دین

داعش د نوټر ډام کلیسا سوزېدل مسخره کړل او هغه یې انتقام وباله

سلام ټایمز

په ټولنیزو رسنیو د داعش یو خپور شوی پوسټر چې د وري په ۲۶مه په پاریس کې د سوزېدونکې نوټر ډام کلیسا انځورونه پرې لګېدلي، وایي چې هغه «انتقام» دی. [آرشیف]

په ټولنیزو رسنیو د داعش یو خپور شوی پوسټر چې د وري په ۲۶مه په پاریس کې د سوزېدونکې نوټر ډام کلیسا انځورونه پرې لګېدلي، وایي چې هغه «انتقام» دی. [آرشیف]

په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په میلیونونو خلک د انسان د تر ټولو محبوب تاریخي یادګارونو له ډلې څخه د یوه اثر، د پاریس نوټرډام کلیسا، په پراخه ویجاړتیا ویر کوي، داعش په دغه غم باندې خوښۍ څرګندوي.

د دغه سخت اور په مړ کولو د دوشنبې په ورځ /د وري ۲۶ مه/ خواوشا ۱۵ ساعته وخت ولګېد.

د کلیسا د چت ډېره برخه ویجاړه شوې، ګنبد را نړېدلی او یو نامعلوم شمېر لاسي هنري او رنګ شوي توکي له منځه تللي دي. دېوالونه،‌ د زنګونو برجونه او د رنګ شویو دایروي شیشو تر ټولو مشهورې کړکۍ لا هم پرځای پاتې دي.

د داعش له خوا مسخره کول

په پاریس کې د اور په لګېدلو سره، د داعش اړوند یوې ډلې پر ټولنیزو رسنیو یو پوسټر خپور کړ چې دغه کلیسا په کې په اور اخیستي حالت کې لیدل کیږي او په عربي باندې ورسره «انتقام» کلیمه لیکل شوې ده.

د وري پر ۲۶ مه په پاریس کې د نوټرډام کلیسا له چت څخه پورته کېدونکي لمبې او لوګی لیدل کیږي. [فابین براو/ای اېف پي]

د وري پر ۲۶ مه په پاریس کې د نوټرډام کلیسا له چت څخه پورته کېدونکي لمبې او لوګی لیدل کیږي. [فابین براو/ای اېف پي]

همدارنګه په فرانسوي ژبه په تمسخر سره پرې لیکل شوي، «ښه ورځ ولرئ» او «د دې جوړونه په ۱۱۶۳ کې پیل شوه او په ۱۳۴۵ کې بشپړه شوه. اوس د دې وخت دی چې خپل د شرک عبادتځای ته مخه ښه ووایئ.»

دا اعلامیه د یادې ډلې له خوا کلتوري میراثونو ته د اهمیت نه ورکولو او له اسلام څخه د غلط تعبیر تر ټولو وروستۍ نښه ده.

په عراق کې القاعده، چې د داعش سلف وو او ابو مصعب الزرقاوي یې مشري پر غاړه لرله، د ۱۳۸۴ د هغه بمي برید مشکوکه ترسره کوونکې وه چې د عراق په سمارا کې یې د شیعه ګانو العسکري جومات چې په طلایي جومات هم مشهور وو، ویجاړ کړ.‌

د عراق په موصل باندې د خپلې خونړۍ واکمنۍ پر وخت، داعش په ۱۳۹۳ کې د خپلو جنګیالیو یوه ویډیو خپره کړه چې د څټکونو او ګیسي برمو په کارولو سره یې د موصل په موزیم برید کاوه او له اسلام څخه د مخکې دورې قېمتي لاسي هنري کارونه یې ویجاړول ځکه یادې ډلې دغه توکي خپل دین ته سپکاوی باله.‌

داعش همدارنګه د نمرود آشوري ښار،‌ الحضر ښار، او د سوریې د پېړیو زو دښتي ښار پالمیرا یا تدمر ویجاړ کړل.‌

د داعش تش په نامه «خلافت» تېره میاشت په داسې حال کې ویجاړ شو چې یادې ډلې ته په عراق او سوریه کې د څو کالو له سترې ویجاړۍ ترسره کولو څخه وروسته هېڅ قلمرو ورپاتې نشو چې د واک لرنېادعا یې وکړي.‌

د درزونو د رامنځته کولو هڅه

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې دیني عالمانو د داعش اعلامیه غندلې ده.

په پاکستان کې یوه دیني عالم محمد ثاقب رحمان وویل، اسلام نورو دینونو ته ډېر زیات درناوی کوي.‌

په پېښور کې مېشت دغه امام رحمان وویل، «داعش د اسلام استازیتوب نه کوي، هغه د ترهګرو د یوې کوچنۍ ډلې استازیتوب کوي،‌ او له دې امله عیسویان باید دا اعلامیه جدي ونه نیسي.»

هغه وویل، «دغې پېښې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مسلمانان خفه کړي دي، او مونږ هم په برابر ډول په فرانسه کې په لګېدلي اور ټکان خوړلی دی.»

رحمان وویل، «داسې کوچنۍ ډلې شته چې غواړي د مسلمانانو او عیسویانو تر منځ درزونه جوړ کړي، خو هغوی به هېڅکله هم بریالي نشي.»

اسلام خلک سولې او ورورولۍ ته رابولي او د هغو بېلابېلو دینونو درناوی کوي چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې تعقیبېږي،‌ او زیاته یې کړه چې هېڅ ریښتنی مسلمان به په دغه اور باندې خوښي ونه کړي.

په پېښور پوهنتون کې د اسلامي علومو یوه استاد محمد رفیق په داسې حال کې چې د داعش اعلامیه یې غندله، وویل، مسلمانان د عبادت ټولو ځایونو ته په درنه سترګه ګوري.‌

هغه وویل، «دا د مسلمانانو مسؤلیت دی چې د عیسویانو، هندوانو او نورو د عبادت ځایونو داسې ساتنه وکړي لکه هغه چې زمونږ د دین برخه وي. داعش غواړي چې د اسلام په نامه خپله اجنډا پرمخ وېسي، چې په مکمل ډول غلطه ده.»

رفیق وویل، داعش به هېڅکله په دې کې بریالی نشي چې اسلام د کرکې د دین په توګه وښیي ځکه چې هغه یو د سولې او زغم دین دی.‌

هغه وویل، «دا د قران کریم له لارښوونو څخه روښانه ده چې اسلام د نورو مذهبونو د پلویانو سره د ورورولۍ کلتور ته وده ورکوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500