جرم او انصاف

په ایران کې د فاطمیون د غړو جبري استخدام 'غلامۍ ته ورته' دی

د عمر راپور

دا عکس چې د وري د میاشتې په وروستیو کې په لوېدیځ ایران کې اخیستل شوی، د فاطمیون لوا غړي په داسې حال کې ښیي چې سخته مزدورکاري کوي. [آرشیف]

دا عکس چې د وري د میاشتې په وروستیو کې په لوېدیځ ایران کې اخیستل شوی، د فاطمیون لوا غړي په داسې حال کې ښیي چې سخته مزدورکاري کوي. [آرشیف]

هرات -- د ایران د فاطمیون لوا غړي، په سوریه کې د جنګیالیو په توګه له کارول کېدلو څخه وروسته، اوس ایران ته راستانه شوي او هلته ترې اجباري کار اخیستل کیږي.

په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه د دغې لوا، چې په ایران کې له افغان کډوالو څخه جوړه شوې ده، غړي په داسې حال کې ښیي چې له وروستیو سېلاوونو څخه وروسته د ایراني ښارونو په پاکولو بوخت دي.‌

دغو عکسونو د افغان مقاماتو غبرګون راپارولی او وایي‌ چې ایران باید له افغان کډوالو څخه ګټه وانه خلي او پرځای یې هغوی پرېږدي چې یوه عادي ژوند ته راستانه شي.‌

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد سلام ټایمز ته وویل، «مونږ هڅې کوو چې په کابل او هرات ولایتونو کې د اړوندو ادارو له لارې په ایران کې د افغان اتباعو له حقونو څخه دفاع وکړو.»

دا عکس چې د وري په میاشت کې اخیستل شوی، د فاطمیون لوا یو غړی په داسې حال کې ښیي چې له وروستي سېلاو څخه وروسته په لوېدیځ ایران کې کوڅې پاکوي. [آرشیف]

دا عکس چې د وري په میاشت کې اخیستل شوی، د فاطمیون لوا یو غړی په داسې حال کې ښیي چې له وروستي سېلاو څخه وروسته په لوېدیځ ایران کې کوڅې پاکوي. [آرشیف]

د فاطمیون لوا غړي چې دلته ښودل شوي دي، د وري د میاشتې په وروستیو کې په لوېدیځ ایران کې د سخت کار له ترسره کولو څخه وروسته د ستړیا له امله بې هوشه شول. [ارشیف]

د فاطمیون لوا غړي چې دلته ښودل شوي دي، د وري د میاشتې په وروستیو کې په لوېدیځ ایران کې د سخت کار له ترسره کولو څخه وروسته د ستړیا له امله بې هوشه شول. [ارشیف]

هغه وویل، «هر هغه چلند چې د نړۍ په هر هېواد کې د افغانانو وقار ته صدمه رسوي، هغه د افغانستان حکومت ته د منلو وړ نه دی، او مونږ یې پر ضد ولاړ یو.»

هغه وویل، «مونږ له خپلو ګاونډیانو، په ځانګړې توګه ایران څخه غواړو چې کله چې زمونږ اتباع له بدې ورځې دغه هېواد ته ورکډه کېږي، هغوی باید د کډوالو د نړۍ والو قوانینو په اساس چلند ورسره وکړي او د هغوی له بې وزلۍ څخه په خپله ګټه کار وانه خلي.»

ناقانونه سخت کار

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد شعیب یکتاپرست چې ۳۳ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، دا واقعاً د اندېښنې خبره ده چې ایران له افغان کډوالو څخه ناوړه استفاده کوي.»

هغه وویل، «ما هم اورېدلي چې هغه خلک چې په سوریه کې یې د فاطمیون لوا د برخې په توګه جنګ وکړ او اوس بېرته ایران ته راستانه شوي دي، د ایران حکومت هغوی دې ته جوړوي چې ناقانونه کار وکړي. ما تر دې پورې اورېدلي چې ایران له هغوی څخه د تشنابونو د پاکولو لپاره کار اخلي.»

یکتاپرست وویل، «زه فکر کوم چې دا ناوړه استفاده غلامۍ ته ورته ده.»

هغه وویل، «د څه وخت لپاره،‌ ایران هغوی په سوریه کې د خپلو هدفونو د تعقیبولو لپاره وکارول، او اوس یې د غلامانو په څېر په سختو کارونو کې بوختوي.»

هغه زیاته کړه، «دغه هېواد د هغوی انساني حقونه له پامه غورځوي. زه د هغو کسانو په هکله ډېر اندېښمن یم چې په ایران کې یې له حقونو څخه سرغړونه کېږي.»

د هرات ښار یوې اوسېدونکې سمیا چې ۲۸ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل، «ایران په سوریه او ځینې نورو هېوادونو کې په خپل جنګ کې له افغانانو څخه د وسیلو په توګه کار واخیست.»

هغه وویل، «له هغه وخت څخه چې د فاطمیون لوا جنګیالي له سوریې څخه ایران ته راستانه شوي دي، هغوی د غلامانو په څېر کار کوي. هغه ژمنې چې د ایران حکومت د فاطمیون جنګیالیو سره کړې وې، نه دي ترسره شوې.»

هغه زیاته کړه، «زه اندېښنه لرم چې د فاطمیون لوا ډېر غړي د ایران د حکومت له خوا یرغمل نیول شوي دي.»

هغه وویل، «هغوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې خپل عادي ژوند ته بېرته راوګرځي، او هغوی ته هغه امتیازات چې ایران یې ورسره وعده کړې وه، نه ورکول کیږي. له دې امله ډېر هېوادوال په ایران کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.»

په ایران کې شخړه

په سوریه کې د جنګ په کمېدلو سره، داسې اندېښنې په ډېرېدلو دي چې کېدای شي د فاطمیون لوا جنګیالي ولېږل شي چې په یمن کې د ایران په نیابتي جنګ کې وجنګېږي.

په هرات کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالغني خسروي وویل، «د فاطمیون لوا د جنګیالیو قضیه، چې ټول یې افغانان دي، د ایران د لاسوهنې یو له څرګندو مثالونو څخه دی ځکه چې تهران هغوی د وسیلو په توګه کاروي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران حکومت د فاطمیون لوا له جنګیالیو سره د ډېرو شیانو ژمنه کړې وه. د هغو ژمنو له جملې څخه ځینې یې هغوی ته د ایران د تابعیت ورکول او د هغوی کورنیو سره مرسته کول دي.»

خسروي وویل، «کله چې په سوریه کې جنګ وو، دغه افغانان د بشار الاسد د حکومت په ګټه جنګ ته داخل کړای شوي ول، خو اوس چې هلته جنګ پای مومي، په دې کې شک نشته چې ایران به هغوی د یمن جنګ ته ولېږي.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت له افغانانو څخه د وسیلو په توګه استفاده کوي او د لږو پیسو په بدل کې په سخت کار کې د بوختولو له لارې د هغوی له بې وزلۍ او نهیلۍ څخه استفاده کوي. دا واقعاً د اندېښنې خبره ده. په افغانستان کې د ایران نفوذ باید کم شي، خو داسې ښکاري چې هغه ورځ تر بلې ډېرېږي.»

په هرات کې د مدني ټولنې یوه فعال سید اشرف سادات سلام ټایمز ته وویل، «ایران د منځني ختیځ او عربو په یو شمېر هېوادونو کې په جنګ کې ښکېل دی. په دې کې شک نشته چېد ایران حکومت تل هڅه کړې چې افغان ځوانان په خپلو نیابتي جګړو کې ښکېل کړي.»

سادات وویل، «په سوریه کې جنګ وښودله چې ایران له نړۍ والو حقونو او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب له اساساتو څخه سرغړونه کړې او په زرګونو افغانان یې سوریې ته لېږلي چې ووژل شي، او دا پروسه به دوام ومومي ځکه چې دغه هېواد ښایي هغوی یمن ته ولېږي.»

هغه زیاته کړه،‌ «ډېر افغان ځوانان دغو جنګونو ته د نهیلۍ او فقر له امله ځي. ایران له هغوی سره غټې وعدې کوي چې هغوی وهڅوي چې د فاطمیون له لیکو سره یوځای شي.»

سادات زیاته کړه، «مونږ د ایران د حکومت دا عمل غندو ځکه چې هغه باید افغان اتباع په خپلو نیابتي جنګونو کې ښکېل نه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500