زده کړه

ملي اردو په هرات کې زده کوونکو ته هیلې او د ښوونځي اړین مواد ورکړل

د عمر راپور

افغان ملي اردو په هرات ولایت کې په امنیت برابرولو سربېره ډېر نور څه کوي، هغوی همدارنګه هغو زده کوونکیو ته چې کورنۍ یې مرستې ته اړتیا لري، د بکسو، قلمونو، بوټانو او داسې نورو په شمول ډېر د اړتیا وړ مواد برابروي. [عمر]

هرات -- افغان ملي اردو په هرات ولایت کې په امنیت برابرولو سربېره ډېر نور څه کوي، هغوی همدارنګه د ښوونځیو بې وزلو زده کوونکیو سره د ښوونې او روزنې په برخه کې مرسته کوي.

افغان ملي اردو په یوه کمپاین کې چې د وري په ۵ مه پیل شو، د هرات په ښوونځیو کې غریبو زده کوونکیو ته د بکسو، قلمونو، کتابچو، بوټانو، خېمو او فرشونو په څېر مهم مواد ووېشل.

د افغان ملي اردو په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې د عملیاتو افسر بریدمن صالح محمد سلام ټایمز ته وویل، «مونږ په هرات ولایت کې د یوه ایټالوي پوځي بېس (ارینا کمپ) له خوا مرسته شوي یوه اندازه مواد راوړل او په ښوونځیو کې مو ووېشل.»

هغه وویل، عسکر تمه لري چې سږ کال «زمونږ له نړۍ والو دوستانو، لکه کمپ ارینا څخه نورې مرستې هم ترلاسه کړي او په اړمنو ښوونځیو کې یې ووېشي.»

د افغان اردو عسکر د وري په ۵ مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په جمعیت منځني ښوونځي کې زده کوونکیو ته د ښوونځي توکي ورکوي. [عمر]

د افغان اردو عسکر د وري په ۵ مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په جمعیت منځني ښوونځي کې زده کوونکیو ته د ښوونځي توکي ورکوي. [عمر]

یوه افغانه عسکره د وري په ۵ مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په جمعیت منځني ښوونځي کې یوه زده کوونکي ته د ښوونځي بکسه ورکوي. [عمر]

یوه افغانه عسکره د وري په ۵ مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې په جمعیت منځني ښوونځي کې یوه زده کوونکي ته د ښوونځي بکسه ورکوي. [عمر]

هغه زیاته کړه، د وري له ۱ راهیسې، اردو په ۲۸ ښوونځیو او کلیو کې توکي وېشلي دي، او په را روان کال کې به تر ۳۵ پورې ښوونځیو کې مرستې ووېشل شي.

د ښوونځيو ماشومان خوښي کوي

د ښوونځيو ماشومانو، د پوهنې چارواکو او د هرات خلکو د افغان ملي اردو دغه کمپاین ستایلی دی.

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې د دویم ټولګي یوې زده کوونکې اسما چې ۸ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «افغان ملي اردو له ما سره مرسته وکړه -- هغوی ماته بوټان، یو بیرغ او یوه بکسه راکړل.»

هغې وویل، «زه خوشحاله یم چې هغوی له غریبانو سره مرسته کوي چې وکولی شي ښوونځي ته لاړ شي او په راتلونکي کې پرمختګ وکړي. زه په افغان ملي اردو ویاړم او د هغوی د مرستو له امله مننه کوم.»

د دې ولسوالۍ د درېیم ټولګي یوې ۱۰ کلنې زده کوونکې سیماګل هم په شوق سره د اردو هڅې وستایلې.

سیماګل وویل، «مونږ ډېر خوشحال یو، او مونږ له افغان ملي اردو څخه مننه کوو چې زمونږ په څېر غریبانو سره مرسته کوي. مونږ د هغوی له برکته په سوله کې ژوند کوو. مونږ بکسو او کتابچو ته اړتیا لرله، او افغان ملي اردو مونږ ته راکړل.»

د پوهنې د محلي چارواکو په وینا،د اردو مرستې به نور غریب زده کوونکي هم وهڅوي چې ښوونځي ته راستانه شي‌.

د هرات د پوهنې ریاست رییس روح الله ازاد سلام ټایمز ته وویل، «د افغان ملي اردو مرسته زمونږ لپاره ډېره مهمه ده. په سلګونو زده کوونکي د بې وزلۍ له امله ښوونځی پرېږدي، او دا مرسته له زده کوونکیو سره مرسته کوي چې ښوونځي ته لاړ شي. مونږ دغو مرستو ته ښه راغلاست وایو.»

هغه زیاته کړه، «د پوهنې ریاست له افغان ملي اردو سره ډېرې نژدې اړیکې لري. څه وخت مخکې، ۲۰۷ ظفر قول اردو له مونږ سره د ۱۰۵ کمپیوټرونو مرسته وکړه چې زمونږ ډېرې اړتیاوې پرې پوره شوې.»

د هرات د پوهنې ریاست د حفاظت او امنیت مدیر محمد انعام ګلدره یي وویل، دغه مرسته نه یوازې بې وزلي زده کوونکي تشویقوي بلکې د هغوی کورنۍ هم تشویقوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا مرستندویې کڅوړې ډېره مرسته کوي ځکه چې مونږ یو غریب ملت یو او ډېر زده کوونکي نشي کولی چې د ښوونځي توکي وپېري. دغه مرسته کورنۍ دې ته هڅوي چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.»

هغه زیاته کړه، «داسې غریب ماشومان شته چې بکسې، قلمونه او کتابچې نه لري، او کله چې هغوی دا مواد ترلاسه کوي، د هغوی لپاره د دې سبب کیږي چې زده کړه وکړي، او په دې ډول هغوی وده کوي.»

'د خلکو یوازنۍ هیله'

د هرات ښار یوه ۲۹ کلن اوسېدونکي اجمل بهبودي سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي ځواکونه د خلکو یوازنۍ هیله دي.»

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو د هغوی له خوا د وړاندې شویو مرستو په وسیله د خلکو زړونه ګټلي دي. په امنیت ساتنې سربېره، هغوی د طبیعي پېښو په ترڅ کې له متاثر شویو کورنیو سره مرسته کوي.»

د هرات یوه اوسېدونکي وحیداحمد مهري چې ۲۵ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي ځواکونه د دې خاورې بچیان او زمونږ ورونه دي چې شپه او ورځ د امنیت د ډاډمنولو لپاره کار کوي -- او مونږ ټول افغانان پرې ویاړو. په امنیت برابرولو او له ترهګرو سره جنګ کولو سربېره، امنیتي ځواکونه ټولنیز خدمتونه هم وړاندې کوي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ ګورو چې هغوی د پوهنې د څانګې سره مرسته کوي.»

هغه وروستیو سېلاوونو ته، چې په افغانستان کې یې ویجاړتیاوې رامنځته کړې، په اشارې وویل، «وروسته له هغه چې سېلاوونه راووتل او تاوانونه یې پېښ کړل، مونږ ولیدل چې د افغان ملي اردو عسکر متاثر شویو سیمو ته را ورسېدل او [په سېلاوونو کې ایسار] ژوندي پاتې کسان یې وژغورل. دا یو غټ خدمت دی، او مونږ باید په خپلو امنیتي ځواکونو -- په ځانګړې توګه اردو باندې فخر وکړو

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات وویل چې د افغانانو تر منځ د افغان ملي اردو د هڅو ستاینه مخ پر ودې روانه ده.

سادات سلام ټایمز ته وویل، «ملي ځواکونه د خلکو یوازنۍ هیله ده ځکه چې هغوی اکثر وختونه د ملکي خلکو تر منځ په داسې حال کې لیدل کېږي چې له هغوی سره مرسته کوي.»

سادات زیاته کړه، «دفاعي ځواکونه د خپلو خلکو تر څنګ ولاړ دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500