چاپیریال

په عکسونو کې: افغانانو په مرګانیو سېلاوونو کې د 'هرڅه' له بایللو څخه وروسته پاک کاري پیل کړه

ای اېف پي

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سېلاوونو له لاسه بې ځایه شوي افغانان د کب په ۱۲مه ډوډۍ خوري. په داسې حال کې چې سختو بارانونو کورونه او موټرونه وېوړل او احتمالاً په زرګونو کورونه یې ویجاړ کړل، ملګرو ملتونو د کب په ۱۱مه وویل چې سېلاوونو په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي دي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سېلاوونو له لاسه بې ځایه شوي افغانان د کب په ۱۲مه ډوډۍ خوري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د سېلاوونو له لاسه بې ځایه شوي افغانان د کب په ۱۲مه ډوډۍ خوري. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د افغان هوایي ځواک د عملیې یو غړی د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې له سېلاوونو څخه د تېښتې پر وخت یو ماشوم لېږدوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

د افغان هوایي ځواک د عملیې یو غړی د کب په ۱۱مه د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې له سېلاوونو څخه د تېښتې پر وخت یو ماشوم لېږدوي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

په هرات ولایت کې کلیوال د وري په ۹مه په یوه کوڅه کې، چې د سېلاو خټې پوښلې ده، روان دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په هرات ولایت کې کلیوال د وري په ۹مه په یوه کوڅه کې، چې د سېلاو خټې پوښلې ده، روان دي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په هرات ولایت کې یوه ښځه چې چادري یې اغوستې ده، د وري په ۹مه پر یوه پله تېرېږي چې سېلاو وهلی دی.‌ [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

په هرات ولایت کې یوه ښځه چې چادري یې اغوستې ده، د وري په ۹مه پر یوه پله تېرېږي چې سېلاو وهلی دی.‌ [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د وري په ۱۰مه د هرات ښار په شمالي برخو کې د سېلاو په وسیله ویجاړ شوي کورونه ګوري. [د هرات ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د وري په ۱۰مه د هرات ښار په شمالي برخو کې د سېلاو په وسیله ویجاړ شوي کورونه ګوري. [د هرات ولایت د رسنیو دفتر/فېسبوک]

هرات -- د افغانستان په لوېدیځ کې کلیوالو د یکشنبې په ورځ /د وري په ۱۱مه/ وروسته له هغه پاک کاري پیل کړه چې په یوه لسیزه کې تر ټولو بدو سېلاوونو کورونه ویوړل او ډېرې کورنۍ یې -- چې وار له مخه وچکالۍ بې ځایه کړې وې -- مجبورې کړې چې له ویجاړو شويو کورونو څخه وځي.

سختو بارانونو چې د جمعې په ورځ وختي /د وري په ۹مه/ پيل شول او تر دوه ورځو پورې روان ول، د افغانستان په لوېدیځ او شمال کې لږ تر لږه په پنځو ولایتونو کې سېلاوونو را واېستل، چې لږ تر لږه ۳۵ کسان یې ووژل.‌

دغو سېلاوونو، د کورونو په ویجاړولو سربېره د ځینې داخلي بې ځایه شویو خلکو سرپناوې ویجاړې کړې او د هېواد په یو شمېر برخو کې یې لیرې پرتو کلیو ته لاسرسی پرې کړ.‌

په هرات ولایت کې، لږ تر لږه ۱۰ ولسوالۍ او د هرات ښار ځینې برخې متاثرې شوې.

یو افغان سړی د وري په ۹مه په هرات ولایت کې له یوې نجلۍ سره، چې په یوه سېلاو ځپلې کوڅه تېرېږي، مرسته کوي. چارواکو د وري په ۱۰مه وویل، چې د سېلاوي بارانونو له امله راوتلیو سېلاوونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه د ۳۵ کسانو ژوند اخیستی دی، کورونه یې وړي او لیرې پرتو کلیو ته یې لاسرسی پرې کړی دی.

له هرات ولایت څخه ویډیوي فلمونه ښیي چې چیت شوي موټر په خټو کې ښخ شوي، دېوالونه را نړېدلي، خټین کورونه ویجاړ شوي، ونې را لوېدلې دي او خلک هڅه کوي چې له خټو څخه د خپلو ملکیتونو پاتې شوي توکي وژغوري.

د هرات یوې اوسېدونکې بي بي ګل چې خپل کور یې له لاسه ورکړی دی، ای اېف پي ته وویل، «مونږ هر څه له لاسه ورکړي دي او داسې څه نه دي راپاتې چې ژوند پرې وکړو،»

یوه بل اوسېدونکي، فضل احمد، هم د تاوان یو دې ته ورته حال څرګند کړ.‌

ولایتي ادارو له خطر سره د مخامخ کسانو د اېستنې او هغوی ته د خوړو او سرپناه د برابرولو په شمول یو لړ نوښتونه تطبیق کړي چې د سېلاوونو له قربانیانو سره مرسته وکړي.

کورونه ویجاړ شوي، څاروي وژل شوي

احمد وویل، «غواګانې، پسونه او ان زمونږ کوترې د ویجاړتیا تر خاورو خځلو لاندې شوي دي،»

محمد حنیف ارباب زاده وویل، د هغه په کلي کې خواوشا ۸۰٪ کورونه ویجاړ شوي دي.

د افغانستان د طبیعي پېښو د مدیریت د ملي ادارې یوه ویاند حشمت بهادري وویل، په مجموع کې له ۳۰۰۰ څخه ډېر کورونه زیانمن شوي یا ویجاړ شوي دي.‌

له کلونو وچکالۍ څخه وروسته، په دې ژمي کې د افغانستان په ډېرو برخو کې د واورې ډېر ورښت د پسرلي په را رسېدلو سره د سختو سېلاوونو وېرې زیاتې کړي دي.

مخکې د کب په میاشت کې، په کندهار ولایت کې لږ تر لږه ۲۰ افغانان هغو سېلاوونو ووژل چې د سختو بارانونو په نتیجه کې راووتل او په زرګونو کورونه او موټرونه یې وېوړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500