالو له فقر څخه په ناوړه استفادې سره یې هغوی جنګ ته ورټېل وهلي دي.‌

خامنه یي د وري په ۸ مه د ایران په مشهد کې د مړو جنګیالیو د کورنیو غړو سره ولیدل.

د افغان ملېشې کسان د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د عسکرو د یوه واحد برخه وو چې د فاطمیون لوا په نامه یادېدل.

تسنیم خبري اژانس د خامنه یي له قوله لیکلي، «د فاطمیون د جنګیالیو په منځ کې افغانانو د جګړې په ډګر کې ډېر استقامت او ثبات وښودل. زمونږ د افغان ورونو شهادت د نورو په نسبت ډېر لوړ دی ځکه چې هغوی په داسې حال کې ووژل شول چې له سختې بې وزلۍ څخه کړېدل.»

ویرجن خلک د ایران په مشهد کې د کب په ۱۷مه په داسې حال کې ښودل کیږي چې په سوریه کې د فاطمیون د یوه وژل شوي غړي په تابوت ورټول شوي دي. [فاطمیون]

ویرجن خلک د ایران په مشهد کې د کب په ۱۷مه په داسې حال کې ښودل کیږي چې په سوریه کې د فاطمیون د یوه وژل شوي غړي په تابوت ورټول شوي دي. [فاطمیون]

افغان حکومت دغه خبرې او د ایران له خوا د کډوالو د استخدام هڅې په لنډو ټکو وغندلې.‌

طلوع نیوز د وري په ۱۰مه د ولسمشر اشرف غني د یوې سلاکارې ملالۍ شینوارې له قوله راپور ورکړ چې ویل یې، ایران «د افغانانو له بدو اقتصادي شرایطو»څخه استفاده کوي. هغوی د افغانانو له اقتصادي ستونزو څخه په خپله ګټه ناوړه استفاده کوي.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي هم دې ته ورته خبره وکړه.‌

رحیمي سلام ټایمز ته وویل،‌ «په ایران کې د افغان کډوالو د ناچارۍ شرایط د دې سبب شول چې هغوی د بل چا په جنګونو کې برخه واخلي،»

رشوتونه او تهدید

افغانستان ته په وروستیو کې راستنو شویو افغان کډوالو ویلي چې د ایران حکومت هغوی هڅول چې د سوریې په جنګ کې برخه واخلي او هغوی ته یې د پیسو د ورکولو ژمنه کوله.

عبدالرحمان چې ۵۰ کاله عمر لري او په ایران کې یې د یوه افغان کډوال په توګه وخت تېر کړی، سلام ټایمز ته وویل «ما پخپلو سترګو هغوی ولیدل چې افغان کډوال یې په تهران کې د دماوند په نامه یوې سیمې ته بوول،»

«ایراني عسکرو مونږ ته وویل، 'هغوی هم ستاسو په څېر افغانان دي، او هغوی تیار دي چې په سوریه کې جنګ ته لاړ شي.‌ تاسو ولې نه ځئ؟' ما هغوی ته وویل چې زمونږ په خپل وطن کې جنګ شته او مونږ له جنګ نه ستړي یو.'

هغه زیاته کړه، «هغوی ماته وویل، 'ته یو زوړ سړی یې. په سوریه کې جنګ ته لاړ شه. مونږ به تا ته دومره ډېرې پیسې درکړو چې ستا ټول مشکلات به حل کړي'، خو ما د هغوی وړاندیز ونه مانه او ورته مې وویل چې له جنګ نه دا ښه ده چې مزدورکاري وکړم.»

یوه بل افغان، ذکریا فیضي، چې ۲۰ کاله عمر لري او بېرته خپل وطن ته راستون شوی دی، وویل، په داسې حال کې چې په ایران کې افغانانو ته د جګړې په بدل کې پیسې ورکول کېدې، اکثر یې له یوه مرګوني برخلیک سره مخامخ شول.‌

فیضي سلام ټایمز ته وویل، «زما یوه دوست ماته وویل چې هغه غواړي چې په سوریه کې جنګ ته لاړ شي او دا چې هغه په لومړۍ کرښه کې د جنګ کولو له امله ۳۰ میلیونه ایراني ریال (۲۲۰ ډالر) وګټل. هغه وویل چې ایراني جنګیاليو کولی شوای چې په شاتګ وکړي، خو که مونږ به شاته راتللو مونږ به دوی ویشتلو او که پرمخ به تللو داعش به وژلو.»

هغه زیاته کړه، «زما دوست وویل چې هلته [په سوریه کې] امنیت ډېر خراب دی او دا چې اکثر جنګیالي یا ټپي شوي یا وژل شوي دي. هر څوک هلته د دې لپاره ځي چې ډېر زیات غریب دي.»

یوه بل راستانه شوي کډوال، محمد چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، په ایران کې ډېر افغان کډوال د نیول کېدلو یا بندي کېدلو له ګواښ سره مخامخ دي او دغه حالت هغوی دې ته مجبوروي چې لاړ شي او د سوریې په جنګ کې برخه واخلي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کله چې ایراني امنیتي ځواکونه افغانان ونیسي، دا تور پرې لګوي چې له ځانونو سره یې نشه ییز توکي راوړي دي. بیا یې خپل مرکز ته بیایي او پوښتنه ترې کوي چې آیا هغوی سنیان دي که شیعه. څوک چې شیعه وي، هغوی یې هڅوي چې په سوریه کې جنګ ته لاړ شي، خو سنیان ډېر په وحشیانه ډول وهي.»

له بشري حقونو څخه سرغړونې

په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس، عبدالقادر رحیمي، وویل، د ایران د حکومت دا هڅې چې افغان کډوالو ته پیسې ورکوي چې جنګ وکړي له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «یو کوربه هېواد باید کډوال په وسله والو جنګونو کې ښکېل نه کړي. د افغان کډوالو په وړاندې د ایراني حکومتونو چلند له نړۍ والو بشري قوانینو څخه یوه ښکاره سرغړونه ده.»

هغه وویل، یو کوربه هېواد مسؤل دی چې هغو بهرنیانو ته چې د جنګ او سیاسي مسایلو له امله پناه غواړي، پناه او امنیت برابر کړي.

رحیمي وویل، «هغه کډوال چې په بهر کې مېشت شوي دي، هغوی د یوې ستونزې له امله خپل هېواد پرېښی دی، او هغوی ته باید یو باوقاره ژوند برابر کړای شي -- یعنې د هغوی ماشومان باید ښوونې او روزنې ته لاسرسی ولري، او هغوی روغتیایي خدمتونو او د ژوند کولو لپاره یوه خوندي چاپېریال ته اړتیا لري،»

په هرات ولایت کې د سیاسي چارو تحلیلګر، عبدالقادر کامل، له دې سره موافقه وکړه چې د کډوالو په کوربه هېوادونو دا لازمه ده چې کډوال خوندي کړي، او له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل چې پر ایران «فشار واچوي».

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران د حکومت کار د نړۍ والو بشري حقونو او د بشردوستۍ د اساساتو، او همدارنګه د ګاونډیتوب د ارزښتونو پر ضد دی،»

کامل وویل، «د ایران اساسي قانون له مسلمانانو سره د ښو اړیکو او همکارۍ په ساتلو تاکید کوي، خو ایران د خپل اساسي قانون خلاف کار کوي،»

هغه زیاته کړه، «ملګري ملتونه، چې یوه معتبره نړۍ واله موسسه ده، باید په ایراني مقاماتو باندې فشار واچوي چې په سوریه او د منځني ختیځ په نورو ځایونو کې جنګ ته د افغانانو لېږل بند کړي،»

په افغانستان کې له قانوني تعقیب سره مخامخ کېدل

په ایران کې د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۶ کلونو تر منځ موده کې خواوشا ۵۰۰۰۰ افغان کډوال استخدام شوي او په سوریه کې یې د فاطمیون لوا تر بیرغ لاندې جنګ کړی دی. د اسوسیټیډ پرېس د راپور په اساس، د هغوی له جملې څخه، خواوشا ۱۰۰۰۰ افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.‌

اوس، دغه جنګیالي د افغان حکومت له ممکن قانوني تعقیب سره مخامخ دي. په هرات کې د محلي چارواکو په وینا، راستانه شوي کسان به د هغوی د کړنو له امله له جدي عواقبو سره مخامخ شي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې د نافذو قوانینو په اساس، په افغانستان یا په سیمه کې له ترهګرو ډلو سره هر ډول همکاري جرم بلل کیږي او هغه کسان چې په کې ښکېل وي، هغوی په یوه قانوني محکمه کې محاکمه کیږي،»

هغه وویل، «که هغوی ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي او په دې هېواد کې د خپلو هېوادوالو په وژنه کې ښکېل وي، امنیتي ادارې -- په ځانګړې توګه د ملي امنیت ریاست -- دا صلاحیت لري چې له دغو افرادو څخه جدي څېړنې وکړي،»

فرهاد وویل، «مونږ په کابل او هرات کې داسې ځانګړې ادارې، لکه د قانون محاکم، لرو چې هېواد ته د فاطمیون لوا د جنګیالیو راستنېدا څاري،»

هغه وویل، «قوانین د دې موضوع په هکله وضاحت لري: هغه کسان چې په ترهګریزو فعالیتونو کې برخه اخلي، هغوی تر قانوني تعقیب لاندې نیول کیږي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران کډوالو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي!

ځواب ورکړئ

لومړی، څه چې تاسو خپاره کړي دي دا خبر (خبرونه) دي، نه لیکنه. سربېره پر دې، ستاسو د خبرونو له عنوان څخه داسې ښکاري چې ستاسو لاسونه د هغو چټلو خلکو په کاسو کې غرق دي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ کې دننه اوسېږي. درېیم، د هغو افغانانو د مسئلې په هکله چې سوریې ته ځي او د داعش پر ضد د هغوی د جنګ په هکله ستاسو پوښښ ډېر سطحي او پر تعصب ولاړ دی، چې د هغه ګڼ ابعاد مو له پامه غورځولي دي. لومړی او تر ټولو مهم دا دی چې تاسو په سوریه کې د افغانانو جنګ د هغوی مالي ستونزو پورې تړلی دی، په داسې حال کې چې د دې مسئلې اساس تر ډېره مذهبي مسایلو پورې تعلق لري. شیعه ګان د دې لپاره جنګ کوي چې د پېغمبر (ص) د کورنۍ د مقدسو اماکنو او د اسلام د پیغمبر د لمسۍ زینب د مقدس زیارت ساتنه وکړي.‌ د خپل ځان په هکله فکر وکړئ! په دې وخت او زمان کې څوک حاضر دی چې خپل خوږ ژوند د ۵۰ میلیونو تومانو چې له درې نیم لکه افغانیو څخه کمې ترې جوړېږي، په بدل کې قرباني کړي؟ کوم احمق به خپل ژوند د پیسو په بدل کې ورکړي؟ پوښتنه چې زه یې باید وکړم دا ده چې: لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، له بده مرغه، په سوریه کې زمونږ ډېر هېوادوال ووژل شول، دواړه شیعه ګان – چې ایران یې ملاتړ کاوه – او سني ورونه (ازبکان او پښتانه) چې سعودي عربستان، متحده ایالاتو او غربي هېوادونو یې ملاتړ کاوه. اوس، د هغو افغانو تر منځ چې د ایران له خوا وژل کیږي او هغه چې د متحده ایالاتو له خوا وژل کیږي، فرق څه دی؟ ولې تاسو دا زړونه نه لرئ چې په متحده ایالاتو او سعودي عربستان چې زمونږ جلال ابادي ورونه (د جلال اباد خلک) او د نورو ځایونو خلک لېږي، انتقاد وکړئ؟ ولې تاسو په هغوی باندې چې د افغانانو له منځه د داعش لپاره کسان استخداموي، انتقاد نه کوئ؟؟؟

ځواب ورکړئ

ستاسو راپورونه لولم او مننه کوم چې ژور راپورونه وړاندې کوي

ځواب ورکړئ