روغتیا

افغان سرتېري وړیا روغتیایي خدمتونه ترلاسه کوي په داسې حال کې چې طالبان خپل ټپي شوي جنګیالي پرځای پرېږدي

د نجیب الله راپور

افغان ځواکونه د وري په ۱ د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې یو ټپي شوی طالب جنګیالی له نیول کېدلو څخه وروسته لېږدوي. نیول شوي او تسلیم شوي طالب جنګیالي ګوري چې 'دښمن' د 'هغوی د ورونو' په نسبت د هغوی ټپونو او روغتیا ته ښه پاملرنه کوي. [د افغان اردو ۲۰۱ قول اردو/فېسبوک]

افغان ځواکونه د وري په ۱ د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې یو ټپي شوی طالب جنګیالی له نیول کېدلو څخه وروسته لېږدوي. نیول شوي او تسلیم شوي طالب جنګیالي ګوري چې 'دښمن' د 'هغوی د ورونو' په نسبت د هغوی ټپونو او روغتیا ته ښه پاملرنه کوي. [د افغان اردو ۲۰۱ قول اردو/فېسبوک]

کابل -- افغان حکومت د هېواد سرتېرو او د هغوی کورنیو ته وړیا روغتیایي خدمتونه برابروي، په داسې حال کې چې ټپي شوي طالب جنګیاليد مشرانو له خوا د «د توپ خوراک» په څېر کارول کیږي او بیا په خپل حال پرېښودل کیږي.‌

د افغان ملي اردو یو غړی، محمد محسن، چې له طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی وو، یو له هغو عسکرو څخه دی چې دغه ډول خدمتونه ترلاسه کوي.‌

محسن په کابل کې ۴۰۰ بستریز روغتون ته په اشارې وویل، «زه د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې له طالبانو سره په یوه جګړه کې په پښه ولګېدم، خو وروسته له هغه چې زه څلورسوه بستریز [سردار داودخان] روغتون ته ولېږدول شوم، هلته مې درملنه ترلاسه کړه،‌ او زه د خدای شکر کوم چې اوس زه ښه یم،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه له ټولو هغو ډاکترانو څخه چې زما د درملنې هڅې یې وکړې، مننه کوم. زه له حکومت څخه هم مننه کوم،»

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان ډګرجنرال دادان لونګ د وري په ۱ د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې په ۱۰۰ بستریز پوځي روغتون کې یو بیا رغېدونکی ټپي شوی افغان سرتېری ګوري. [۲۰۳ تندر قول اردو/فېسبوک]

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان ډګرجنرال دادان لونګ د وري په ۱ د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې په ۱۰۰ بستریز پوځي روغتون کې یو بیا رغېدونکی ټپي شوی افغان سرتېری ګوري. [۲۰۳ تندر قول اردو/فېسبوک]

د طالبانو مشر عبدالمنان، چې په تېره لیندۍ میاشت کې ووژل شو، په یوه بې نېټې عکس کې لیدل کیږي. د طالبانو د تبلیغاتو په اساس، په کار دی چې دغه ګروپ د مړو طالب اورپکو ښځو او ماشومانو ته پاملرنه وکړي ځکه چې هغوی به د دغه کار له امله 'په اخرت کې' ثواب ترلاسه کوي. [د هلمند د والي د رسنیو دفتر]

د طالبانو مشر عبدالمنان، چې په تېره لیندۍ میاشت کې ووژل شو، په یوه بې نېټې عکس کې لیدل کیږي. د طالبانو د تبلیغاتو په اساس، په کار دی چې دغه ګروپ د مړو طالب اورپکو ښځو او ماشومانو ته پاملرنه وکړي ځکه چې هغوی به د دغه کار له امله 'په اخرت کې' ثواب ترلاسه کوي. [د هلمند د والي د رسنیو دفتر]

منیراحمد، یوه بل عسکر چې په هلمند ولایت کې ټپي شوی وو او بیا وروسته ورغېد، هم د هغو روغتیایي خدمتونو ستاینه وکړه چې هغه ترلاسه کړي وو.

احمد سلام ټایمز ته وویل، «د هغې ښې درملنې او پاملرنې له امله چې ماته شوې ده، زه نېکمرغ یم چې اوس زه پوره بیا رغېدلی یم،»

هغه زیاته کړه، «زما د درملنې په ترڅ کې، ډاکترانو په ریښتیا ماته ښه پاملرنه وکړه، او ماته ټول خدمتونه په وړیا ډول وشول، چې دغه کار زما د هېواد د دفاع لپاره زما مورال دوه برابره زیات کړ،»

افغان سرتېرو او د هغوی کورنیو ته وړیا خدمتونه

په افغانستان کې پوځي روغتونونه نه یوازې عسکرو بلکې د هغوی کورنیو ته هم وړیا روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.‌

د افغان ملي اردو د روغتیایي چارواکو په وینا، اردو یو ۴۰۰ بستریز پوځي روغتون په کابل کې لري او شپږ ۱۰۰ بستریز روغتونونه -- په هلمند،‌ کندهار، هرات، بلخ، پکتیا او ننګرهار ولایتونو کې لري.

د افغان ملي اردو د روغتیا د څانګې یوه ویاند، بریدمن عبدالحکیم، سلام ټایمز ته وویل، «په هغو سربېره، مونږ ۳۳ کلینیکونه لرو چې د پوځي لواګانو په داخل کې واقع دي،»

حکیم زیاته کړه، «زمونږ په پوځي منسوبینو سربېره، مونږ د خپلو عسکرو د کورنیو ثبت شویو غړو ته روغتیایي خدمتونه برابروو،»

هغه ترهګریزو بریدونو یا نوروو پېښو ته په اشارې وویل، «مونږ خپلو پوځي منسوبینو او د هغوی د کورنیو غړو، او په ځانګړیو حالتونو کې ټولو افغانانو ته وړیا خدمتونه برابروو،»

غلام نبي، چې ۵۴ کاله عمر لري، د کابل اوسېدونکی دی او یو زوی یې په اردو کې کار کوي، وتوانېد چې په پلازمېنه کې په پوځي روغتون کې د خپلې پښې تداوي وکړي.

نبي سلام ټایمز ته وویل، «له دې امله چې زما زوی په اردو کې کار کوي، زمونږ کورنۍ ته کاملاً په وړیا ډول خدمتونه ورکول کیږي،»

د جنګ وسیلې

د افغان حکومت دا هڅې چې خپلو سرتېرو ته پاملرنه کوي، د طالبانو له خوا د هغوی له جنګیالیو سره له چلند څخه بېخي غټ توپیر لري.

د طالبانو مشران خپلو تر لاس لاندې عسکرو ته داسې نظرونه ورکوي چې هغه څه چې هغوی یې کوي، جهاد دی، او دا چې د هغوی ټول ثوابونه -- حتی د هغوی ښځو، ماشومانو او خپلوانو ته -- په اخرت کې ورکول کیږي.‌

په نتیجه کې، طالبان اړتیا نه لري چې په دې هکله اندېښنه وکړي چې د خپلو جنګیالیو او د هغوی د کورنیو غم وخوري، او یوازې د اسلام او جهاد د یوه تحریف شوي تفسیر په اساس د جګړې پر دوام تمرکز کوي.

د طالبانو یوه پخواني جنګیالي چې د هلمند ولایت اوسېدونکی دی او تاوتریخوالی یې پرېښی دی، تر یوه مستعار نامه لاندې سلام ټایمز ته وویل،«ما په څو دلایلو طالبان پرېښودل او عادي ژوند ته را وګرځېدم،»

هغه وویل، «لومړی دا وو چې زه پوه شوم چې له حکومت سره جنګ کول زمونږ د خپلو ورونو وژل وو او دا چې هغه جهاد نه وو،»

حبیب الله وویل، «دویم دا چې ما دا وموندل چې د طالبانو مشران په بهرنیو هېوادونو کې ارام ژوند کوي، خو هغوی نور دې ته هڅوي چې د حکومت پر ضد جنګ وکړي،»

هغه وویل، «که هغوی [عادي جنګیالي] ووژل شي یا ټپیان شي، هیڅوک نشته چې مرسته ورسره وکړي،»

د حبیب الله په وینا، د طالبانو مشران په عادي جنګیالیو پاملرنه نه کوي او هغوی یوازې د دې لپاره استعمالوي چې خپلو هدفونو ته پرې ورسیږي.

هغه وویل، «اکثر طالب جنګیالي، ټپیان شي یا خپل ژوند له لاسه ورکوي یا معیوب کیږي، ځکه داسې ځای نشته چې هغوی ورشي او درملنه ترلاسه کړي. دا بېخي صحیح ده چې د طالبانو مشران خپل جنګیالي د توپ د خوراک په څېر استعمالوي.»

طالبانو په دې هکله د تبصرو کولو غوښتنې ته سمدلاسه ځواب ورنه کړ.‌

په روغتیایي پاملرنه کې توپیر

په کابل کې د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د سیاسي چارو تحلیلګر فاروق بشر وایي، د حکومت له خوا خپلو عسکرو ته برابرېدونکي روغتیایي خدمتونه د هغو په نسبت چې طالبان یې خپلو جنګیالیو ته برابروي، ډېر زیات ښه دي.

بشر سلام ټایمز ته وویل، «دا ښکاره خبره ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کوم ښه مجهز روغتونونه نشته،» او زیاته یې کړه چې کله چې، «د طالبانو یو جنګیالی د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کیږي، له هغه وروسته د هغه درملنه کیږي.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار سلام ټایمز ته وویل، روغتیایي سکتور د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدلو څخه وروسته ډېرې زیاتې لاسته راوړنې لرلې دي.

هغه وویل، «په ۱۳۸۲ کې چې حکومت د ارقامو راټولول پیل کړل، له ۴۰٪ څخه کمو خلکو ته روغتیایي خدمتونه موجود ول، خو اوس ۹۰٪ خلکو ته د دوه ساعتونو پلي مزل په فاصله کې یو روغتیایي مرکز موجود دی.»

هغه وویل، «په ۱۳۸۲ کې مونږ ۱۰۰ روغتیایي مرکزونه لرل، خو اوس هغه ۳۹۰۰ ته زیات شوي دي -- چې د حکومتي او خصوصي سکټور دواړو روغتیایي خدمتونو په کې وده کړې ده،»

مایار وویل، «د قابله ګۍ خدمتونه هم ښه شوي دي. اوس تاسو کولی شئ چې په افغانستان کې ډېر لیرې روغتیایي مرکز ته لاړ شئ، او تاسو به وګورئ چې یوه قابله د زېږون پر وخت مرسته کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500