امنیت

طالبان د بشري مرستو په ادارو د بندیز او په خطر کې د افغانانو د اچولو له امله له سخت غبرګون سره مخامخ دي

د نجیب الله راپور

افغان سړي چې د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې د پښو له لاسه ورکولو څخه وروسته یې مصنوعي پښې لګولې دي، د وري په ۷مه په کابل کې د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې روغتون کې ناست دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان سړي چې د ځمکنیو ماینونو په چاودنو کې د پښو له لاسه ورکولو څخه وروسته یې مصنوعي پښې لګولې دي، د وري په ۷مه په کابل کې د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې روغتون کې ناست دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغانان د طالبانو هغه وروستۍ غوښتنه غندي چې د سره صلیب نړۍ واله کمېټه او د روغتیا نړۍ واله اداره دې په افغانستان کې عملیات بند کړي. هغوی وایي چې دغه کار به ماشومان او د جګړې قربانیان له خطر سره مخامخ کړي.

طالبانو د وري په ۲۲مه یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې یې یادو دوه مرستندویو موسسو ته وویل چې په افغانستان کې خپل کار بند کړي. هغوی د دې کار لپاره کوم مشخص دلیل نه دی وړاندې کړی.

په دغه اعلامیه کې راغلي، «په افغانستان کې جنګ یو پېچلی حالت رامنځته کړی دی، او دا یو ننګوونګی چاپېریال دی، ځینې مرستندویې ادارې خپل اړوند فعالیتونه په مناسب توګه نه پلانوي.»

اعلامیه زیاتوي، «د هغوی په ډله کې سور صلیب هم دی چې خپلې ژمنې هغسې نه پوره کوي چې د طالبانو له استازو سره یې پرې هوکړه کړې وه،‌ او په امنیتي دلایلو سربېره، مونږ د ډبلیو اېچ او له خوا د واکسیناسیون د کمپاین د تطبیق پر وخت ځینې مشکوک فعالیتونه لیدلي دي.»

یو افغان اورتوپیدیک ټکنیشن د وري په ۷ مه په کابل کې د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې روغتون کې په یوه ورکشاپ کې مصنوعي غړي جوړوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان اورتوپیدیک ټکنیشن د وري په ۷ مه په کابل کې د جګړې د قربانیانو او معیوبینو لپاره د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې روغتون کې په یوه ورکشاپ کې مصنوعي غړي جوړوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان لارویان د وري په ۲۴مه په کابل کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې له اورتوپیدیک مرکز څخه بهر راټول شوي دي. [نجیب الله]

افغان لارویان د وري په ۲۴مه په کابل کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې له اورتوپیدیک مرکز څخه بهر راټول شوي دي. [نجیب الله]

سور صلیب له تېرو ۳۰ کالو راهیسې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې فعالیت کوي.

د دغې ادارې له خوا په وړاندې شویو فعالیتونو کې د جګړې د بندیانو سره مرسته کول، د جګړې له امله یا په مورزادي توګه معیوبو کسانو ته د اورتوپیدیکو خدمتونو برابرول، له جګړې څخه پاتې کسانو ته روغتیایي پاملرنه برابرول، خوراکي او غیرخوراکي مرستې برابرول، له کورنیو بې ځایه خلکو سره مرستې کول او د څښلو اوبه برابرول شامل دي.

طالبانو په ۱۳۹۷ کال کې د دوه میاشتو په مخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د سره صلیب د فعالیت مخه نیولې وه.‌

په ورته وخت کې، ډبلیو اېچ او په افغانستان کې د خپلو ډېرو نورو خدمتونو تر څنګ د عامې روغتیا وزارت سره له نژدې کار کوي او په ټول هېواد کې د پولیو د له منځه وړلو کمپاینونه ترسره کوي.

افغانانو ته ژمن

د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې (آی سي آر سي) چارواکي وایي چې هغوی لا هم دې ته ژمن دي چې د جګړې په وسیله متاثر شویو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کړي.‌

په افغانستان کې د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې ویاند روبین واودو د وټس آپ په یوه پیغام کې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ پر وېب سایټ اعلامیه لیدلې ده او په دې هڅه کې یو چې له طالبانو سره پرې په دوه اړخیز او محرم ډول خبرې وکړو. په ورته وخت کې، مونږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل فعالیتونه ودرولي دي.»

هغه زیاته کړه، «په داسې حال کې چې مونږ د دغې اعلامیې ترلاسه کول تاییدوو، مونږ غواړو ووایو چې مونږ د افغانستان خلکو ته چې د وسله وال جنګ له امله متأثر شوي دي او بشري مرستو اړتیا لري، ژمن پاتې کېږو.»

ډبلیو اېچ او په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي سلام ټایمز ته وویل، حکومت دې ته ژمن دی چې د مرستندویو کارکوونکو امنیت یقیني کړي.

هغه د طالبانو اعلامیې ته په اشارې وویل، «سور صلیب یوه ناپېیلې بشردوسته اداره ده، او د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا ثابته کړه چې هغوی د مرستندویو او بشري مرستو په وړاندې خنډونه جوړوي.»

«مونږ به تل د هغوی د امنیت په ډاډمنولو کې همکاري وکړو.»

د دې په توپیر، طالبان یوازې هغه وخت مرستندویو کارونو ته اجازه ورکوي چې د هغوی ګټه په کې وي.

د آی آر سي او ډبلیو اېچ او له غندلو څخه یوازې یوه اونۍ وروسته، اورپکو غږ وکړ چې «مرستندویې موسسې، غیرحکومتي موسسې او بشري ادارې د وروستیو سېلاوونو قربانیانو ته هېڅ مرستې نه درېغوي»طالبانو دا خبرې د وري په ۲۸مه په یوه ټویټ‌ کې وکړې.‌

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکو لیکلي چې که طالبان کولی شي چې د حکومت پر ضد خپل جنګ تمویل کړي، هغوی دا هم کولی شي چې له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

طالبانو ته د عامو خلکو غوسه

په افغانستان کې د مدني ټولنې فعالانو او نورو اتباعو د طالبانو پرېکړه غندلې ده.‌

د سیما په نامه یوې ۵۵ کلنې افغانې ښځې چې کابل ته د سره صلیب د نړۍ والې کمېتې له خوا چلېدونکي اورتوپیدیک مرکز ته له خپلې پنځه کلن لمسي سره د یوه مورزادي معیوبیت د درملنې لپاره راغلې ده، د طالبانو پر ضد غوسه څرګنده کړه.‌

سیما په مستعار نامه سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ خلکو له طالبانو څخه له ظلمونو او وینه تویونې څخه پرته هېڅ ښه نه دي لیدلي.»

هغې وویل، «سور صلیب له کلونو راهیسې له مونږ سره مرسته کړې ده. اوس، طالبان غواړي چې د دې ادارې کار بند کړي او زمونږ ماشومان د معیوبیتونو له امله ومري.»

سیما زیاته کړه، «د خدای په مرسته او د سره صلیب روغتون کې د موجودو ډاکترانو په هڅو، زما لمسی ډېر زیات ښه شوی دی.»

محمد نعیم چې ۴۸ کاله عمر لري او ۷ کلن لمسی یې په شا په ګولۍ لګېدلی وو او اوس د ملا له لاندې برخې څخه فلج دی، هم په کابل کې د سره صلیب د بیارغېدنې (رېهبلیټېشن) مرکز ته د درملنې لپاره راغلی وو.‌

هغه د آی سي آر سي له خوا وړاندې شوي خدمتونه وستایل.‌

هغه وویل، «جګړې او طالبانو زما ماشوم معیوب کړ، او اوس سور صلیب په وړیا توګه د هغه درملنه کوي، خو طالبان یې له فعالیت څخه منع کوي.»

د خلکو د ګټو پر خلاف

په کابل کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد امین نظري سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه، د طالبانو دا پرېکړه د یادې ډلې د نورو فعالیتونو په څېر د عامو خلکو د ګټو پر ضد ده، ځکه چې د سره صلیب او ډبلیو اېچ او کار د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري.»

هغه یادونه وکړه چېسور صلیب په افغانستان کې له اورتوپیدیک روغتونونو سرهچې معیوبو افغانانو ته په وړیا ډول روغتیایي پاملرنه برابروي، مرسته کوي.‌

په کابل کې د مدني ټولنې یوې بلې فعالې فایضې حسني سلام ټایمز ته وویل، «سور صلیب او ډبلیو اېچ او په افغانستان کې د خدمتونو د برابرولو په برخه کې یوه روښانه تاریخچه لري.»

«له بده مرغه چې د طالبانو پرېکړه به ماشومان د پولیو واکسیناسیون څخه بې برخې کړي چې دا کار ماشومان د پولیو له امله د فلج کېدلو له خطر سره مخامخ کوي او د هغوی راتلونکی ویجاړوي.»

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د ۱۳۹۷ د سلواغې میاشتې راهیسې روغتیایي کارکوونکو په اروزګان کې د پولیو د یوې پېښې او په کندهار کې د دوه پېښو د څرګندېدلو راپور ورکړی، چې دواړه په نا امنه او داسې سیمو کې وې چې کنټرول یې د طالبانو په لاس کې دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار سلام ټایمز ته وویل، حکومت هڅه کوي چې ټولو افغانانو ته مساوي روغتیایي خدمتونه برابر کړي.

مایار وویل، «حکومت ضد ډلو څو ځلې په تېر وخت کې د پولیو واکسیناسیون مخه ونیوله، خو مونږ وکولی شوای چې دا ستونزې د سپین ږیرو او قومي مشرانو په مرسته حل کړو.»

«مونږ هڅه کوو چې روغتیایي خدمتونه له سیاست څخه جلا وساتو، او سیاسي اختلافات باید د روغتیایي خدمتونو د ترسره کولو مخه ونه نیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا خو واضح خبره ده چى طالبان غواړى ده افغانستان نوم بدنام کړى او بل ده هغوى پلار پاکستان ورته وايي چى د سړى چى خال په نوک درد وى هم بايد پاکستان ته يوړل شى ځکه پاکستان اوس مخ ښکته روان ده

ځواب ورکړئ