امنیت

د هرات بزګرانو د کوکنار د کرنې د ودرولو او د طالبانو د ګټې د بندولو ژمنه وکړه

د عمر راپور

د افغانستان په هرات ولایت کې بزګران ژمنه کوي چې د طالبانو پر مخ به یوه مالي سرچینه وچه کړي او وایي چې هغوی به هغه بوټي ونه کري چې اورپکي یې د اپین په څېر ناقانونه نشه ییزو توکو په تولیدولو کې استعمالوي. [د هرات د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست/عمر]

هرات -- په هرات ولایت کې بزګران ژمنه کوي چې د طالبانو پر مخ به یوه مالي سرچینه وچه کړي او وایي چې هغوی به هغه بوټي ونه کري چې اورپکي یې د اپین په څېر ناقانونه نشه ییزو توکو په تولیدولو کې استعمالوي.

په سیمه کې بزګرانو ژمنه وکړه چې د کوکنارو په څېر بوټي به ونه کري ځکه چې د دغو بوټو له کرنې-- او بالاخره د ناقانونه نشه ییزو توکو څخه ترلاسه شوې ګټه -- په نهایت کې نېغ په نېغه د طالبانو او نورو ترهګرو جېبونو ته ځي.

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یوه بزګر ګل احمد احمدي سلام ټایمز ته وویل، «د نشه ییزو توکو د ګټې نژدې ۹۵٪ د نشه ییزو توکو د مافیاګانو او بهرنیانو جېبونو ته ځي،‌ په داسې حال کې چې یوازې ۵٪ یې د بزګرانو په لاس کې پاتې کېږي،»

هغه وویل، «مونږ ژمنه کوو چې نشه ییز توکي به نه کرو.»

یو بزګر د تېرې لیندۍ میاشتې په ۱۰مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو ټرېکټر چلوي چې د غنمو د کرنې لپاره تیاری وکړي. [د هرات د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست]

یو بزګر د تېرې لیندۍ میاشتې په ۱۰مه د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یو ټرېکټر چلوي چې د غنمو د کرنې لپاره تیاری وکړي. [د هرات د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست]

بزګران د تېر غوایي میاشتې په ۱۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالې کې شولې کري. [د هرات د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست]

بزګران د تېر غوایي میاشتې په ۱۵مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالې کې شولې کري. [د هرات د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست]

احمدي وویل، «مونږ د ناقانونه نشه ییزو توکو د کرنې پرځای انګور، زردالو او نور بدیل بوټي کرو.»

احمدي وویل،‌«د زعفران کرنه په پراخ ډول رواج شوې ده چې اکثر بزګران د نشه ییزو توکو پرځای هغه کري. بدیل فصلونه ډېر ښه دي، ځکه چې هغه مجاز او قانوني دي، او په ورته وخت کې محصولات یې د دښمن جېبونو ته نه ځي.»

په کشک کهنه ولسوالۍ کې یوه بزګر عبدالاخر فیضي تاکید وکړ چې د داسې بوټو کرنه چې هغه په ناقانونه نشه ییزو توکو اوړي، د اسلامي عقیدې خلاف ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ دین د نشه ییزو توکو د کرنې اجازه نه ورکوي ځکه چې هغه هم زمونږ لپاره او هم زمونږ د حکومت لپاره تاوان رسوي، او له دې امله هغه غیرقانوني ده.»

هغه زیاته کړه، «که مونږ نشه ییز بوټي وکرو، مونږ خپل ژوند او د خپلو ماشومانو ژوند خرابوو، او په ورته وخت کې مونږ خپل اخرت هم پرې خرابوو. د ناقانونه نشه ییزو توکو کرنه په دین کې منع ده، او مونږ به هېڅکله هم هغه ونه کرو.»

بدیل فصلونه

هرات چې یو مناسب اقلیم لري، په افغانستان کې یو له مهمو زراعتي ولایتونو څخه دی. په دې سیمه کې د زعفرانو په څېر مشهورو افغاني حاصلاتو کرنې پراختیا موندلې ده.

د هرات ولایت د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ رییس عبدالصبور رحماني سلام ټایمز ته وویل، «د مثال په توګه د زعفرانو،‌ الو وېرا، ځمکنیو توتانو، او تازه او وچو مېوو او ترکاریو په شمول د افغانستان غوره زراعتي محصولات په هرات ولایت کې تولیدیږي.»

«دا ټول د هرات ولایت د بزګرانو نوښتونه دي، چې د ناقانونه نشه ییزو توکو کرنه یې رد کړه او د ګټورو او قانوني فصلونو د تولید ملاتړ کوي او ډېروي یې.»

هغه زیاته کړه، «د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت له خوا د ټاکل شویو معیارونو په اساس، هرات د هغو ولایتونو په ډله کې دی چې د کوکنارو کرنه په کې تقریباً صفر یا بېخي ټیټې نقطې ته رسېدلې دهه.»

«له څو غیر مهمو مقدارونو پرته چې په ځینې ناامنه سیمو کې کرل کیږي، نور ناقانونه نشه ییزو توکو [د هرات ښار څخه بهر] ولسوالیو کې نه کرل کیږي.»

رحماني وویل، «په هرات ولایت کې بزګرانو د هغو خلکو کارونه رد کړل چې د افغانانو له برخلیک سره د لوبو کولو لپاره نشه ییز توکي کاروي او د هغه پرځای یې د ګټورو او قانوني فصلونو کرلو ته پراختیا ورکړه. له بزګرانو سره زمونږ په کتنو کې هغوی ژمنه کړې چې هېڅکله به نشه ییز توکي ونه کري.»

بزګران د زعفرانو په څېر بدیلو فصلونو باندې تمرکز کوي.‌

په هرات ولایت کې د کرنې د چارو یوه تحلیلګر وکیل احمد بارک سلام ټایمز ته وویل، «د زعفرانو کرنه په هرات ولایت کې پیل شوه او له دې ځای څخه بیا د افغانستان نورو برخو ته خپره شوه.»

هغه وویل، «د زعفرانو کرنې د بزګرانو ژوند او همدارنګه د افغانستان اقتصاد ته په وده ورکولو کې یو مهم رول لوبولی دی.»

هغه زیاته کړه، «بدیل فصلونه د افغاني صادراتو د ډېرېدلو او د فقر د کمولو لپاره حیاتي رول لوبوي. په هرات کې د مېوو داسې معیاري باغونه موجود دي چې په سلګونو افغانانو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.»

د نشه ییزو توکو د قاچاق د چینلونو بندول

په ورته وخت کې، په هرات ولایت کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې پولیس ځواکونو په سیمه کې د نشه ییزو توکو د قاچاق د پای ته رسولو هڅې ګړندۍ کړې دي.

چارواکي وایي، دغو ځواکونو په نا امنه سیمو کې د نشه ییزو توکو د قاچاق د چینلونو د بندولو او د کوکنارو د بوټي په ویجاړولو سره مرسته وکړه چې د طالبانو د عوایدو سرچینې بندې کړي.‌

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي سلام ټایمز ته وویل، «د اپین د قاچاق په عوایدو ترهګر ګروپونه، مافیا، زورواکي، طالبان او نور قانون ماتوونکي ژوند کوي. هغه پیسې چې د نشه ییزو توکو له ناقانونه سوداګرۍ څخه د افغانستان د خلکو جېبونو ته ځي هغه ډېرې کمې وي.»

رحیمي وویل، «د نشه ییزو توکو قاچاقچیان او طالبان نشه ییز توکي په سړکونو او لویو لارو نه وړي، د هغو پرځای، هغوی بېلابېلې غرنۍ لارې استعمالوي.»

په هرات ولایت کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د کب په ۳مه د هرات - اسلام کلا په لویه لاره له قاچاقچیانو څخه ۵۷۰ کیلوګرامه نشه ییز توکي ونیول.‌

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده سلام ټایمز ته وویل، «اوس د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې پولیس ځواکونه د پخوا په نسبت ډېر زیات مجهز دي او په دغه ولایت کې د ناقانونه نشه ییزو توکو د قاچاق مخه نیسي.»

«د تېر کال په ترڅ کې، امنیتي ځواکونو د هرات - اسلام کلا په لویه لاره په سلګونو کیلوګرامه نشه ییز توکي کشف او ضبط کړل.»

د جنګ ماشین ګرم ساتل

د سیاسي چارو تحلیلګران او د مدني ټولنې فعالان له دې سره یوه خوله دي چې له ناقانونه نشه ییزو توکو څخه ترلاسه کېدونکې ګټه د طالبانو په تمویل او د هغوی د استخدام په چارو کې یو مهم فکټور دی.

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال غلام فاروق راسب سلام ټایمز ته وویل، «د نشه ییزو توکو کرنه او قاچاق په افغانستان کې د جګړې په مهمو سببونو کې راځي. ټول ترهګر ګروپونه له نشه ییزو توکو څخه استفاده کوي، او د نشه ییزو توکو له کرنې، پروسیس او ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق څخه ګټه ترلاسه کوي.»

راسب زیاته کړه، طالبان «ګاونډیو هېوادونو او د سیمې هېوادونو ته د نشه ییزو توکو له قاچاق کولو څخه ډېرې پیسې ترلاسه کوي او بیا له عین هېوادونو څخه وسلې پېري چې د افغانانو او د افغانستان د حکومت پر ضد یې استعمالوي.»

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر جعفر کاظمي وویل، طالبان د خپل تاوتریخوالي د تمویل لپاره په هغو پیسو تکیه کوي چې هغوی یې د نشه ییزو توکو له پلورلو څخه ترلاسه کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په افغانستان کې جګړه د نشه ییزو توکو په کرنه او قاچاق باندې ولاړه ده.»

هغه وویل، «کوکنار په هغو سیمو کې کرل کیږي چې کنټرول یې د طالبانو په لاسونو کې دی. سربېره پر دې، د ناقانونه نشه ییزو توکو کرنه او قاچاق د طالبانو د عوایدو ۸۰٪ جوړوي.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې، بزګران په دې مجبورېږي چې د یادې ډلې غوښتنې ومني او کوکنار وکري. له دې لارې، طالبان غټې پیسې ترلاسه کوي او وسلې او مهمات پرې اخلي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500