امنیت

د طالبانو تش په نامه پسرلني عملیات یوه کالنۍ تبلیغاتي مانوره ده

د سلیمان راپور

ادعا کیږي چې دا عکس چې طالبانو د وري په ۲۳مه خپور کړی، د هغوی جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې په داسې حال کې ښیي چې د یادې ډلې له خوا د نویو اعلان شویو پسرلنیو عملیاتو لپاره تیاری کوي.‌ [آرشیف]

ادعا کیږي چې دا عکس چې طالبانو د وري په ۲۳مه خپور کړی، د هغوی جنګیالي په یوه نامعلوم ځای کې په داسې حال کې ښیي چې د یادې ډلې له خوا د نویو اعلان شویو پسرلنیو عملیاتو لپاره تیاری کوي.‌ [آرشیف]

کابل -- افغان چارواکي او د امنیتي چارو تحلیلګران وایي چې د طالبانو تش په نامه پسرلني عملیات به د تېرو ۱۸ کالو په څېر له ماتې سره مخامخ شي، او خبرداری ورکوي چې کېدی شي سږ کال د سولې پروسې له خطر سره مخامخ کړي.‌

اورپکو د وري په ۲۳ مه د «الفتح» په نامه خپل پسرلني عملیات اعلان کړل، چې څو ساعته وروسته یې له کندوز سره نژدې او په کابل کې بریدونه ترسره کړل.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل وویل، «طالبان هر کال تبلیغاتي عملیات ترسره کوي چې خپلې پرله پسې ماتې توجیه کړي او د خپلو جنګیالیو مورال لوړ کړي،‌ او الفتح عملیات د یادې ډلې معمول پروپاګند دی.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د ژمي په ترڅ کې طالبانو ته درانه ټکانونه ورکړل.»

د ملي امنیت ریاست منسوبین د سلواغې په ۳ مه رسنیو ته له ښودلو څخه وروسته تورن طالب جنګیالي بدرګه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د ملي امنیت ریاست منسوبین د سلواغې په ۳ مه رسنیو ته له ښودلو څخه وروسته تورن طالب جنګیالي بدرګه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هغه وویل، «د قوماندانانو او تش په نامه والیانو په شمول ډېر طالب جنګیالي د افغان او قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې ووژل شول.»

منګل وویل، «مونږ افغانانو ته ډاډ ورکوو چې الفتح عملیات به د تېرو کالو د عملیاتو په څېر ناکام شي.»

'یوازې پروپاګند'

په کابل کې د امنیتي چارو تحلیلګر میاګل وثیق سلام ټایمز ته وویل، هر کال طالبان «چیغې وهي چې هغوی به ولایتونه او ښارونه ونیسي او حکومتي او نړۍ والو ځواکونو ته به ماتې ورکړي، خو د کال په پای کې د هغوی بیانونه تش ټکي پاتې شي.»

هغه وویل،«دغه ډله له تېرو ۱۸ کالو راهیسې په خپل ټول قوت سره جنګ کوي، خو په دې ونه توانېدله چې حکومت نسکور کړي... الفتح عملیات هم له تش پروپاګند څخه پرته نور څه نه دي.»

د کورنیو چارو پخواني مرستیال میرزامحمد یارمند وویل، د اورپکو له خوا د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د ځواک کارول تل ناکام شوي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تاریخ مونږ ته ثابته کړې ده چې هېڅ ترهګره ډله هېڅکله نه ده توانېدلې چې یو حکومت راچپه کړي او د ځواک په کارولو سره خپل هدفونه ترلاسه کړي. پرځای یې، ډېر جنګونه د خبرو او روغې جوړې له لارې حل شوي دي.»

هغه وویل، طالبان یو ځل بیا له دغسې ماتې سره مخامخ کېږي.

هغه وویل،‌ «داسې فرصت نشته چې طالبان به وکولی شي چې حکومت راچپه کړي او واک په خپلو لاسونو کې واخلي -- او دا کار نه د الفتح عملیاتو له لارې کولی شي او نه د کومې بلې هڅې له لارې.»

د سولې پروسه له خطر سره مخامخ کول

یارمند وویل، په ورته وخت کې د طالبانو له خوا دغه حرکت د سولې پروسه له خطر سره مخامخ کوي.‌

هغه وویل، «په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي، هغوی باید په دې پسرلي کې الفتح عملیات نه وای اعلان کړي. که طالبان فکر کوي چې هغوی به د جنګ د زیاتولو له لارې د مذاکراتو پر مېز غټه ونډه ترلاسه کړي، غلط فکر یې کړی دی.»

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر محمد داود احمدي وویل، د پسرلنیو عملیاتو اعلان دا معنی لري چې طالبان به خپلې ترهګرۍ او تاوتریخوالي ته دوام ورکړي چې د سولې خبرې به ویجاړې کړي.

احمدي سلام ټایمز ته وویل، «افغانان د سولې خبرو ته هیله مند ول، خو د طالبانو له خوا د الفتح عملیاتو اعلان کولی شي چې د سولې په پروسه تاثیر وکړي او د سولې خبرو کې د طالبانو د مشرانو موقف کمزوری کړي.»

هغه وویل، «طالبانو د تاوتریخوالي او ترهګرۍ پر دوام تاکید کړی، خو هغوی باید پوه شي چې هغوی نشي کولی چې د تاوتریخوالي په ترسره کولو سره پر افغانانو خپله ایډیالوژي تحمیل کړي.»

«الفتح عملیات د دغې ډلې له خوا د تېرو کالو د عملیاتو په څېر یوه اروایي جنګي وسیله ده، او هغه به هېڅ نتایج یا لاسته راوړنې ونه لري.»

د قاطع ملاتړ ماموریت یوه ویاند امریکایي ډګروال ډیو بټلر د وري په ۲۳ مه په یوه ویډیوي پیغام کې وویل، «طالبانو داسې اعلان وکړ چې هغوی په سوله باندې تاوتریخوالي ته ترجیح ورکړه.»

هغه وویل، «مونږ د سولې یو ستر فرصت لرو. مونږ سولې ته دومره نژدې شوي یو چې په تېرو ۴۰ کالو کې هېڅکله دومره نه وو ورنژدې شوي. مونږ به د عامو خلکو د خوندي کولو لپاره جنګ کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو. مونږ به له افغان امنیتي ځواکونو سره د طالبانو پر ضد جنګ کولو کې مرسته وکړو.»

لا نور کړاوونه

ولسمشر اشرف غني د تاوتریخوالي ترسره کولو لپاره د طالبانو تازه ژمنه وغندله.‌

د هغه د رسنیو دفتر د وري په ۲۴مه په یوه اعلامیه کې چې په انګلېسي لیکل شوې وه وویل،‌«طالبان اصرار کوي چې په افغانستان کې شخړې ته دوام ورکړي په داسې حال کې چې افغان علماودغه جنګ نامشروع او فتنه بللی وو، او له طالبانو څخه یې غوښتي وو چې خپل غیر مؤجه تاوتریخوالی پای ته ورسوي.»

په اعلامیه کې راغلي، «افغان او نړۍ والو علماو د اسلامي اساساتو له مخې په مصرانه توګه دغه جنګ غیرمشروع بللی دی.»

اعلامیه زیاتوي، «طالبانو خپل عملیات اعلان کړل په داسې حال کې چې افغان حکومت پر افغانانو د تحمیل شوي جنګ د پای ته رسولو لپاره د سولې هڅې تېزې کړي دي، او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له یاغي ډلې سره په مستقیمو خبرو کې ښکېل دی.»

پخپله خلیلزاد هم د طالبانو اعلان وغانده.‌

هغه د وري پر ۲۳ مه د طالبانو له اعلان څخه وروسته په یو لړ ټویټونو کې ولیکل، «د دغه اعلان له لارې، طالب مشران د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغانانو د غوښتنو په وړاندې خپله بې پروایي ښیي. د نور جنګ کولو غږ به د سولې هڅې پیاوړې نه کړي.»

هغه وویل، «که دا کار وشي، یوازې نور کړاوونه به وزېږوي او په زرګونو نور کسان به تلف شي.»

هغه وویل، «په عین وخت کې چې مونږ هڅه کوو چې ښکېل لوري د سولې د مذاکراتو مېز ته راولو، متحده ایالات او زمونږ نړۍ وال شریکان به په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره زمونږ د هڅو د دوام په موخه د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500