ديپلوماسي

افغانان وایي د طالبانو له خوا په لویه جرګه کې د برخه اخیستنې ردولو وښودله چې هغوی تاوتریخوالی غواړي

د سلیمان راپور

خواوشا ۲۵۰۰ قومي مشرانو او سپین ږیرو د ۱۳۹۲ د لړم په ۳۰ مه په کابل کې د پخوانۍ مشورتي لویې جرګې د لومړۍ ورځې په ترڅ کې غوږ نیولی دی. [مسعود حسیني/ای اېف پي]

خواوشا ۲۵۰۰ قومي مشرانو او سپین ږیرو د ۱۳۹۲ د لړم په ۳۰ مه په کابل کې د پخوانۍ مشورتي لویې جرګې د لومړۍ ورځې په ترڅ کې غوږ نیولی دی. [مسعود حسیني/ای اېف پي]

کابل -- د لویې جرګې تنظیموونکي او عام خلک وایي چې د طالبانو له خوا په را روانه مشورتي لویه جرګه کې د برخه اخیستنې ردول ښیي چې اورپکي غواړي چې د افغانانو پر ضد خپل د تاوتریخوالي کمپاین ته دوام ورکړي.

طالبانو د وري په ۲۱ مه په دې غونډه کې برخه اخیستنه رد کړه. په پام کې ده چې دغه جرګه د غوایي په ۹مه په کابل کې دایره شي او د هېواد د بېلابېلو برخو له ۲۵۰۰ څخه ډېر کسان په کې برخه واخلي.

د لویې جرګې د تنظیموونکې کمېټې ویاند سید علي کاظمي سلام ټایمز ته وویل، «د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې د دایرولو هدف دا دی چې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه افغانان سره یو ځای شي او افغان حکومت ته د سولې د پروسې، له طالبانو سره د سولې د خبرو د بڼې او په دې هکله مشوره ورکړي چې څنګه کولی شي چې یوه مناسبه او تلپاتې سوله ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «په دې جرګه کې به حکومت د مدني ټولنې د فعالانو،‌ دیني عالمانو، ښځو، ځوانانو، د سیاسي ګوندونو د استازو او قومي مشرانو مشورې، نظرونه او وړاندیزونه سره ټول کړي.»

د سولې په هکله د اجماع لپاره د سیمه ییزو چارو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی او د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو لپاره د مسؤل کمېسیون رییس محمد عمر داودزی (چې کمرې ته یې مخ دی)، د غوایي په ۱ په کابل کې له یو شمېر دیني عالمانو سره ګوري. [محمد عمر داودزی/فېسبوک]

د سولې په هکله د اجماع لپاره د سیمه ییزو چارو په برخه کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړی استازی او د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو لپاره د مسؤل کمېسیون رییس محمد عمر داودزی (چې کمرې ته یې مخ دی)، د غوایي په ۱ په کابل کې له یو شمېر دیني عالمانو سره ګوري. [محمد عمر داودزی/فېسبوک]

هغه وویل، حکومت «به د دغو مشورو په اساس د سولې خبرې پرمخ بوځي. د روغې جوړې د عالي شورا په جوړولوسره به حکومت وکولی شي چې د سولې د مذاکراتو او له طالبانو سره د خبرو د طرحې په سر یوې اجماع ته ورسېږي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ هیله لرو چې طالبان به د جرګې په رانژدې کېدلو سره خپل موقف بدل کړي او په جرګه کې به برخه واخلي.»

کاظمي تاکید وکړ، «مونږ له امنیتي ادارو او حکومت سره خبرې کړي دي، او هغوی ژمنه کړې چې هغوی به د طالبانو د هغو غړو امنیت خوندي کړي چې په جرګه کې برخه اخلي.»

هغه زیاته کړه، «د هېواد له بېلابېلو برخو او ان د طالبانو تر واک لاندې سیمو څخه د خلکو استازو چمتووالی نیولی چې په جرګه کې برخه واخلي.»

افغانانو د طالبانو پرېکړه رد کړه

د سیاسي چارو تحلیلګرانو او د کابل اوسېدونکیو د طالبانو دا پرېکړه چې له مشورتي لویې جرګې سره یې بایکاټ وکړ، رد کړه، او زیاته یې کړه چې هغوی د اورپکو موقف د افغانانو په وړاندې د هغوی د دښمنۍ غبرګون او د سولې پر ځای جنګ ته د هغوی تمایل بولي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر امین الله شارق سلام ټایمز ته وویل، «جرګه د افغانستان په اساسي قانون او کلتور کې یو تاریخي ځای لري. په جرګو کې، عادي خلک یا د هغوی استازي سره یوځای کیږي چې ملي هدفونه پلي کړي، او د سولې مشورتي لویه جرګه چې د هېواد له بېلابېلو برخو څخه به افغانان په کې برخه واخلي، د افغانستان د سولې د پروسې لپاره کیلي ده.»

شارق وویل، «زه باور لرم چې مشورتي لویه جرګه به د سولې د یقیني کولو لپاره یو فرصت برابر کړي او ۴۰ کلن جنګ تهبه د پای ټکی کېږدي.»

هغه وویل، «لکه څنګه چې طالبانو ویلي چې هغوی به په دې جرګه کې برخه وانه خلي، دا افغانانو ته یو ځل بیا ثابتوي چې طالبان دا هوډ نه لري چې په هېواد کې وینه تویول او جنګ ودروي.»

هغه زیاته کړه، «د مشورتي لویې جرګې په هکله د طالبانو سخت موقف ښیي چې هغوی غواړي چې جنګ ته دوام ورکړي، او هغوی د اکثریت افغانانو ارادې ته درناوی نه لري. زه دا [نه پاملرنه] غندم،‌ او [د طالبانو] دا نظر هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دی.»

شارق وویل، «طالبان باید د سولې مشورتي لویه جرګه نوم بدې نه کړي. دا یوه ملي پروسه ده چې هدف یې په هېواد کې د سولې او ثبات ډاډمنول دي.»

د کابل یوه اوسېدونکي او د کابل پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي محصل محمد نوید رسولي چې ۲۴ کاله عمر لري وویل، دا د طالبانو لپاره ښه وخت دی چې د سولې پروسې سره یوځای شي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوږدې جګړې ملکي خلک او طالب جنګیالي دواړه ستړي کړي، او که طالبان په دې جرګه کې برخه واخلي، د هغوی په ګټه ده.»

هغه وویل، «هغوی کولی شي چې خپلې غوښتنې او نظرونه خلکو ته وړاندې کړي چې د جنګ د پای ته رسولو لپاره یو منطق حل ولټول شي.‌ طالبان لا هم دا فرصت لري چې خپل موقف بدل کړي او په جرګه کې برخه واخلي.»

رسولي وویل، «که څه هم چې د ملکي خلکو طالبان نه خوښېږي، خو بیا هم دې ته تیار دي چې د هغوی جنایتونه له پامه وغورځوي او خبرې ورسره وکړي چې که دا کار د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي او جګړه پای ته ورسېږي. که طالبان دا ځل هم جنګ ته دوام ورکړي، افغانان به هېڅکله هم دغه ګروپ ونه بخښي.»

یو 'تاریخي فرصت' له لاسه ورکول

په کابل کې یوه سیاسي فعال جاوېد فیصل وویل، طالبان په هېواد کې د سولې د راوستلو لپاره یو «تاریخي فرصت» له لاسه ورکوي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبانو ۱۸ کاله جنګ وکړ، او هغوی د افغانانو له وژلو، د افغانستان له ورانولو او د خپلو مشرانو او جنګیالیو له لاسه ورکولو څخه پرته نور هېڅ ترلاسه نه کړل. هغوی نشي کولی چې د جنګ او تاوتریخوالي له لارې خپل هدفونه ترلاسه کړي.»

فیصل زیاته کړه، «د طالبانو له خوا په مشورتي لویه جرګه کې له عامو افغانانو سره په مخامخ خبرو کې د برخه اخیستنې ردول دا معنی لري چې هغوی د افغانانو له خوا د سولې غوښتنو ته منفي ځواب ورکوي.»

هغه وویل، «په دې توګه به هغوی یو تاریخي فرصت له لاسه ورکړي، او، له دې وروسته به هغوی د هرې وینه تویونې، ویجاړي، او تاوتریخوالي یوازني مسؤلین وي.»

د کابل ښار په کارته چار سیمه کې یوه دوکاندار زین الله چې ۲۶ کاله عمر لري وویل، طالبان د عامو افغانانو اراده، چې غواړي سوله راشي او وینه تویول ودرېږي، له پامه غورځوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ټول افغانان وایي چې هغوی سوله غواړي، او اسلام هم مسلمانان سولې او ورور ولۍ ته رابولي.»

هغه وویل، خو له بده مرغه چې طالبان چې ځانونه افغانان او مسلمانان بولي، د خلکو د ارادې پر خلاف کار کوي او وایي چې هغوی له جرګې سره علاقه مندي نه لري او هغوی نه غواړي چې سوله وکړي بلکې جنګ ته به دوام ورکړي.»

«د طالبانو دا کار د افغاني ټولنې، سولې او اسلام پر وړاندې د هغوی دښمني ښیي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500