روغتیا

د طالبانو له خوا د نشه ییزو توکو سوداګرۍ په ننګرهار کې د معتادانو څپه چټکه کړې ده

د خالد زېري راپور

په ننګرهار ولایت کې چارواکو د کابل روغتونونو ته د درملنې لپاره په نشه ییزو توکو د روږدو سلګونو کسانو لېږل پیل کړي. ځایي چارواکي وایي چې د کوکنارو د حاصل قوت، چې د هیرویینو او نورو نشه ییزو توکو په تولید کې ترې کار اخیستل کیږي او طالبان یې کري، په دغه ولایت کې په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو د ډېرېدلو یوه څپه پراخه کړې ده. [خالد زېری]

جلال اباد -- چارواکي وایي، د کوکنارو د حاصل قوت، چې د هیرویینو او نورو نشه ییزو توکو په تولید کې ترې کار اخیستل کیږي او طالبان یې کري، په ننګرهار ولایت کې په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو د ډېرېدلو یوه څپه پراخه کړې ده.

د ننګرهار د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس محمد ادریس ساپي وویل، «د ننګرهار ولایت په شېرزاد او حصارک ولسوالیو کې چې ډېرې سیمې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي د کوکنارو د کرنې سطحه لوړه شوې ده.»

ساپي سلام ټایمز ته وویل، «هلته د هیرویینو د تولید کوچنۍ فابریکې هم موجودې دي، چې طالبانو جوړې کړي، او کوکنار په [۱۴ ولسوالیو کې] کرل کیږي، نو له دې امله، په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی دی.»

ساپي سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ د لومړنۍ سروې په اساس، اوس په ننګرهار کې له ۸۰۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي په بېلابېلو نشه ییزوتوکو روږدي شوي دي.»

د ننګرهار د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس محمد ادریس ساپي د وري په ۱۸مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې کابل ته د درملنې لپاره له لېږلو څخه مخکې په نشه ییزو توکو روږدو کسانو سره خبرې کوي. [خالد زېری]

د ننګرهار د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې رییس محمد ادریس ساپي د وري په ۱۸مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې کابل ته د درملنې لپاره له لېږلو څخه مخکې په نشه ییزو توکو روږدو کسانو سره خبرې کوي. [خالد زېری]

یو بزګر د تېر وري په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو د یوه پټي اپین راټولوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو بزګر د تېر وري په ۲۸مه د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کوکنارو د یوه پټي اپین راټولوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

درملنه برابرول

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د کب په ۲۳مه کابل ته د درملنې لپاره د نشه ییزو توکو د ۲۰۷ روږدو کسانو انتقال تایید کړ چې د جلال اباد په کوڅو کې اوسېدل.

میاخېل خبریالانو ته وویل، «مونږ دا کسان د ښار له کوڅو څخه راټول کړل ځکه چې په جلال اباد کې په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو په روغتون کې ځای نه وو.»

هغه وویل، «مونږ هغوی په کابل کې یوه حکومتي روغتون ته انتقال کړل چې هلته یې درملنه وشي او بیا خپلو کورونو ته راستانه شي. مونږ به دې پروسې ته دوام ورکړو چې په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو شمېر راکم کړو.»

ځینې روږدو کسانو چې د درملنې لپاره کابل ته لاړل، وویل چې هغوی د حکومت په دې پرېکړه خوښ دي.

محمد رفیق تلاش چې ۲۹ کاله عمر لريسلام ټایمز ته وویل،«زه ایران ته لاړم چې مزدوري وکړم، او زه هلته له نورو کسانو سره په هیرویینو روږدی شوم.»

هغه وویل، «کله چې زه کور ته راستون شوم، ومې لیدل چې په کور کې هم زما ژوند سخت وو، او بیا مې په ښار کې دلته او هلته غلاګانې شروع کړې چې هیرویین واخلم.»

تلاش وویل، «زه مې د خپلې ټولې کورنۍ لپاره یو شرم یم، خو اوس زه خوښ یم چې دوی ما د درملنې لپاره کابل ته لېږي.»

«زه هیله لرم چې الله تعالی به پر ما رحم وکړي او زه به وکولی شم چې خپل پاتې عمر د مور او پلار تر دعاګانو لاندې ارام تېر کړم.»

د نشه ییزو توکو د نفوذ پر ضد مبارزه

چارواکو وویل، کابل ته د ناروغانو لېږل یو ضروري کار وو ځکه چې په ننګرهار کې موجود ۱۵۰ بستریز روغتون نشي کولی چې د نشه ییزو توکو ټولو محلي معتادانو ته ځای برابر کړي.‌

ساپي وویل، «په نشه ییزو توکو د روږدو کسانو شمېر مخ په ډېرېدلو دی، او زمونږ د روغتون چپرکټونه لږ دي. د هر ناروغ باید ۴۵ ورځې درملنه وشي، او کله چې دا وخت پوره کیږي، تر دې څو ځلې ډېر نور ناروغان بستر کېدلو ته انتظار کوي.»

هغه وویل، «نو دا یوه ستونزه ده. اوس مونږ دلته د یوه شېلټر په جوړولو کار پیل کړی دی چې په څو میاشتو کې به بشپړ شي، او هلته به د په لسګونو معتادو ناروغانو درملنه وشي. مونږ هڅه کوو چې په ننګرهار کې د دې برخې خدمتونه ډېر کړو.»

په ورته وخت کې، د ننګرهار امنیه قوماندان غلام سنایي ستانکزي سلام ټایمز ته وویل، پولیسو د تېر کال په بهیر کې ۱۸۰ مشکوک کسان چې د نشه ییزو توکو له قاچاق او پلور سره یې ارتباط درلود، نیولي دي.

هغه وویل، «مونږ په سلګونو ټنه نشه ییز توکي نیولي دي... مونږ د قاچاقچیانو په نیولو کې ډېر جدي یو.»

د جلال اباد اوسېدونکي د ولایتي حکومتي ادارې د هڅو ستاینه کوي.

په جلال اباد ښار کې د سراج العمارت باغ سره نژدې یوه دوکاندار شاهدالله شینواري سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، دلته ډېر بد حال وو. دلته په هیرویینو روږدي کسان ول او هغوی ډېر بد حال جوړ کړی وو.»

هغه وویل، «هغوی له مونږ نه غلا کوله، او خلک یې په تکلیف کول. هغوی دلته د سړک پر غاړه هیرویین او نور نشه ییز توکي څکول. اوس، ښه دی چې هغوی له دې ځای څخه ټول کړای شول او د درملنې لپاره ولېږل شول. مونږ ډېر خوښ یو چې حکومت داسې کار وکړ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500