امنیت

امنیتي چارواکي وایي که جنګ دوام ومومي طالبان به له 'مرګوني پایلو' سره مخامخ شي

د سلیمان راپور

د افغان ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو د توپچي ډلګۍ د تېر کال د چنګاښ په ۲۴مه په شورابک کمپ کې د اورني تمرین پر وخت د ۲ الف ۱۸ هوېتزر (ډي ۳۰) توپ ډزې کوي. [ایتلافي ځواکونه]

د افغان ملي اردو د ۲۱۵ میوند قول اردو د توپچي ډلګۍ د تېر کال د چنګاښ په ۲۴مه په شورابک کمپ کې د اورني تمرین پر وخت د ۲ الف ۱۸ هوېتزر (ډي ۳۰) توپ ډزې کوي. [ایتلافي ځواکونه]

کابل -- د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت چارواکي وایي چې که طالبان د سولې د لارې د نیولو پر ځای د جنګ لارې نیولو ته دوام ورکړي، هغوی به په هېواد کې له «مرګانیو عواقبو» سره مخامخ شي.

د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر د وري په ۱۰مه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د همغږۍ په یوه کتنه کې وویل چې د ناټو ځواکونه چمتو دي چې د سولې ملاتړ وکړي، خو که طالبان د جنګ لاره غوره کړي، دې ته هم تیار دي چې جنګ وکړي.

میلر په کتنه کې وویل، «د قاطع ملاتړ د یوه قوماندان په توګه، زما عسکر -- ټول جزوتامونه -- د سولې د ملاتړ کولو لپاره پوره تیار دي. په ورته وخت کې، که هغوی [طالبان] د جنګ لارې ته دوام ورکړي، مونږ به هم جنګ وکړو. مونږ دې ته چمتو یو چې جنګ وکړو».

د ملي دفاع وزارت ویاند قیس منګل د میلر د خبرو ملاتړ وکړ.

یو افغان عسکر د مرغومي په ۲۵مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د هاوان ډز کوي. [خالد زېری]

یو افغان عسکر د مرغومي په ۲۵مه د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې د هاوان ډز کوي. [خالد زېری]

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د قاطع ملاتړ ځواکونو سره له نژدې څخه کار کړی دی،‌ او که طالبان د سولې د پروسې لپاره تیار نه وي، مونږ به هغه له منځه وېسو. څو چې مونږ د سولې یوه لاسلیک شوې هوکړه ترلاسه کوو، مونږ به د طالبانو او نورو ترهګرو شبکو پر ضد جګړې ته دوام ورکړو.»

یرغل ته دوام ورکول

منګل زیاته کړه، «جنګ د پسرلي په موسم کې زیات شوی دی، خو د ۱۳۹۸ د جنګ د پلان له برکته امنیتي او دفاعي ځواکونه تیار دي چې دښمن ته ماتې ورکړي.»

منګل وویل، «د روان کال د امنیتي او جنګي پلان له مخې، امنیتي ځواکونه په تهاجمي حالت کې دي، چې دا حالت به هغوی ته دا فرصت ورکړي چې پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پوځي فشار زیات کړي. په ورته وخت کې، د عملیاتو په ترڅ کې د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوی د دې پلان یو بل لومړیتوب دی.»

منګل وویل، «که طالبان جنګ کولو ته دوام ورکړي، هغوی باید د مرګانیو عواقبو انتظار وکړي. د هغوی د قوماندانانو، مرکزونو او پټنځایونو په نښه کول زمونږ د هوایي او ځمکنیو ځواکونو د لومړیتوبونو په سر کې ځای لري.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، امنیتي ځواکونو «ټول ترتیبات نیولي او دا وړتیا لري چې د افغانستان او افغانانو دفاع وکړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که طالبان سوله ونه کړي، مونږ به د هغوی پر ضد له جنګ کولو او د هغوی له منځه وړلو څخه پرته بله لاره ونه لرو.»

د افغان ولسمشر دفتر د وري په ۱۳مه د «خالد» امنیتي پلان اعلان کړ چې هدف یې د امنیت ښه کول او په ښارونو او لویو لارو تمرکز کول دي.‌

رحیمي وویل، «مونږ هوډ لرو چې دښمنان مات کړو او له هر هغه ځای څخه یې چې هغوی په کې فعالیت کوي ختم کړو.»

طالبان ګټه نشي کولی

په کابل کې د سیاسي او پوځي چارو یوه تحلیلګر امین الله حبیبي ومنله چې طالبان په مخکې یوازې یوه عملي لاره لري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که طالبان سوله ونه کړي، افغانستان او نړۍ واله ټولنه له دې پرته چې د جګړې په ډګرونو کې کلک ودرېږي، بله لاره نه لري.»

هغه د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته په اشارې وویل، «ښاغلي خلیلزاد هم ویلي چې که د سولې پروسه کار ور نه کړي، امریکا او د افغانستان نور نړۍ وال متحدین او افغان امنیتي ځواکونه به د طالبانو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي

د کابل یو اوسېدونکی او د کابل پوهنتون د سیاسي علومو محصل ایمل نوري وایي چې که طالبان د سولې د پروسې په تعقیبولو کې پاتې راشي، دغه د اورپکو ډله به له یوه «خونړي» راتلونکي سره مخامخ شي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تاریخ مونږ ته راښودلې ده چې ظالم او تاوتریخوالی کوونکي ګروپونه له خونړیو عواقبو سره مخامخ کیږي.»

هغه وویل، «زه فکر کوم چې حکومت او نړۍ وال ځواکونه نوره حوصله نه لري، او که طالبان د سولې د خبرو دا فرصت له لاسه ورکړي او جنګ ته دوام ورکړي، تاریخ به تکرار شي چې په کې به طالبان د نورو ترهګرو ډلو په څېر چې په تېر وخت کې مات شوي دي، د زور له لارې مات کړای شي.»

نوري په سریلانکا کې د اورپکو یوې ډلې ته چې په ۱۳۸۸ کې ماته شوه، په اشارې وویل، «د دغسې پدیدې یو وروستی مثال تامیل پړانګان دي، چې حکومت یې له منځه وېوړل.»

په ولسي جرګه کې د کابل یوه استازي داود کلکاني دا د طالبانو لپاره یو «ښه» خو البته وروستی فرصت بولي چې د سولې لاره غوره کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه د سولې روانو هڅو ته هیله مند یم او ښه راغلاست ورته وایم. دا د طالبانو لپاره یو ښه فرصت دی چې خپله بې هدف جګړه ودروي. سوله او د جګړې او وینو تویولو ودرول طالبانو،‌ افغانانو او حکومت ته ګټه رسوي.»

کلکاني زیاته کړه، «افغانانو له څو کالو راهیسې جنګ تجربه کړ. که طالبان د سولې له دې فرصت څخه استفاده ونه کړي، زه باوري یم چې هغوی به خپل د سولې کولو فرصت د تل لپاره په خطر کې واچوي

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500