امنیت

په زرګونو سولې ته تږو هراتیانو له طالبانو څخه وغوښتل چې جنګ پای ته ورسوي

د عمر راپور

د هرات ولایت له ۳۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د ۱۳۹۸ د وري په ۲۳مه په هرات ښار کې راټول شول او پر طالبانو یې زور واچاوه چې سوله وکړي او د بې ګناه خلکو وژنه ودروي. [عمر]

هرات -- د دیني عالمانو او عادي سړیو، ښځو او ماشومانو په ګډون د هرات ولایت له ۳۰۰۰ څخه ډېر اوسېدونکي د جمعې په ورځ /د وري ۲۳مه/ په هرات ښار کې راټول شول او پر طالبانو او نورو اورپکو یې غږ وکړ چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

په داسې حال کې چې ډېرو خلکو د سولې روانې هڅې «هیله بخښونکې» وبللې، د لاریون برخه والو دیني عالمانو د طالبانو له خوا له تاوتریخوالي د ډک کمپاین توجیه وغندله.

د هرات ولایت د حج او اوقافو رییس سید محمد شېرزادي سلام ټایمز ته وویل، «اسلام خپل پیروان د یو څاڅکي اوبو له ضایع کولو څخه منع کوي، نو بیا څنګه دا ممکنه ده چې دا دین دې یو چاته اجازه ورکړي چې د یوه بې ګناه انسان وینه توی کړي؟»

هغه وویل، «الله (ج) په قران کریم کې په دغه ډول خلکو لعنت ویلی دی.»

د هرات ولایت په زرګونو اوسېدونکي د وري په ۲۳مه په هرات ښار کې راټول شوي چې پر طالب اورپکو زور راوړي څو سولې ته مخه کړي او خپله نامشروع جګړه پای ته ورسوي. [عمر]

د هرات ولایت په زرګونو اوسېدونکي د وري په ۲۳مه په هرات ښار کې راټول شوي چې پر طالب اورپکو زور راوړي څو سولې ته مخه کړي او خپله نامشروع جګړه پای ته ورسوي. [عمر]

د لاریون ښځینه برخه والې د وري په ۲۳مه په هرات‌ ښار کې لیدل کیږي. [عمر]

د لاریون ښځینه برخه والې د وري په ۲۳مه په هرات‌ ښار کې لیدل کیږي. [عمر]

د هرات ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ څخه ډېرو ښځو د کب په ۲۲مه په هرات ښار کې لاریون وکړ او پر طالب اورپکو یې غږ وکړ چې جنګ پای ته ورسوي. [عمر]

د هرات ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ څخه ډېرو ښځو د کب په ۲۲مه په هرات ښار کې لاریون وکړ او پر طالب اورپکو یې غږ وکړ چې جنګ پای ته ورسوي. [عمر]

شېرزادي وویل، «طالبان د خپلو ظلمونو د توجیه کولو لپاره د اسلام له نامه څخه ناوړه ګټه اخلي، او د هغوی جنګ په اسلام کې ځای نه لري.»

'د اسلام لپاره نه دی'

په هرات ولایت کې یوه دیني عالم قاري سید محمد سادات وویل، د طالبانو جګړه د اسلام په هکله د یاغیانو د «ناپوهۍ» نتیجه ده.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د اسلام له نظره، د یوه انسان وژل د ټول انسانیت له وژنې سره برابر دي،» او زیاته یې کړه چې هر هغه عمل چې وینه تویوي هغه له اسلام سره ارتباط نه لري.‌

سادات زیاته کړه، «په افغانستان کې روان جنګ د اسلام لپاره نه دی، بلکې هغه د هغوی [طالبانو] ناپوهي ښیي.»

هغه وویل،‌«دا جنګ د افغانانو د دښمنانو د لاسوهنې یوه نتیجه ده. دغه جنګ افغانان د سمت، ژبې او قوم په اساس سره وېشلي دي، او دښمن په دې توګه خپل شیطاني هدفونه تعقیبوي.»

په هرات ښار کې یوه بل دین عالم مولوي عبدالحق موفق وویل، په افغانستان کې وروستی هدف باید سوله وي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «سوله انسانانو ته د خدای له حکمونو څخه یو حکم دی او مونږ یې باید درناوی وکړو. له بده مرغه چې په ټول افغانستان کې زمونږ بې ګناه او بې دفاع ملکي خلک وژل کیږي چې دا ډېره دردوونکې ده.»

موفق زیاته کړه، «خدای هغو خلکو ته چې بې ګناه مسلمانان او نور انسانان وژني، خبرداری ورکړی دی. افغانان باید را ویښ شي او وپوهېږي چې دا له اسلام سره هېڅ‌ ارتباط نه لري.»

د سولې غوښتنه

په لاریون کې د ۲۰۰۰ دیني عالمانو له منځه محمد فاروق احدي وویل،‌ سوله تر ټولو ښه لاره ده چې باید په مخکې ونیول شي.‌

هغه وویل،‌«طالبان باید راشي او له حکومت سره سوله وکړي. سوله د هر چا په ګټه ده او د الله حکم دی. هغوی ټول [حکومت،‌ خلک او طالبان] باید سره کېني او خپلې ستونزې او اختلافات د سولې او خبرو اترو له لارې حل کړي

په لاریون کې د هرات ولایت اوسېدونکيو هیله مندي ښکاره کړه چې ښایي هغه وخت رانژدې شوی وي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي.

خو بیا هم ډېر نور په دې فکر دي چې سوله دومره نژدې نه ده.‌

د هرات ښار یوه ۲۶ کلن اوسېدونکي فواد پوپل سلام ټایمز ته وویل،‌«مونږ هیله کوو چې طالبان او ټول نور حکومت ضد وسله وال ګروپونه څومره ژر چې کولی شي د سولې پروسې سره یوځای شي. دا وینه تویول به تر کومه دوام مومي؟ طالبان باید له نورو افغانانو سره څنګ په څنګ ژوند وکړي. هغوی باید جنګ ودروي چې هر څوک په سوله کې ژوند وکړي.»

هغه زیاته کړه، «دا جګړه، دا وینه تویونه له هغه وخت نه چې زه پیدا شوی یم روانه ده. مونږ له دې جنګ نه ستړي یو، او هغه باید ودرېږي.»

د سیمې یوه بل اوسېدونکي عبدالرزاق سادات چې ۳۷ کاله عمر لري وویل، افغانان «سولې ته تږي دي».‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هېڅکله هم جنګ او نا امني نه غواړو. مونږ له جنګ او وژنو څخه ستړي شوي یو. افغانان د نورو ملتونو په څېر سوله او نېکمرغي غواړي.‌ دا بې معنی جنګ باید پای ته ورسېږي.»

هغه زیاته کړه، «افغانانو طالبانو ته څه تاوان ور رسولی دی چې هغوی افغانان وژني؟ ولې طالبان هر څه اسلام پورې ور تړي؟‌ طالبان باید خپله دیني پوهه زیاته کړي او په خپلو خلکو باندې چې سولې ته تږي دي یو څه رحم وکړي.»

د هرات ښار یوه ۲۸ کلن اوسېدونکي جاوېد احمدي ومنله چې اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې اورپکي خپلې وسلې کېږدي.‌

هغه وویل، «دا جنګ له نژدې ۱۸ کالو راهیسې روان دی،‌ او ټول افغانان -- ځوانان او زاړه -- له دې جنګ څخه ستړي شوي دي. د دې جنګ جاري ساتل نه حکومت ته ګټه رسوي نه طالبانو او نه هم افغانانو ته.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500