تجزيه

روسیې د افغان جګړې د انتقادي فلم سانسور وارزاوه

ای اېف پي او سلام ټایمز

له «ورورولي» څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس شوروي عسکر په افغانستان کې ښیي.

له «ورورولي» څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس شوروي عسکر په افغانستان کې ښیي.

مسکو -- روسیه دا ارزوي چې آیا په افغانستان کې د شوروي عسکرو په هکله د یوه فلم، چې ځینې یې غیر وطندوستانه بولي، د خپرېدلو مخه ونیسي. د دغه فلم ډایرېکټر تاکید کوي چې هغه د کړاو جوړونکې شخړې یو حقیقي انځور جوړ کړی دی.

«ورورولي» چې د والټ ډیزني کمپنۍ ځایي څانګه به یې توزیع کوي، له نورو وطندوستانه جذابو فلمونو، لکه «د کریمیا پول. په مینه جوړ شوی» څخه چې یو شمېر پخوانیو شوروي دولتونو یې د ښکاره تبلیغاتي ارادې له امله په سکرینونو د خپرېدا مخه ونیوله، څرګند فرق لري.

«ورورولي» چې روسي ډایرېکټر پاول لونګین یې لارښوونه کړې، شوروي عسکر په داسې حال کې ښیي چې د شوروي - افغان جګړې (۱۳۵۸ - ۱۳۶۸) د نا ارامو وروستیو میاشتو په ترڅ کې نشه کېږي او لوټل کوي. په دغه جنګ کې له ۱۴۰۰۰ څخه ډېر شوروي عسکر ووژل شول.‌

په پیل کې د دغه فلم د خپرولو نېټه د غوایي په ۱۹مه، چې روسیه په کې کال په کال په نازیانو باندې په دویم نړۍ وال جنګ کې خپله بریا لمانځي او په سره څلورلارې کې یو لوی رسم ګذشت کوي، ټاکل شوې وه.‌

د شوروي د وخت یوه ویجاړه شوې څرخکه د سلواغې په ۱۸مه د کابل شمال ته د افغانستان د پنجشېر ولایت په سریچه سیمه کې لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د شوروي د وخت یوه ویجاړه شوې څرخکه د سلواغې په ۱۸مه د کابل شمال ته د افغانستان د پنجشېر ولایت په سریچه سیمه کې لیدل کیږي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

پخواني سرتېري او نور برخه وال د سلواغې په ۲۶مه په مسکو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې له افغانستان څخه د شوروي عسکرو د وتلو ۳۰ مه کلیزه لمانځي، مارش کوي. [الیګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]

پخواني سرتېري او نور برخه وال د سلواغې په ۲۶مه په مسکو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې له افغانستان څخه د شوروي عسکرو د وتلو ۳۰ مه کلیزه لمانځي، مارش کوي. [الیګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]

خو پخوانیو سرتېرو او د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو کسانو خپلوانو، چې وایي دغه فلم د جګړې برخه والو ته کنځلې کوي، په زور سره په کې تغیر راوست.‌

د وري په ۲۸ مه، په روسیه کې د ډیزني د بازارموندنې یوې استازې یلینا برودسکایا روسي اژانسونو ته وویل چې د کلتور وزارت سره د شوې هوکړې په اساس به یاد فلم له هغه وخت نه چې لومړی پلان شوی وو، یوه ورځ وروسته راوځي.

د ډیزني رسمي روسي وېب سایټ هم د خپرېدا رسمي نېټه د غوایي ۲۰ مه اعلان کړه.‌

په افغانستان کې د روسي لوا پخواني قوماندان بوریس ګروموف د کلتور وزارت ته چې د سینمایي خپرونو کنټرول په لاس کې لري، په یوه لیک کې دغه فلم غندلی دی.‌

نوموړي لیکلي، هغه «د پخواني تور روسیه ضد میلان یو مثال» وو.‌

هغه زیاته کړې، «ورورولي» روسي سرتېري د «فاسدانو،‌ غلو، فرېبکارانو، وژونکو او رذیلانو یوه ډله» ښیي.

ګروموف له ۱۰۰۰۰ څخه د ډېرو پخوانیو عسکرو د یوې اتحادیې مشري کوي، او غواړي چې وزارت د دغه فلم د خپرېدلو اجازه ور نه کړي.

د پارلمان د پورتنۍ خونې د ساینس، ښوونې او روزنې او کلتور د کمېټې مرستیال ایګور موروزوف ای اېف پي ته وویل، لونګین «داسې یو په وطندوستۍ نه ولاړ فلم جوړ کړی چې ځوانان په اردو کې له خدمت کولو څخه ګرځوي.»

هغه وویل،‌دا فلم «زمونږ عسکر په داسې حال کې ښيي چې کاروانونه لوټي، په هره لاره او کوڅه کې جنګ او نشه کوي.» هغه «د وژل شویو شورویانو یاد خرابوي» او «د هېواد انځور ویجاړوي

دغه جنګ له افغانستان څخه د مسکو په شرمېدلې وتنې سره پای ته ورسېد او حتی د شوروي د هغه وخت مشرتابه په بهرني سیاست کې د حماقت نوم ورکړ.‌

د بیان ازادۍ ته زیان رسېږي

د لونګین د بې باکه فلم په هکله غوغا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر مشرۍ لاندې په تدریج سره کمېدونکې د بیان ازادۍ څخه کلونه وروسته مخې ته راځي. د هغه رژیم ډېر پخوا خپلواک اخبارونه او تلوېزیوني چینلونه خفکۍ کړل، او انټرنټ یې په ښکاره د روسیې له خوا د سانسور راتلونکی هدف دی.‌

د کب او وري په میاشتو کې، کریملېن په انټرنټ باندې بیان محدود کړ.

د رویټرز د راپور له مخې، د وري په میاشت کې د پارلمان ښکتنۍ خونې یا ولسي جرګې یوه لایحه تصویب کړه، چې که په قانون بدله شي، هغه به «د انټرنت په برخه کې د مسکو حاکمیت زیات کړي».

د ترتیب شویو جرم او فساد د راپور ورکولو د پروژې د راپور په اساس، د کب په میاشت کې، پوتین داسې یو قانون توشیح کړ چې د داسې محتویاتو مخنیوی کوي چې «ټولنې، دولت، رسمي دولتي سمبولونو او د روسیې اساسي قانون» ته «ښکاره سپکاوی» په کې شوی وي.

د سانسور یو نوی ډول

د روسیې کلتوري چارواکو هڅې ګړندۍ کړي چې هغه سینما تمویل کړي او وده ورکړي چې د دویم نړۍ وال جنګ په شمول د شوروي تاریخ انځوروي.

د دولت له خوا تمویل شويو نورو وروستیو فلمونو د سپورټ په برخه کې بریاوې او فضا ته د تګ سیالي روښانه کړي او په ناقانونه توګه د کریمیا ضمیمې ته یې یو مثبت رنګ ورکړی دی.‌

تېر کال، د کلتور وزارت د برتانوي لیکوال او ډایرېکټر ارماندو ایانوچي توره کامیډي «د ستالین مرګ» بنده کړه.‌

سږ کال، د یوې روسیې کاميډۍ، چې په دویمه نړۍ واله جګړه کې د لیننګراد د نیول کېدلو په هکله وه، ډایرېکټر وروسته له هغه چې د پارلمان د غړو غوسه راوپارېدله، دا غوره وبلله چې خپل فلم په سینما د خپرېدلو پر ځای په آنلاین ډول وښیي.

د «ورورولۍ» ډایرېکټر لونګین ای اېف پي ته وویل چې هغه د کلتور وزارت د چارواکو پر ځای، د پخوانیو سرتېرو د بانفوذه ګروپونو په مشرۍ «له لاندې لوري د دغه ډول سانسور له امله ټکان خوړلی دی»

هغه وویل، «ما غوښتل چې د ځوانانو لپاره یو واقعي فلم جوړ کړم چې هغوی وکولی شي چې هغه خلک وپېژني چې د جګړې په منځ کې له لاسه ورکړل شوي وو.»

لونګین تاکید وکړ چې، د دغه فلم نظریه د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې له یوه پخواني رییس نیکولای کووالیوف څخه چې د شخړې په ځینې برخو کې ښکېل وو، اخیستل شوې ده.

لونګین وویل، په دې میاشت کې د ۶۹ کلنۍ په عمر له مړ کېدلو څخه لږ مخکې، کوالیوف «ما ته د نتیجې په هکله مبارکي راکړه او د فلم ستاینه یې وکړه.»

هغه زیاته کړه، «مونږ باید په غیر مؤجه توګه د خپل تاریخ ستاینه بس کړو او په افغانستان او چیچنیا کې له جګړو څخه د راپاتې ټپونو په هکله خبرې پیل کړو.»

تاریخ ته بیا رنګ ورکول

د دغه فلم په هکله غوغاد سلواغې په میاشت کې له افغانستان څخه د شورویانو د وتلو له ۳۰ مې کلیزې څخه لږ وروسته راپورتهشوه.

ځینې پخوانیو جنګیالیو هڅه کړې ده چې د تاریخ تېره ترخه برخه د ملي امنیت د ګټو د ساتنې په توګه توجیه کړي.

پوتین په ۲۰۱۵ کال کې د هغې مداخلې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د شوروي مشرتابه هڅه کوله چې له «واقعي ګواښونو» سره مقابله وکړي البته هغه ومنله چې «ډېرې غلطۍ» وشوې.

د سلواغې په لومړیو کې، د روسیې د پارلمان دفاعي کمېټې د داسې یوې لایحې ملاتړ وکړ چې ویل یې چې شوروي عسکرو له افغان مقاماتو سره مرسته وکړه چې د «ترهګرو او افراطي ډلو» پر ضد جنګ وکړي.‌

خو بیا دې ته اړتیا ده چې په دغه لایحه باندې په پوره نصاب کې رایه اچونه وشي، چې په رسمي توګه د دغه ستونزمن قسط د بیا پرانستلو په برخه کې د مقاماتو نارضایتي ښیي.‌

د روسیې د بشري حقونو د سازمان، میموریل، یوې جوړوونکې غړې ایرینا شچیرباکووا د سلواغې په میاشت کې ای اېف پي ته وویل، په وروستیو کلونو کې له لویدیځو ځواکونو سره د زیاتو شویو ترینګلتیاوو په ترڅ کې، «روسیه خپل پخوانی د شوروي وخت را ژوندی کوي څو د غرب په وړاندې خپل مخالفت پرې توجیه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500